د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

راسموسن: د افغانستان د انتخاباتو د نتایجو څرګندیدل حیاتي اهمیت لري


د ناټو عمومي منشی انډریس فوګ راسموسن
د ناټو عمومي منشی انډریس فوګ راسموسن

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وايي؛ د افغانستان د انتخاباتو د نتایجو څرګندیدل حیاتي اهمیت لري خو داسې نتایج چې د ده په وینا، دواړه کاندیدان او افغانان یې ومني.

د ناټو تړون مشران به د پنج شنبې په ورځ د بریتانیې په ویلز ښار کې غونډه پيل کړي چې؛ د نورو نړیوالو مسایلو په ګډون به د افغانستان پر وضعیت هم خبرې په کې وشي.

اندرس فوګ راسموسن پرون (دوشنبه) په بروکسل کې خبري کنفرانس ته وویل چې؛ دا به د ناټوپه تاریخ کې له مهمو غونډو وي:

"په ویلز کې زموږ د دې اونۍ غونډه په یوه بدله نړۍ کې جوړیږي؛ نو د بدلې شوې نړۍ پر ستونزو به خبرې په کې وشي. له دې امله تمه لرم چې دا به د ناټوپه تاریخ کې مهمه غونډه وي.

ټاکل شوې چې د روان کال (۲۰۱۴ میلادي) تر پایه د ناټو په مشرۍ عسکر له افغانستان ووځي.

د افغان ځواکونو روزنه، د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات؛ د نوي ولسمشر ټاکل کیدل او د ناټو تړون د ځواکونو د ماموریت راتلونکې سره تړلي مسایل دي چې؛ غالباً د ویلز په غونډه کې خبرې پرې کیږي.

جمهور رییس حامد کرزي ویلي چې، د خدمت موده یې پاي ته رسیدلې او په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي د ویلز په غونډه کې د افغانستان د ګډون په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په امنیت شورا کې جلسې دا پریکړه وکړه چې؛ که چیرته د ناټو تر ناستې مخکې د افغانستان منتخب ولسمشر نه وي ټاکل شوی؛ نو د افغانستان د حکومت په نماینده ګي به د افغانستان د دفاع وزیر ګډون کوي."

په افغانستان کې د سیاسي بې ثباتي او د انتخاباتو د لانجې د دوام له امله؛ دقیق نه دی ویل شوي چې، افغان هیات به کوم ځانګړي مسایل د ناټو په سرمشریزه کې د بحث لپاره وړاندې کوي.

خو د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن:

"موږ په افغانستان د روزنې، مشورې او همکارۍ نوی ماموریت پلان کړی او کله چې هلته د پاتې کیدو قانوني چوکاټ راته برابر شي، له راتلونکي کاله یې پيلولای شو. دا ډيره حیاتي مساله ده چې په افغانستان کې د انتخاباتي بهیر پایلې څرګندې شي؛ داسې پایلې چې، دواړو کاندیدانو او افغانانو ته د منلو وړ وي."

راسموسن څرګنده کړه چې، په عراق له وضعیته درس اخیستل کیږي او څرګنديږي چې، په افغانستان کې به د امنیتي ځواکونو روزنې، ملاتړ او مشورې ته اړتیا موجوده وي.

XS
SM
MD
LG