د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۵۷

په ننګرهارکې قومي مشرانو، دیني علماو د انتخاباتي پایلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه


د ننګرهار په سلګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې یو شمېر فعالینو د سې شنبه په ورځ په یوه لویه غونډه کې د انتخاباتو د پايلو د ژراعلان غوښتنه وکړه.

د غونډې ګډونوالو، چې په ټوله کې د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی ملاتړي وو، وویل، چې نورد ولس حوصله ختمه شوې ده او ګواښ يې وکړ، که چېرې بیا هم د ټاکنو د پایلو اعلان نیټه وځنډیده نو دوی به په لويه کچه مدني حرکتونو ته دوام ورکړي:

"مولوی شیراګبر:راځئ! ټول شپیته پنځوس زره کسان به راووځو، ترهغه پورې به په واټونو کې پراته یو، ترڅو، چې انتخاباتي او شرعي حکومت مو نه وي راوستی.

معلم ګل محمد: راځئ متحد شئ متفق شئ د خپلو رایو غوښتنه که د سرپه بدله وي که د مال په بدله وي پوښتنه کوو او د خپل حق نه نه تیریږو.

ذبیح الله احمدزی: څوک چې وايي، زه نارنجي انقلاب راولم دا ټول د کرزي د حکومت نتیجه ده، ځکه هغوی سرمایه میلیونونو ډالرو ته ورسیدې اوس هغوی په وړو کاسو نه خوري خو ددې مخه به ولس نیسی دا چوکونه به بندیږي او تر ارګ پورې به ځو."

د دې غونډې جوړونکي او د ولایتي شورا وکیل نصرت ارسلا په خپلو خبروکې د انتخاباتو دواړو کمیسیونونو، ملګروملتونو او پر ولسمشرکرزي غږ وکړ، چې د ټاکنو پایلې دې ژرترژره اعلان کړي او کنه د ولسونو خوځښت په پایله کې که هرڅه پيښ شول پړه به پر دوی وي:

"زه نن د رسنیو له لارې د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون او شکایتونو کمیسیون او ملګرو ملتونو باندې غږ کوم،چې تاسې خو منځګړتوب کړی د تفتیش له بشپړیدو وروسته ژر تر ژره پایلې اعلان کړی کنه د ولس خوځښت په نتجه کې که هر څه رامنځته شو تاسو په کې ملامت یاستی."

د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل ذبیح الله زمری وايي، نننۍ غونډه د دوی د مدني حرکتونو پيل دی او له دې څخه يې ولسمشرته دا پيغام دی،چې د ټاکنو پایلو ته دې عملي بڼه ورکړي:

"دا نن غونډه،چې تاسې ولیده دا زموږ د مدني حرکتونو پيل دی او دا به دوام کوي تر هغه،چې زموږ غوښتنې نه وي منل شوي."

د ولسمشریزو ټاکنو پایلو پر سر راولاړو شویو شخړو تر میاشتو میاشتو دوام وکړ،خو لا تراوسه هم ددې لانجمنو ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوي.

بل خوا یو شمېر کتوونکي وايي، د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو ځنډیدو او ددې شخړې اوږدیدو د هيواد پر اقتصاد او امنیت ډير منفي اغیز غورځولی او که چېرې دا مسله یو طرف ته نشي نو هیواد به له ډير سخت اقتصادي بحران سره مخ شي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG