د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۰۰

فیضي: امریکا باید افغان حکومت ته د پاکستاني بندیانو د خوشې کولو په اړه وضاحت ورکړي


د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند اېمل فیضي

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند وایي؛ چې امریکا باید د هغو پاکستاني بندیانو په اړه افغان لوري ته وضاحت ورکړي؛ چې اوس اوس د بګرام له زندان نه خوشې شوي.

د ورکړل شویو رپورټونو له مخې په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو پرون د بګرام له زندان نه ۹ پاکستاني وګړي خوشې کړي او ۱۵ نور پاکستانیان لا هم له دوی سره په بند کې دي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمیل فیضي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې دا باید په ډاګه شي، چې دا بندیان چیرې نیول شوي، څنګه د بګرام تر زندان انتقال شوي او بیا ولې ازاد شوي دي.

د ښاغلي فیضي په وینا، دوی دا وضاحت هم غواړي، چې ایا د دغو بندیانو دوسیې څیړل شوي او که پرته له دې له بنده خوشې شوي دي.

ښاغلي فیضي وویل، چې امریکا اوس افغانستان ته څه ضمانت ورکولی شي؛ چې دغه خوشي شوي کسان به بیا د افغانستان په نا امنیو کې برخه نه اخلي.

د افغانستان حکومت په داسې حال کې له بګرام زندان څخه د امريکايانو له لوري د پاکستاني بنديانو پرخوشې کولو انتقاد کوي؛ چې په دې وروستيو کې په هېواد کې ناامنيو زور اخيستى او ويل کيږي چې؛ د دې ناامنيو ترشا د افغان حکومت له لوري له بګرام زندان څخه د خوشې شويو طالبانو لاس دى او ډيرى خوشې شوي طالبان بيرته د وسله والو له ليکو سره يوځاى شوي دي.

افغان حکومت په ٢٠١٣ میلادي کال کې له بهرنيو ځواکونو څخه د بګرام زندان مسووليت واخيست؛ چې له همدې سره د بندیانو د دوسیو د څیړلو بهیر هم پیل شو. خو د دې انتقال سره سره د بهرنيو بنديانو د ساتلو مسووليت په خپله د بهرنيو ځواکونو پر غاړه دی.

XS
SM
MD
LG