د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

"د خونړیو حملو زیاتوالی د طالبانو د پیاوړي کېدو څرګندونه کوي"


نړېوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو د زیاتېدو او نورو مسایلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په افغانستان کې د طالبانو له لوري د حملو د زیاتوالي په اړه په یوه مطلب کې د هلمند د سنګین ولسوالۍ پیښو ته په اشاره لیکي؛ په تیرې جون میاشت کې په سلګونو طالبان د ساروان کلا کلي ته د شپې له خوا راغلل؛ د خلکو د خټینو کورنو چتونه یې واړول او په سیمه کې یې د پولیسو او پوځ پرپوسټو بریدونه وکړل.

د ورځپاڼې په وینا دا د افغانستان په جنوب ختیځ کې پرافغان امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو له لوري لومړنۍ ډله ییزه حمله وه.

واشنګټن پوسټ لیکي، د خونړیو حملو زیاتوالی، د طالبانو چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو زړور کړي، د پیاوړي کیدو څرګندونه کوي.

د ورځپاڼې په وینا، د سنګین نښتې به د افغان امنیتي ځواکونو لپاره یو آزمیښت وي چې؛ ایا دوی به د دې توان ولري چې؛ د روان کال ترپای ته رسیدو وروسته چې ټول محارب نړیوال ځواکونه له دې هیواده وځي؛ په بشپړه توګه د هیواد امنیتي چارې سمبالې کړي.

واشنګټن پوسټ لیکي، د هلمند سنګین ولسوالۍ د دواړو طالبانو او افغان دولت لپاره له ستراتیژیکي اهیمت څخه برخمنه ده.

دا هغه سیمه وه چې، لومړی ځل په ۲۰۰۶ کال کې بریتانوي سرتیرو یې د امن کولو لپاره هلې ځلې وکړې چې؛ بریالۍ نه وې. وروسته په ۲۰۱۰ م کال کې امریکایي پلي سمندري ځواکونه په سیمه کې ځای پرځای شول چې؛ په همدې او ۲۰۱۱ کال کې له طالبانو سره په سختو جګړو کې یې پنځوس سرتیري ووژل شول.

د واشنګټن پوسټ په وینا دا په یوې سیمه کې د امریکا پوځ ته په جګړه کې ترټولو زیات تلفات دي چې اوړي.

د ورځپاڼې په وینا، د طالبانو په شخړو کې اوس هم افغان امنیتي ځواکونو ته چې د می له میاشتې راهیسې یې د سیمې امنیتي مسوولیت اخیستی؛ ډیرتلفات اوښتي.

د هلمند د والي محمد نعیم بلوچ په خبره؛ په وروستیو شخړو کې د ملکیانو او پوځیانو په ګډون شاوخوا نه سوه کسان وژل شوي دي.

واشنګټن پوسټ د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د ویاند "ګارت لنګلي" خبره رااخیستي؛ چې وایي، امریکایي ځواکونه اوس د سلاکارانو په توګه دنده ترسره کوي او هیڅ یوبهرنی پوځي سلاکار یا سرتیری له افغان امنیتي ځواکونو سره په سنګین کې د جګړې په ډګر کې فعالیت نه کوي.

هندي اوټ لوک او انډیان اکسپرس خپرونو بیا د افغانستان په اړه په دو مختلفو مسالو لیکنې خپرې کړي دي.

اوټ لوک لیکي، حامد کرزی وایي، نوی افغان ولسمشربه د سپټمبر په دوهمه نیټه لوړه وکړي. دا په داسی حال کې ده چې، د ولسمشرۍ د دو کاندیدانو لپاره د اچول شویو رایو د تفتیش پروسه ډیره ورو مخ ته ځي.

د خپرونې په وینا، که له دواړو کاندیدانو یویې د انتخاباتو له پروسې وځي یا یې وروستۍ نتیجه ونه مني، د هیواد سیاسي وضعیت به نورهم بحراني شي او د دې ویره شته چې ملاتړي یې په کابل کې قهرجنو مظاهرو ته مخه کړي.

انډیان اکسپرس خپرونې بیا د افغان موټرچلونکو ښځو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي؛ چې په ډیرو هیوادونو کې پر سړکونو د ښځو له خوا موټر چلول عادي خبره ده؛ خو لکه د افغانستان په څیریوه محافظه کاره اسلامي ټولنه کې که ښځه موټرچلوي؛ دا یو نادر عمل دی.

یوې ځوانې نجلۍ چې د کابل په ختیځ کې یې موټرچلاوه؛ د خپل نوم نه ښودولو په شرط ویلي چې؛ په نورو هیوادونو کې ښځې موټر چلوي؛ حتی پیلوټانې هم ښځې دي، ولې په افغانستان کې موږ دا کارونه کړو؟

د لیلا په نوم یوه بله میرمن وایي، د ښځو او نارینه و ترمنځ باید مساوات رامنځ ته شي.

XS
SM
MD
LG