د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

الکو: کریم خلیلي ته د منسوب ثبت شوي غږ په اړه څیړنې پیل شوي


د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو
د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو

د افغانستان لوی څارنوال محمداسحق الکو وايي؛ د جمهور رییس حامدکرزي دویم مرستیال کریم خلیلي ته د منسوب ثبت شوي غږ په اړه یې د ملي امنیت په همکارۍ تخنیکي څیړنې پيل کړي چې؛ ډیر ژر به یې نتیجه اعلان کړي.

ښاغلي الکو د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل که څه هم د دغه غږیز کلیپ خپرولو د یوې توطیې بڼه درلوده خو اړتیا شته چې په اړه یې هر اړخیزې څیړنې وشي.

نوموړی وایي په لومړي ګام کې د لویې څارنوالۍ یو پلاوی په دې غږیز کلیپ تخنیکي څیړنه کوي.

"متاسفانه داسې یو شی د راډیو ګانو له خوا د میډیا له خوا څخه واوریدل شو. بلاخره رسمیاتو ته راغی. د شکایت په اساس دا موضوع زمونږ تر بررسۍ لاندې ده. زمونږ تحقیق یوه اندازه مخکې تللی دی د هغه اواز چې نشر شوی و سي ډي یې مونږ پیدا کړې. د لابراتور د تخنیکي پولیسو له خوا وڅیړل شي. واقعیت په بنا د یو مثبت او علمي اصولو له مخې چې مونږ ته معلومات دوی راکوي د هغې په بنا به مونږ تصمیم ونیسو چې تر کومه ځایه واقعیت لري او تر کومه ځایه واقعیت نه لري. »

نږدې یوه میاشت مخکې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د جمهوري ریاست دویم مرستیال کریم خلیلي ته منسوب ثبت شوی غږ خپور کړ او ادعا یې وکړه،چې ښاغلي خلیلي په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده.

خو ښاغلي خلیلي ، د جمهوري ریاست چارواکو او د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم هغه وخت دا غږیز کلیپ جعلي وباله او رد یې کړ.

وروسته له هغه چې د جمهور رییس کرزي دویم مرستیال ښاغلي خلیلي لویې څارنوالۍ ته شکایت وکړ ددې ادارې یوه پلاوي په دې اړه خپلې څیړنې پيل کړې.

په همدې حال کې د ولسمشر کرزي د دوهم مرستیال د دفتر رییس عباس بصیر وايي چې لویې څارنوالۍ ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به په دې اړه خپل معلومات بشپړ او دوی ته به یې وړاندې کړي.

ښاغلي بصیر ازادي راډیو ته وویل دوی د معتبرو نړیوالو ادارو له خوا هم په دې غږیز کلیپ څیړنې کوي.

« لویې څارنوالۍ مونږ ته ډاډ راکړی چې ددې کلیپ په اړه ډېر جدي کار کوي او ډېر ژر به په دې اړه مونږ ته معلومات راکړي. مونږ د نورو نړیوالو ادارو له لارې هم چې کولای شي د غږیزو کلیپونو د جعل او رښتیا والي ثبوت وکړي دا قضیه تر څیړنې لاندې نیولې او د نتیجې په تمه یې یو. خو لومړني نتایج ښیي چې دا فایل جعلي دی.»

د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارلانشا پخواني مشر ضیاالحق امرخیل او یوشمیر نورو افغان چارواکو ته منسوب ثبت شوي غږونه خپاره کړل او د دوی د سیال کاندید په ملاتړ یې تورن کړل.

یو شمیر افغان حقوقپوهان د غږیزو کليپونو خپرول د قانون خلاف کار بولي او ټینګار کوي که ورته کار دوام پیدا کړي د حکومت په لوړپوړو چارواکو به د خلکو اعتماد کم کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG