د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۳۲

"د سپتمبرد دوهمې نیټې ټاکل زیات عملي نه بریښي"


زیات شمېرلویدیځو ورځپاڼو د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم دورانتخاباتو د رایو باطلولو او د نوي جمهور رئیس د لوړې د مراسمو د ضرب الاجل یا وروستۍ نیټې په اړه مضمونونه او مقالي خپرې کړي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مضمون کې لیکي:

د درغلیو د ادعاو او د لویدیځو بنسټونو د اټکلونو له مخې د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم دورانتخاباتو کې ممکن دوه میلیونه رایي تر پوښتنې لاندې وي.

د ورځپاڼې په باور، د همدې اټکلونو له امله په افغانستان کې د قدرت د سوله ییز انتقال هلې ځلې ممکن له ځینو ستونزو سره مخامخ شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مضمون لیکوال چې څو ورځې وړاندې د یوه حساس راپورد لیکلو له امله له افغانستانه ایستل شوی و، لیکي:

که د افغانستان د انتخاباتو لانجه په سوله ییزې نتیجې حل هم شي، دا به د رایو د نتیجو پرځای، د منځګړتوب نتیجه وي.

امریکا چاپ، بلې ورځپاڼې واشنګټن پوست لیکلي:

جمهور رئیس حامد کرزي په اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله فشار اچولی چې؛ د سپتمبر تر دوهمې پورې باید خپل اختلافات حل کړي.

ورځپاڼې د جمهور رئیس د ویاند د مرستیالې عادله راز دا خبره هم یاده کړې چې وایي، جمهور رئیس حامد کرزي د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره په کتنه کې کې ویلي چې؛ له ټاکل شوي نیټې وروسته به دی د جمهوري ریاست په دفترکې کار ونه کړي.

واشنګټن پوست زیاتوي، تر اوسه معلومه نه ده چې د رایو د څیړنې د نتیجو له اعلان وروسته به ایتلافي حکومت په څومره چټکۍ جوړ شي.

ورځپاڼې د کابل پوهنتون د استاد احمد ضیا رفعت خبره هم راخیستې چې وایي، د حکومت جوړول زیات وخت ته اړتیا لري او دده په فکر، د سپتمبرد دوهمې ټاکل زیات عملي نه بریښي.

په داسې حال کې چې زیات شمېرلویدیځو ورځپاڼو د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتي لانجې په اړه مضمونونه او مقالې خپرې کړي، د پاکستان انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې:

د پاکستان د بنسټ پالنې یا افراطیت ستونزې – ترسرلیک لاندې یو اوږد تحلیلي مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکي:

د زیات شمېرپاکستانیانو لپاره په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات ډیرناوخته پیل شوي او راپورونه وایي، زیات شمېر ازبک، عرب، ترکمن او چېچېن وسله وال افغانستان ته اوښتي او په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو ختمیدو ته انتظارکوي.

ورځپاڼه لیکي:

په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې په جریان کې چې څومره کتابونه لیکل شوي، هر یو کې له پاکستان نه په ټینګه غوښتل شوي چې د افغانستان او پاکستان په پوله تروریزم باید ختم کړي او په خپلې خاوره کې د تروریزم ښوونځي باید بند کړي، خو په لږ شمېرکتابونو کې د ډیورنډ دواړو غاړو ته د طالبانو له شبکې سره د پاکستان د استخباراتي ادارې (اي ایس آي) د تړاو په اړه لیکنې شوي دي.

ډان ورځپاڼې د کارلوتا ګال ورستي کتاب ته چې The Wrong Enemy تر سرلیک لاندې خپور شوی اشاره کړي او لیکي:

د کتاب لیکوالې لیکلي، چې د پاکستان استخباراتې ادارې نه یوازې اسامه بن لادن ته په خپل هېواد کې ځای ورکړی و، بلکه د جګړې له لومړي سره په کې دخیله وه.

ډان لیکي:

کارلوتا ګال چې کلونه کلونه په افغانستان او پاکستان کې اوسیدلې، په خپل کتاب کې یي په افغانستان کې د لویدیځ په ناکامۍ کې د پاکستان پوځ او استخبارات ملامت کړي او وایي، پاکستان، افغان طالبان روزلې، مالي مرستې یي ورسره کړي او د خپلواهدافو په مقصد یي د خلیج له هېوادونو څخه طالبانو ته وسلې راټولې کړي او رسولي دي.

XS
SM
MD
LG