د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۸

"د مجازاتو څخه د مجرمینو خلاصون عامه نظم زیانمن کړی"


د خوست ولايت د بېلابېلو قومونو مشرانو، ديني عالمانو او د شوراګانو مسوولينو دخوست ولايتي ادارې څخه غوښتنه وکړه، چې عدلي او قضايي ادارې دې د مجرمينو سره د قانون په رڼا کې چلند وکړي او هغوی ته دې د قانون څخه دې تيښتې موقع نه ورکوي.

دوی زیاتوله، قانون ماتونکي او د عامه نظم خرابوونکي د امنیتي ارګانونو او سرتیرو له خوا د سر په بیه نیول کیږي، خو بیا وروسته په ډاګه شي، چې د زورواکو د فشار او یا د مادیاتو په زور د مجازاتو پرته خلاص شوي دي.

یادې څرګندونې د خوست یو شمېر مشرانو په هغه پراخه غونډه کې وکړې، چې په یاد ولایت کې د امنیتي ارګانونو څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.

قومي مشر حاجي رسول محمدخان تڼي وویل، دوی تل خبريږي چې د امنیتي ارګانونو له خوا غله، سړي تښتونکي، ماين خښوونکي، د ځمکو غاصبين او د ورانکارو ډلو سره تړلي کسان نیول شوي، خو وروسته د عدلي او قضايي ارګانونو له طرفه دوى سره عادي چلند کيږي او د پيسو، اړيکو، فشارونو او معاملو په نتيجه کې بېرته ازاديږي، چې دې حالت د خوست خلک ډېر اندېښمن کړي او د حکومت باور يې زیانمن کړی دی:

((غلو، لارو وهونکو، ماين خښوونکو او ورانکارو ډلو د خلکو ژوند له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړى، که چېرې دا حالت دوام پيدا کړي، نو د ولس باور په خپل حکومت کميږي، نو په همدې اساس عدلي او قضايي ارګانونه بايد د مجرمينو سره قانوني چلند وکړي، د مرکزي حکومت د لوړو مقاماتو هم غوښتنه کوو، چې د بنديانو په خلاصون کې د فشار، اړيکو او ګواښونو څخه ډډه وکړي.))

ديني عالم مولوي سردارځدراڼ په خپلو خبرو کې امنیتي ارګانونه وستایل، خو د مجازاتو څخه د مجرمینو د فرار له کبله يې خپله انديښنه په ډاګه کړه:

((پوليس او امنيتي ارګانونه په دې بريالي شوي دي، چې د خوست په هره سيمه کې د قانون ماتوونکو ډلو سره تړلي اشخاص ونيسي خو له بده مرغه وروسته په مرکز کابل کې د لوړپوړو چارواکو د غوښتنو، سپارشونو او ګواښونو په پايله کې بغير له کومې سزا خلاصيږي او همدغه مجرمين بېرته په هغه جرم چې دى پرې نيول شوى، لاس پورې کوي.))

د خوست ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار وويل، ځينې خلک او کړۍ هڅه کوي، چې ملي پوليس او په ټوله کې امنيتي او کشفي ارګانونه د ځان په ګټه سياسي لارې ته راکش کړي، ترڅو دغه مافيايي بانډونه ځانونه خپلو شومو اهدافو ته ورسوي.

((دا عمل د خپلې خاورې، ملت او ملي امنيتي ځواکونو سره په ښکاره جفا ده، په امنيتي ځواکونو غږ کوم، چې د هر ډول سياسي، سمتي، قومي او ژبني توپيرونو څخه لېرې واوسي او يوازې د خپلو خلکو په وړاندې ورسپارل شوې دندې په ايماندارۍ سره سرته ورسوي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي د قومي مشرانو او ديني عالمانو دا اندېښنې پرځاى وبللې، چې ځينې مجرمين د معاملو، فشارونو، سپارشونو او اړيکو پر اساس بېرته ازاديږي، خو نوموړي ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې يې کلکه مبارزه کړي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې پرته له مجازاتو مجرمين د ناوړه معاملو په اساس ازاد شي.

عبدالجبارنعيمي د امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونو مسوولينو ته لارښودنه وکړه، چې د خپلو سرتېرو او منسوبنيو ښې روزنې ته زياته توجه وکړي او په داسې اسلامي او ملي روحيه يې وروزي، چې په هر حالت کې د خپلې خاورې، ملت، ځمکنۍ بشپړتيا، د اسلامي او ملي ارزښتونو څخه د ساتنې په موخه په ملي انګېزه سمبال وي او خپلې دندې په صداقت او رښتینولۍ سره سرته ورسوي.

په خوست کې خلکو ډېر کله په عدلي او قضايي ارګانونو له دې کبله چې نیول شويو مجرمینو ته د بیلابیلو معاملاتو په ترڅ کې د مجازاتو څخه د فرار او خلاصون لارې خلاصیږي نیوکې کړي دي، خو یادو ارګانونو دا ډول خبرې هسې تورونه بللي او ویلي يې دي، چې هېچا سره د دوی د داسو کړنو په اړه کره شواهد او ثبوت وجود نه لري.

XS
SM
MD
LG