د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

اروپايي ټولنه پر روسیې د نویو بندیزونو پر لګولو کار کوي


د اروپایي شورا مشر هیرمن فون رامپوې وایي؛ د اروپایي اتحادیې چارواکي به یوه اونۍ کې پرروسیې د اوکراین پرسرد نویو بندیزونو لګولو لپاره یوه طرحه برابره کړي.

رامپوې دا خبره د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپایي اتحادیې د مشرانو ترغونډې "اضافي اقدامات د جګړې د وضعیت په ارزیابي پورې تړلي دي. موږ به وضعیت چې ورځ تربلې خرابیږي؛ وڅیړو، خو مشخص معیارونه نشته خو زه تاسو ته ډاډ درکوم چې وضعیت ته په پام سره هریو په دې پوره پوه دی چې موږباید ژراقدام وکړو."

د جرمني صدراعظمې انګلا میرکل خبریالانو ته وویل چې؛ اروپایي اتحادیه به پرروسیې نوي بندیزونه ولګوي؛ که د اوکراین په وضعیت کې تغیر رانشي او یا هم له دې خراب شي.

خو په هرصورت دا نه ده روښانه چې؛ نوي بندیزونه به کله عملي کیږي.

روسیه د اروپایي اتحادیې د سوداګرۍ درېیمه لویه شریکه او یوه د تیلو او ګازو لویه صادرونکې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د اروپایي اتحادیې د دې پریکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې، دا د اوکراین له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سره د کلک ملاتړ څرګندونه کوي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاندې "کېتلین هیډین" وویل؛ متحده ایالات له اروپایي اتحادیې او له نورو متحدینو سره له نژدې کارکوي ترڅو روسیه په اوکراین کې د خپلو اعمالو حساب ورکړي.

د ملګروملتونو د احصایې له مخې د اوکراین په ختیځ کې د دې هیواد د پوځ او روسي بیلتونپالو ترمنځ په جګړو کې ۲۶۰۰ کسان وژل شوي دي.

ناټو اټکل کوي چې، لږترلږه زر روسي سرتیري به په اوکراین کې وي؛ خو روسیه یې نه مني.

تراوسه پورې واشنګټن او بروکسل پر یوشمیر روسي چارواکو او تصدیو او دغه راز د دې هیواد پرمالي او دفاعي سکتورونو یو لړ بندیزونه لګولي دي چې؛ مسکو یې هم په ځواب کې د خوراکي موادو صادرول بند کړي دي.

د اوکراین ولسمشر پټرو پروشینکو مخکې په بروکسل کې وویل چې؛ د هغه یرغل او ترورپه وړاندې چې هیواد یې ورسره مخامخ دی؛ کلکو اقداماتو ته اړتیاده.

د لیتوانیا ولسمشرې "دالیا ګریباوسکیټ" وویل؛ په اوکراین کې د روسیې مداخله دا مانا لري چې؛ روسیه عملاً له اروپا سره په جګړه کې ده.

د اوکراین له ختیځه د جګړې له ډګره راپورونه وایي؛ چې د اوکراین امنیتي ځواکونه د بیلتونپالو وسله والو د تهاجمي حملو په خاطر له درېیو ښارګوټو په شا شوي دي.

د اوکراین د ملي امنیت د شورا ویاند "انډرې لیسینکو" وویل؛ ځواکونه د ډونېڅک له ختیځ شل کیلومترۍ؛ د ایلویاسک له ښارګوټي وتلي دي. دغه راز ځواکونو ته امرشوی چې د نووسویتلیوکا او خریشواتي له ښارګوټو چې د لوهانسک او روسیې د پولې ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې پراته دي، هم ووځي.

XS
SM
MD
LG