د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

محسني: د تحول او تداوم ټیم له خوا ۲۵مورده شکایتونه ثبت شوي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، د ۷۲ محلونو د رایو د باطلیدوپه هکله تر اوسه ۲۵ مورده شکایتونه ثبت شوي دي.

د دغه کمیسیون ویاند نادرمحسني د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دا شکایتونو د تحول او تداوم ټیم له خوا ثبت شوي دي.

د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې د ناپاکو رایو د باطلولو لړۍ د دوشنبې په ورځ په علني ډول پیل شوه.

د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو د رایو د ابطال لړۍ او په دې برخه کې د شکایتونو له ثبتولوڅخه د دوه ورځو په تیریدو سره د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې تر اوسه یي ۲۵ مورده شکایتونه ترلاسه کړي دي.

د انتخاباتي شکایتونوکمیسیون ویاند نادرمحسني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه شکایتونه د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم له خوا ثبت شوي دي:

"ټول ۲۵ شکایتونه چې د تحول او تداوم ټیم له خوا مو ترلاسه کړي اووه مورده یې د پکتیا ولایت د رایو د باطلیدو په هکله دي، شپږ مورده د کندهار ولایت او یو یا دوه مورده شکایتونه د نورو ولایتونو په هکله ثبت شوي دي."

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادرمحسني وویل، چې د شکایتونو د ثبت د وخت له پای ته رسیدو وروسته، دغه کمیسیون په ۴۸ ساعتونو کې ثبت شویو شکایتونو ته په علني ډول رسیده ګي کوي.

ښاغلي محسني همدارنګه وویل، چې د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو د رایو د باطلیدو په اړه ټول ثبت شوي شکایتونه د تحول او تداوم ټیم له خوا دي.

د دغه کمیسیون مسوولان وايي، تراوسه د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په دې برخه کې کوم شکایت نه دی ثبت کړی.

د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو د رایو د باطلولو لړۍ له پیل وروسته، دواړو کاندیدانو څلورویشت ساعته وخت درلود څو په دې برخه کې د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون سره خپل شکایتونه ثبت کړي.

د ناپاکو رایو د ابطال لړۍ د دوشنبې په ورځ په علني ډول پیل شوه، چې په نتیجه کې یې د ۷۲ محلونو رایې باطلې اعلان شوې.

په همدې حال کې له انتخاباتو څخه د څاربنسټونو د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون انتقاد وکړ، چې د رایو د باطلولو او شکایتونو ته د رسیدګۍ د پایته رسیدو وخت یې له دوی سره نه دی شریک کړی.

د افغانستان د ازادو اوعادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا رییس فهیم نعیمي په دې اړه وویل:

"دا معلومه نه ده چې د کوم مهالویش په اساس د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون کار کوي، څه وخت به د دوی کار ختمیږي او په نتیجه د جمهوري ریاست انتخاباتو وروستي نتایج د افغانستان له خلکو سره شریک کیږي.

زموږ هیله دا ده چې یو مشخص منظم مهالویش وي او د هغه پر بنسټ هم هغه وخت تعین شي چې په هغې کې د نوماندانو تخنیکي ټیمونه کولای شي خپل اعتراضونه یا شکایتونو د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون سره شریک کړي."

له دې مخکې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له دواړو کاندیانو څخه غوښتي وو، چې خپل شکایتونه د موثقو اسنادو په وړاندې کولو سره دغه کمیسیون ته وسپاري.

اوس باید انتظار وباسو څو شکایتونو ته د رسیدګۍ لړۍ پایته ورسیږي او ولیدل شي چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د جمهوري ریاست انتخاباتو د دواړو کاندیدانو قناعت ترلاسه کولای شي یانه ؟

XS
SM
MD
LG