د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

ننګرهار: د جمعیت اصلاح ټولنې د فساد پرضد پراخه کمپین پيل کړ


په ختیځه سیمه کې د جمعیت اصلاح په نامه ټولنه وايي د هيواد د نورو ولایتونو په څير په ختیځه سیمه کې يې هم د شنبې په ورځ په پراخه کچه د فساد پرضد اووه ورځينی کمپاین پيل کړ.

ددې ټولنې یو تن مسول غړي محمد ګلاب توحیديار ازادۍ راډيو ته وویل دغه کمپاین،چې د دوی د رضاکاره کارکوونکو لخوا په ټول هیواد کې ترسره کیږي د قران پاک او احادیثو په رڼا کې د فساد په اړه په زرګونه بروشرې يې چاپ کړي او په کلو،بانډو،ښاراو واټونو دولتي او غیر دولتي ادارو به ویشل کیږي.

د نوموړي په خبره ځینې پيغامونه بیا د اف ام راډيو ګارنو له لارې تر خلکو رسوي:

"نن،چې کوم کمپاین پيل شو،موږ سټيکرې چاپ کړي،له دې نه علاوه دیرش زره بروشرې چاپ کړي د ایات او حدیث په رڼآ خلکو ته پيغام لیکلی،چې فساد حرام دی،کتابونه چاپ شوي هغه هم په همدې کمپاین کې توزیع کوي،زموږ رضاکاره همکاران خلکو سره د فساد پرضد خبرې کوي،له راډیو ګانو څخه خپرونې لرو،چې د فساد په اړه به دیني علما خبرې کوي"

په جلال اباد کې د الفلاح شخصي پوهنتون د حقوقو پوهنخي ريس حاکم مشفق له فساد سره د مبارزې دا اوونيز کمپاين ګټور وباله ويې ويل چې د دې کمپاین له امله به په ټولنه کې يو مثبت تاثر خور شي.:

"په دې کې شک نشته،چې ددې کمپاین ګټې به زیاتې وي،ځکه دولتي چارواکي به ځیر شي،چې موږ څه کوو او عوام زموږ د ټولو کړنو نه نظارت کوي او بل عوام به هم په دې فکر کې شي،چې داسې خلک شته،چې د فساد پر ضد غږ پورته کوي"

د جمعيت اصلاح ټولنې چارواکي وايي ددې کمپاین په ورستيو کې د راتلوونکې پنجشنبې په ورځ به په جلال اباد ښار کې فساد په ضد يو ستر لاریون هم ترسره کړي او وروستې غونډه به،د جلال اباد ښار په سراج المارت بڼ کې،چې په هغې کې به دولتي او غیر دولتي کسان وربلل کیږي او دیني علما به د فساد پرضد ویناوې کوي.

د ویلو ده،چې د جمعيت اصلاح ټولنه هر کال خپل اوونيز فعالیتونه تر سره کوي چې تير کال يې د وحدت او يو والي تر سرليک لاندې اوونیز کمپاین ترسره کړی و.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG