د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

د خوست د پرمختیا په مخکې ننګونې شته


نجیب الله الوخېل

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د خوست-ګرديز سړک په جوړولو کې یوه لسیزه ځنډ، د هوايي ډګر په پروژه کې ژور فساد او پر ټاکلي وخت خوست ته د پرمختیايي بودجې، نه انتقال هغه مهمې ننګونې دي، چې په دې ولایت کې يې د اساسي پرمختیا مخه ډب کړې ده.

چارواکو د خوست د اقتصادي پرمختیا له پاره د وارداتي برښنا لېږد او د غلام خان بندر ترانزیټیدل هم مهم وبلل، خو زیاته يې کړه، چې په ده اړه يې تل غوښتنې کړي، خو مسوولو وزارتخانو او ادارو نه دي عملي کړي.

خوست والي عبدالجبار نعیمي د دوشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د څلور کلنو پرمختیاوو د ارزونې په یو ورځني کنفرانس کې وویل، چې په کابل کې قراردادیانو ته د لویو پرمختیايي پروژو په ورکولو کې هم پراخه فساد شتون لري.

ده وویل، چې په قرادادونو کې فساد د دې لامل شوی دی، چې پروژې په ټیټ کیفیت ترسره شي او تر ډېره ونه پایږي:

"په تېرو څلور نیمو کالونو کې ١٢٤٩ پرمختیايي پروژې پلې شوې چې ټول پرې ٨ميليارده، ٥٤٠ميليونه، ٦٧٧زره افغانۍ لګښت راغلى چې د تېرو ٨ کالونو په پرتله دې موده کې ٦٤سلنه کار شوی دی، خو په قراردادونو کې فساد شته او اکثره قراردادونه د معاملو په لړ کې قراردادیانو ته ورکول کیږي، دې کار د پروژو کیفیت ته زیان رسولی دی."

د خوست د رغونې کنفرانس د یاد ولایت په میلمستون ودانۍ کې د ملکي او پوځي چارواکیو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او د یو شمېر مرسته کوونکو غیر حکومتي موسسو د استازو په ګډون جوړ شوی وو.

د ولايتي شورا رئيس سيد کريم خاکسار هم په خپلو خبرو کې، چې د کنفرانس ګډونوالو ته يې درلودې، په ځينو مرکزي وزارتونو له دې کبله نيوکه وکړه، چې په تيرو کالو کې يې خوست ته اساسي پاملرنه نه ده کړې او اوس هم د خوست خلک د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې له ډیریو اسانتیاوو بې برخې دي.

د کنفرانس یو بل تن ویناوال ولايتي شورا ته نوماند عبدالولي واحدزي په خپلو خبرو کې هغه کسان سخت وغندل، چې په خوست کې د پروژو د پلي کیدو مخه نیسي او یا هم د معاملې د لارې قراردادونه ترلاسه کوي:

"پر هغه کسانو چې د خوست په پروژو کې خپلې ګټې لټوي غږ کوم، چې نور دې له دې کاره لاس واخلي او د خوست د خلکو په برخليک دې لوبې نه کوي، هغه خلک هم په کلکو ټکو کې غندم، چې د خوست په پروژو کې خپل جيبونه ډکوي او د خپلو شخصي ګټو د خوندي ساتلو په خاطر د ولسونو ګټو ته زيان رسوي، همدارنګه پر خلکو غږ کوم، چې د دغه ډول کسانو پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي او اجازه ورنه کړي چې له دې وروسته د خوست د هوايي ډګر او د خوست -ګرديز پر لويو پروژو تر دې زیاتې لوبې وشي."

یاده دې وي خوست د افغانستان په سویل ختیز کې پروت د ګڼ میشتو ولایتونو نه حسابیږي، چې د اقتصادي او کرنیزې پرمختیا له پاره ښې سرچینې لري، خو ځايي اوسیدونکي يې ډېر کله له دې کبله په مرکزي حکومت نیوکې کوي، چې د خوست پرمختیا ته يې پوره پاملرنه نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG