د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

شير: د روان کړکیچ د پای لپاره دې یوه موقته اداره جوړه شي


د افغانستان د ملي وفاق ګوند مشر وایي، د روان انتخاباتي کړکیچ د پای ته رسیدو لپاره باید یوه موقته اداره جوړه شي.

بسم الله شیرچې ولسمشرۍ ته کاندید هم و، ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه موقته اداره باید د یوې ملي غونډې له لارې رامنځ ته شي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون بیا انتخابات په هېواد کې د قدرت د لیږد لپاره یوازینۍ مشروع لاره ګني.

په داسې حال کې چې د انتخاباتي بهیراوږدیدو زیات شمېر خلک ستومانه کړي، د ولسمشرۍ یو مخکینی کاندیدا وایي، د دې کړکیچ د ختمیدو لپاره باید په افغانستان کې موقته اداره جوړه شي.

بسم الله شیرد سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه اداره باید له ټول افغانستانه د مخورو په ګډون د یوه ملي کنفرانس له لارې رامنځ ته شي:

″دغه رایې چې موږ دوي ته ورکړې او زموږ د زورونې او تباهۍ لامل ګرځي، موږ باید دغه رایې بیرته واخلو.

موږ باید د کاندیدانو او حکومت قرباني نه شو او وکړای شو چې د یوه ملي کنفراس له لارې یوه موقته اداره رامنځته کړو.″

نوموړي وویل، چې که د انتخاباتو نتایج اعلانیږي او یا هم ځنډیږي، په هرصورت یې ستونزې جوړیږي او په خبره یې چې له پيښو څخه باید مخکې تر مخکې مخنیوی وشي.

ده دغه راز وویل، چې د خپلې دې غوښتنې د عملي کیدو لپاره به اعتراض هم وکړي او مدني حرکتونه به په لاره واچوي.

په همدې حال کې د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند د اجرایوي شورا عمومي مشرعطا محمد نورله خپلو پلویانو غوښتي چې، د انتخاباتو د وروستیو جریانونو پر وړاندې اعتراضونو ته چمتو و اوسي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مخکې ویلي وه، چې په هېواد کې د قدرت د لیږد یوازینۍ لارانتخابات دي.

د دغه کمیسیون مسولینو د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې تراوسه د ولسمشرۍ د انتخاباتو شاوخوا نوي فیصده رایې تفتیش شوي او ډيرژربه یې وروستي نتایج اعلان شي.

اخوا راپورونه وایي، چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په سرخبرو هم کومه نتیجه نه ده ورکړې.

خو دا چې د انتخاباتو نتایج به کله اعلان شي او ایا د دواړو کاندیدانو لپاره به د منلو وړ وي او که نه، دا به د وخت په تیریدو سره روښانه شي.

XS
SM
MD
LG