د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

د رایو د باطلېدو په اړه د کاندیدانو د ټیمونو ترمنځ د نظر اختلافات


په داسې حال کې چې تمه ده د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو د رایو د باطلیدو پروسه تر دوو ورځو پیل شي؛ خو اوس هم د دواړو انتخاباتي ټیمونو استازو د دې پروسې په کړنلارې موافقه نه ده کړې.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د انتخاباتي څارونکو مشر ظاهر اغبر رسنیو ته وویل چې؛ د رایو د باطلیدو د کړنلارې په اړه د دوی وړاندیزونه به د دې پروسې شفافیت تضمین کړي.

ښاغلي اغبر له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د دوی وړاندیزونو ته دې ډېر ژر ځواب ووايي:

"څو مورده چې مونږ ته مجهول پاتې دي او په انتخاباتو کې اصل ګڼل کیږي د انتخاباتو کمیسیون د ناظر له خوا د رایې ورکونې د پاڼو نغاړل. دوهمه مسله د تکمارکونو ابطال دی چې یوه اندازه بلل شوي او بله هم د خیالي مرکزونو خبره ده."

ښاغلی اغبر همداراز وايي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید د هرې ورځې په پای کې د رایو د باطلیدو معلومات چې د نتایجو د ټولیدو په مرکز کې ترسره کیږي ددغه ټیم له غړو سره شریک کړي.

خو د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تدوام د ټیم د انتخاباتي څارونکو د ډلې مشر داوود سلطانزوی وايي د رایو د باطلیدو کړنلاره به د مخکیني چک لیسټ له مخې وشي او زیاتونې نه پکې مني.

"مونږ له هغه څه سره چې په طرزالعمل کې په شفافه توګه منل شوي او هغه څه چې د هماغه طرزالعمل او د انتخاباتو د قانون له مخې مخ ته ځي ورسره موافق یو. که کوم څه اضافي او داسې یو څه چې د حیرانتیا وړ وي او څوک ترې خبر نه وي ورزیات شي هیڅ د منلو وړ نه ده."

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون بیا وايي دواړه کاندیدان له روانې پروسې سره موافقه لري او هیڅ کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.

ددغه کمیسیون ویاند نورمحمدنور د شنبې په ورځ په دې اړه خبریالانو ته وویل:

"دواړو مشرانو له کومې پروسې سره چې تر اوسه مخته تللې موافقه لرلې ده. ملګرو ملتونو له دې بهیر نه ملاتړ کړی دی. ورته موضوع ګانې کیدای شي د انتخاباتي ټیمونو مسوول کسان یې مطرح نه کړي."

د دواړو انتخاباتي ټیمونو تر منځ د رایو د باطلیدو د کړنلارې په سر د دریځ مخالفت په داسې حال کې رامنځته کیږي چې ولسمشر کرزي د انتخاباتو د نتایجو په ژر اعلانیدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې نوی جمهور رییس باید ژر تر ژره خپل کار پیل کړي.

له دې ټولو سره سره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي که کومه خاصه ستونزه رامنځته نه شي په یوه نیمه اوونۍ کې به د رایو د تفتیش پروسه ختمه کړي.

ددغه کمیسیون د معلوماتو له مخې تر دې دمه د ۵۲۰ صندوقونو خاص تفتیش بشپړ شوی او د عام تفتیش په بهیر کې هم تر اوسه پورې د شپږشپیته اعشاریه څلور دېرش فیصدو رایو بیاشمیرنه ترسره شوې ده.
راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG