د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

په لیبیا کې بېلابيلې ډلې یو د بل په ضد جنګیږي


په ليبيا کې تاوتريخوالی زيات شوی دی. په دې هېواد کې دوې وسله والې ډلې د دوو لويو ښارونو د کنترول ترلاسه کولو لپاره په جګړه بوختې دي.

په ليبيا کې د تاوتريخوالي کچه له ۲۰۱۱میلادي کال راپه دې خوا ترټولو زياته شوې ده.

د ليبيا د پخواني واکمن معمر قذافي له وژل کېدو وروسته، له ۲۰۱۱م کال راپه دې خوا په دې هېواد کې تاوتريخوالۍ ډېر زيات شوی دی.

د ليبيا د مرکزطرابلس په ختيځ ښاربن غازي کې د قوي سخت دريځو اسلامپالو او ملتپالو وسله والو ترمنځ درنې نښتې روانې دي.

په ليبيا کې د يوې ملي اردو د نشتوالي له کبله، حکومت د وسله والوپه ماتولو او تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې پاته راغلی دی.

د قذافي د له منځه وړلو په مبارزه کې هغه لوري چې اوس له يو بل سره جګړه کوي، د هېواد د پوځ پخوانی قومندانان وو.

د ليبيا د چارو کارپوه او د کامبرج پوهنتون استاد، جورج جوف د ازادۍ راډيو مرکزي څانګې ته ويلي دي:

″د وخت په تېرېدو سره، بېلابيلې ډلې له ملتپالو او سخت دريځو اسلامپالو سره يوځای شوي او د يو بل پر ضد جنګيږي.

هره ډله په يو خپلواک مرکز پورې تړلې ده چې نه غواړي له بلې ډلې سره واک شريک کړي.″

د جورج جوف په وينا، شاوخوا ۳۵۰ بېلابېلي وسله والې ډلې اوس مهال په ليبيا کې په عملیاتو بوختې دي.

په داسې حال کې چې په ليبيا کې جګړه مخ پر پراخېدو ده، د دوو مخالفو موازي پارلمانونو ترمنځ مبارزه روانه ده.

د دې هېواد نوی پارلمان د جون د مياشتې په ۲۵ مه د ملت پالو له اکثريته جوړ شوی دی.

دا پارلمان په ختيځ ښار طبرق کې دی. پخوانی پارلمان، چې د واک له سپارلو څخه يې ډډه کړې ده، په طرابلس کې دی. دواړو پارلمانونو د يول بل مشروعيت رد کړی دی.

د ليبيا د پخواني پارلمان زيات شمېرغړي اسلامي سخت دريځي دي.

د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته د اګست په ۲۵مه د پخواني پارلمان غړي بيرته په طرابلس کې سره يو ځای شول او د واک له سپارلو څخه يې ډډه وکړه.

دوی د هېواد د اوسني موقت حکومت د ماتولو لپاره رايې ورکړې چې د عمر الحسي تر مشری لاندي، د ملي ژغورنې حکومت راولي.

په همدې حال کې، نوی ټاکل شوی پارلمان، په طرابلس کې د دې هیواد پخوانی پارلمان ترهګر سازمان بولي.

د ليبيا نوي پارلمان د پوځ لوی درستيز له خپلې دندې ليري کړ او پرځای يې داسې کس وټاکه چې د تروريستانو پرضد يې مبارزه پيل کړې ده.

په عين حال کې ځيني خلک وړاندوينې کوي چې په ليبيا کې به ډېره سخته کورنۍ جګړه پيل شي.

XS
SM
MD
LG