د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۰۴

نړۍ

د روسیې د مرستو د کاروان لارۍ له اوکراین څخه بېرته د روسیې په لور روانې دي

راپورونه وايي، د روسیې د مرستو د جنجالي کاروان لسګونه هغه لارۍ چې پرون د اکراین ختیځو سیمو ته ننوتې؛ نن بیرته د روسیې په لور سرحد ته رسیدلي دي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د څارونکې ډلې سرپرست "پاول پيکارډ" چې په ډونیڅک کې د دغه کاروان څارنه کوي؛ وايي، زیات شمیر لارۍ نن وختې له سرحد څخه واوښتلې او نورې هم پر لاره دي.

د اسوشیېټډ پرس آژانس د یوه راپور له مخې ۶۷ لارۍ تر اوسه له سرحد څخه اوښتي دي.

د روسیې د ۱۲۰ لاریو کاروان اکراین ته د دغه هیواد د اجازې او د سره صلیب له ملتیا پرته ننوتې.

کیف د روسیې دا اقدام یو تیری وباله او امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو بیا د اکراین په خاوره کې د یاد کاروان ننوتل وغانده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په روسیې د کرونا ویروس؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۶۳ زره پېښي ثبت شوي

روسیه

په روسیه کې نن یکشنبه د کرونا ویروس د مثبتو پېښو بې ساری لوړ شمېر ثبت شوی دی.

په دغه هېواد کې د ۲۴ ساعتونو پر مهال د کرونا ویروس ۶۳ زره ۲۰۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د دولتي ارقامو له مخې پرون بیا دغه شمېر ۵۷ زره ۲۱۲ او وړمه ورځ ۴۹ زره ۵۱۳ وو.

په روسیه کې دا شمېر په داسې حال کې په بې ساري ډول زیاتېږي چې د کرونا ویروس اومیکرون بڼه چې په چټکۍ په خلکو کې خپرېږي، د روسیې بېلابېلو برخو ته رسېدلې ده.

د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره د روسیې ګمارل شوې ډلې نن په ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د ۶۷۹ کسانو مړینه ثبت کړې ده.

قرغزستان پر تحقیقاتي خبریال بولوت تیموروف د مخدره موادو د لرلو تور ولګاوه

د قرغزستان پولیس

د قرغزستان چارواکو پر پېژندل شوي تحقیقاتي خبریال بولوت تیموروف د غیرقانوني مخدره موادو د لرلو تور ولګاوه.

تر دې څو ساعته مخکې امنیتي ځواکونو د دغه خبریال دفتر تالاشي کړ چې د تیموروف په وینا په دې وخت کې امنیتي ځواکونو د ده جېب ته غیرقانوني مخدره مواد واچول.

پر بولوت تیموروف دغه تور نن داسې مهال ولګول شو چې ده د یوه زورور سیاستوال د کار و بارونو په اړه یوه څېړنه خپره کړه.

دغه خبریال پرون ناوخته د ده پر دفتر د پولیسو تر چاپې وروسته ونیول شو، خو د کورنیو چارو وزارت له ودانۍ دباندې تر اعتراضونو وروسته خوشې کړای شو.

د اعتراضونو پر مهال خبریالانو، د بشري حقونو او نورو فعالانو د دغه خبریال د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي تیموروف او د هغه همکار نظروف د غیرقانوني مخدره موادو د لرلو په تور نیول شوي دي.

امریکا: په عمان خلیج کې مو د کیمیاوي سرې د لېږد کښتۍ ضبط کړي

ارشیف؛ عمان خلیج

د امریکا د متحدو ایالاتونو سمندري ځواکونو نن وویل، په عمان خلیج کې یې هغه کښتۍ ضبط کړې چې کیمیاوي سره یې لېږدوله.

د دغو ځواکونو په خبره، له دې سرې د منفجره موادو په جوړولو کې هم کار اخیستل کېږي او کښتۍ له ایرانه پر هغه لار روانه وه چې مخکې ترې د یمن حوثي یاغیانو ته وسلې قاچاق شوي دي.

د امریکا سمندري ځواکونو وویل، تېره سه شنبه یې د عمان خلیج په نړیوالو اوبو کې هغه کښتۍ ضبط او تالاشي کړې چې تېرکال د یمن ساحلي ساتونکو ته د زرګونو میله وسلې د لېږد پر مهال نیول شوې وه.

په بحرین کې دېره د امریکا سمندري ځواکونو وویل، د امریکا د ګزمې یوې کښتۍ هغه بې نښانه کښتۍ ودروله، چې له ایرانه تېرېده او پر هغه لار روانه وه چې پخوا د یمن حوثي یاغیانو ته د وسلو د لېږد لپاره کارول شوې ده.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي چې د ۲۰۲۱کال په فبرورۍ میاشت کې یې هم د کب نېولو همدغه بې نښانه کښتۍ چې په زرګونو میله وسله، لاسي بمونه، راکټ لانچرونه او نور مهمات یې لېږدول، کشف او ضبط کړې وه.

دا تحول داسې وخت راځي چې سعودي عربستان او امریکا پر ایران تور لګولی چې د یمن حوثي یاغیانو ته د بې پېلوټه الوتکې او میزاییلو د پرزو په ګډون نور پوځي تجهیزات لېږدوي، خو تهران دا تورونه ردوي.

په جرمني کې د کرونا ویروس د اومیکرن بڼې پېښي زیاتې شوې

جرمني 

جرمني وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د اومیکرون بڼه ډېره خپره شوې ده.

د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېرې پېښې په پلازمېنه برلین کې ثبت شوي او له یوې اوونۍ راهیسې د ورځې په متوسط ډول یولک تنه په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د جرمني رابرت کوخ انستیتیوت ویلي چې له دې سره په یو وخت د دغه هېواد نیمايي وګړو تقویتي واکسین کړی دی.

د جرمني یوه وتلي ویروس پېژاند اولیور کیپلر ویلي چې ژر به د هېواد روغتونونه له هغو ناروغانو ډک شي چې د کرونا په اومیکرون بڼې اخته شوي دي.

که څه هم د کرونا اومیکرون بڼه ژر خپرېږي خو ویل کېږي چې شدت یې د کرونا تر نورو ډولونو کم دی.

د ۲۰۱۹ په پای کې د کرونا وبا د خپرېدو له پیله تراوسه پورې په جرمني کې څه باندې ۸ ملیونه او ۶ لکه تنه په دې ویروس اخته شوي دي.

امریکا او ایران د دواړو لورو د موقتي موافقې په اړه د روسیې وړاندیز رد کړ

ارشیف: د اتومي تړون خبرې

امریکا او ایران د ایران د اتومي موافقې په اړه د دواړو خواوو ترمنځ د موقتي موافقې په اړه د روسیې وړاندیز رد کړ.

راپورونه وايي چې روسیې په وروستیو کې د ایران د اتومي موافقې د احیا کېدو لپاره وړاندیز کړی چې د اوس وخت لپاره دې یوه موقتي موافقه وشي.

اېن بي سي نیوز ټلوېزیوني شبکې د دوو امریکايي چارواکو او د کانګرېس د یوه غړي په قول وویل چې روسیې وړاندیز کړی چې د ایران پر اتومي پروګرام د ځینو محدودیتونو د بیا لګېدو په بدل کې دې پر دغه هېواد بندیزونه لېرې شي.

د روسیې له لوري دا وړاندیز په داسې وخت کې شوی چې د ولسمشر بایډن حکومت چارواکو په وروستیو ورځو کې څو ځلې خبرداری ورکړ چې د ایران د اتومي موافقې د احیا کېدو وخت په پای ته رسېدو دی.

نورو امریکايي چارواکو اېن بي سي نیوز ته ویلي چې نه یوازې امریکا بلکې ایران هم د موقتې موافقې په اړه د روسیې وړاندیز رد کړی دی.

روسیې د ځان په اړه د بریتانیې ادعاوې رد کړې

د روسیې بیرغ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا دا ادعا رد کړه چې په اوکراین کې د یوه 'روسیه پلوه' مشر د نصبولو په اړه د روسیې له پلانه خبره ده.

بریتانیا د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ ویلي و چې کریمیلین په اوکراین کې د یوه لاسپوڅي مشر د واک ته رسولو هڅه کوي او د روسیې امنیتي افسرانو د اوکراین له یو شمېر پخوانیو سیاستوالو سره تماس نیولی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د خپل دې تور د ثابتولو لپاره شواهد نه دي وړاندې کړي.

روسیې د اوکراین پولو ته نږدې تر ۱ لک ډېر پوځیان ځای پر ځای کړي خو وايي چې پر اوکراین د یرغل نیت نه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا د تور د ردولو ترڅنګ ویلي چې بریتانیا باید دا ډول ناسم او بې معنی معلومات خپاره نه کړي.

دې وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:" د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د تېرایستونکو معلوماتو خپرېدا ښيي چې د ناټو غړي د اوکراین پر سر کړکېچ ته لمن وهي."

روسیې له امریکا غوښتي چې تضمین ورکړي چې اوکراین ته به د ناټو غړیتوب نه ورکول کېږي خو واشنګټن دا غوښتنه رد کړې ده.

کویټ د باور جوړونې په پار لبناني چارواکو ته ځینې وړاندیزونه کړي

تصویر تزئیني بڼه لري

د کویټ د بهرنیو چارو وزیر د فارس خلیج د تېلو له بډایه هېوادونو سره د باور جوړونې په پار لبناني چارواکو ته ځینې وړاندیزونه کړي دي.

اسوشیتید پرېس خبري اژانس ویلي چې د کویټ د بهرنیو چارو وزیر شیخ احمد ناصر الصباح د فارس خلیج لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې د لبنان، سعودي او د ګاونډیو له بې سارې ډيپلوماتیکي لانجې وروسته بیروت ته سفر کوي.

دا دیپلوماتیکه لانجه د تېر کال په اکتوبر میاشت کې وروسته له هغه رامنځته شوه چې د لبنان د اطلاعاتو وزیر جورج کرداحی د یمن جګړه بې ګټې او د سعودي په مشرۍ ایتلاف یې یرغلګر وباله.

دا لانجه ځينې نورې ژورې رېښې هم لري او هغه دا چې سعودي په سیمه او په ځانګړې توګه لبنان کې د ایران له نفوذه اندېښمن دی.

اوکراین: جرمني د  یووالي د کمزوري کولو او د پوتین د تشویقولو هڅه کوي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر

په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې احتمالي یرغل ته اندېښنې ډېرې شوي، اوکراین تور پورې کړی چې جرمني د " یووالي د کمزوري کولو" او د ولادمیر پوتین د تشویقولو هڅه کوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې " اوکراین ته د دفاعي وسلو د لېږد د امکان د نشتوالي په اړه د جرمني وروستی دریځ د اړیکو له کچې او شته امنیتي وضعیت سره مطابقت نه لري.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د جرمني پر دې خبره خواشیني څرګنده کړې چې ویلې يې دي، اوکراین ته د دفاعي وسلو د لېږد امکان نه شته.

د جرمني د دفاع وزیرې کریستین لامبرخت پرون وویل چې برلین په فبروري میاشت کې اوکراین ته یو ګرځنده روغتون لېږي، خو دا یې رد کړه چې ګواکي کیف ته به وسلې ورکړي.

اوکراین له جرمني غوښتي چې پر خپل دې دریځ له سره غور وکړي.

د 'IPL' بولۍ لپاره نوملېکنه د جنوري په ۲۰مه نېټه پای ته ورسېده

د ای پي اېل سیالۍ

د ۲۰۲۲م زیږدیز کال انډین پریمر لیګ 'ای.پي. اېل' بولۍ لپاره نوم لېکنه د جنوري په ۲۰مه نېټه پای ته ورسېده او ټول '۱۲۱۴' لوبغاړو خپل نومونه ثبت کړي دي چې له دې څخه ۸۹۶ د هند او ۳۱۸ د بهرنیو هېوادونو څخه دي.

د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې د ۲۰۲۲ م زیږديز کال بولۍ مراسم به د فبروري په ۱۲مه او ۱۳ مه نېټه په بنګلور کې ترسره شي.

په دې لیک سږکال دوه نورې لوبډلې لکنهو او احمدا اباد هم وراضافه شوي دي او یادې لوبډلې به د نړۍ مشهور لوبغاړي د لوبو لپاره پېري.

په 'ای.پي.اېل' کې له اسټرالیا ۵۹ له افغانستان څخه ۲۰، له بنګله دیش څخه ۹، د انګلستان څخه ۳۰، له ایرلنډ څخه ۳، د نیوزلنډ څخه ۲۰، له سویلي افریقا څخه ۴۸، سریلانکا څخه ۳۶، د وېسټ انډیز څخه ۴۱ او زمبابوې څخه ۲ لوبغاړو هم نوملېکنه کړې.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لیز ترس مسکو ته ځي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لیز ترس

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لیز ترس له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د خبرو لپاره را روانه میلادي میاشت مسکو ته ځي.

د روسیې خبري اژانس تاس، د بهرنیو چارو وزارت د ځینو سرچینو په حواله دا خبر ورکړی دی.

تاس نن شنبه (د سلواغې ۲مه) د سرچینو په حواله ویلي چې د بهرنیو چارو وزیرې مسکو ته د سفر د فرصت غوښتنه کړې وه چې دا کتنه یې تصویب شوه.

تر اوسه د بریتانیا حکومت د دې سفر په باب تبصره نه ده کړې.

دا به د ۲۰۱۷م کال له ډسمبر میاشتې را وروسته لومړی وار وي چې د بهرنیو چارو یو وزیر روسیې ته سفر کوي.

اوکراین: روسیې د بېلتون غوښتونکو له تشکیلاتو خپل پوځي ملاتړ پراخ کړی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د اوکراین پوځي استخبارات وايي، روسیې په وروستیو اوونیو کې د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو له تشکیلاتو خپل پوځي ملاتړ پراخ کړی دی.

د دې استخباراتي ادارې په وینا په عین حال کې په روسیه کې د اجیرانو فعاله ګمارنه چټکه شوې ده.

د اوکراین پوځي استخباراتو پرون د خپل فېسبوک پر پاڼه لیکلي چې په وروستیو اوونیو کې له روسیې تر ۷۰۰۰ ټُنه زیات سونګ توکي، ټانکونه، توپونه او نور پوځي تجهیزات اوکراین ته لېږدول شوي دي.

مسکو د اوکراین په ختیځ کې په جګړه کې خپل پوځي دخالت رد کړی دی، خو بیا هم قانع کوونکي شواهد شته چې ښيي، په ۲۰۱۴م کال کې د جګړې له پیله روسیې د اوکراین د لوهانسک او ډونیڅک په هغو ساحو کې چې د بېلتونپانو په ولکه کې دي، د دوی پوځي، اقتصادي او سیاسي ملاتړ کړی دی.

د اوکراین د پوځي استخباراتو اعلامیه وايي، د اوکراین په ختیځ کې دجګړې لپاره روسیې د اجیرانو د ګمارنې هڅې هم پراخې کړي دي.

په یمن کې د ۷۰ تنو وژنه؛ امریکا دلته د شخړو د کمېدو غوښتنه وکړه

د یمن هغه سیمه چې حوثیانو پرې برید کړی

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د یمن د شخړو د کمېدو غوښتنه وکړه.

انتوني بلېنکن وروسته تردې دا خبره وکړه چې د سعودي په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په یمن کې د حوثي یاغیانو د توقیف یو مرکز په نښه کړ.

د دې برید په ترڅ کې لږ تر لږه اویا تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

انتوني بلېنکن په یوه بیان کې وویل، په جګړه کې زیاتوالی یوازې بشري بحران ژوروي او د یمن د خلکو کړاو پسې زیاتوي.

د سعودي په مشرۍ ایتلافي ځواکونه وایي، حوثیانو ملګروملتونو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته مخکې راپور نه و ورکړی چې دا ځای دې له هوایي بریدونو خوندي وي.

په یمن کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویاند بشیر عمر وایي، ژغورونکي د یمن په شمال کې د صعده په ښار کې د توقیف په دې مرکز کې لا هم د ژوندي پاتې شوېو لټه کوي.

د ماشومانو د ژغورلو نړیوال سازمان ویلي دي چې په صعده کې د توقیف په دې مرکز کې کډوال ساتل کېدل.

تر دې هوایي برید څو ساعته مخکې د الحدیدة په ښار کې د مخابراتو یو مرکز په نښه شو چې یمن کې له دې حملې سره انټرنیټي خدمات ودرېدل او پلازمېنې صنعا ته څېرمه هم هوایي بریدونه وشول.

دا هوایي بریدونه درې ورځې وروسته تردې وشول چې ایراني پلوه حوثي یاغیانو د متحد عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو برید وکړ چې یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

استونیا، لاتویا او لېتوانیا اوکراین ته د الوتکو ضد توغندي ورکوي

آرشیف- د اوکراین ځواکونه

استونیا، لاتویا او لېتوانیا اعلان وکړ چې دوی به اوکراین ته د الوتکو ضد او ضد زرې توغندي ورکړي، څو پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید پرمهال له دې هېواد سره مرسته وشي.

د بالتیک دغه درې هېوادونه چې د ناټو غړي دي، په یوه ګډ بیان کې یې پرون دا خبر ورکړ.

په دې بیان کې راغلي دي چې د اوکراین په شااوخوا سیمو کې د روسیې د پوځي فشار د زیاتوالي په رڼا کې، بالتیک هېوادونو پرېکړه کړې چې د اوکراین اړتیاوو ته ځواب ووایي او اضافي دفاعي مرستې چمتو کړي چې دا مرستې به پر اوکراین د احتمالي یرغل په صورت کې د دغه هېواد دفاعي وړتیا زیاته کړي.

رویټرز اژانس د درېیو سرچینو په وینا چې له موضوع خبر دي، راپور ورکړچې د بالتیک دغو درېیو هېوادونو اوکراین ته د دې وسلو د لېږلو اجازه نژدې اوونۍ مخکې له واشنګټنه واخېسته.

قزاقستان کې د یوه خبریال د وژنې د امر په تور ځینې کسان نیول شوي

ارشیف، د قزاقستان پولیس

په قزاقستان کې یو شمېر کسان او یو چارواکی د دې هېواد په جنوب کې د یوه خبریال د وژنې د امر ورکولو په تور نیول شوي دي.

د ازادي راډیو د قزاقي څانګې د راپور له مخې پولیسو پرون- د جنوري په ۲۱مه وویل، د یوې خپلواکې ورځپاڼې پر مسوول مدیر جان امان ګیلدي بتیر بېکوف د وژونکي برید د قضیې په تړاو پنځه کسان نیول شوي دي.

دا خبریال اوس مهال ژوندی دی، خو رسنیو راپور ورکړی چې د ترکستان ولایت د سریاګاش سیمې د پوهنې د ادارې رییس باویر جان میریخوف نیول شوی دی.

د قزاقستان یو حکومتي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي خپل هویت افشا کړي، د آزادې اروپا/ آزادۍ راډیو ته تایید کړه چې میریخوف نیول شوی دی.

خبریال بتیربیکوف ویلي چې د ده د وژنې په هدف دا حمله ظاهرا د ترکستان د یوې اړوندې سیمې په وړکتون کې د فساد په اړه د یوه آنلاین مطلب له خپرېدو وروسته پلان شوې وه، ځکه په راپور کې د پوهنې د رییس نوم یاد شوی و.

کرونا وېروس؛ پاکستان کې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۷۶۰۰ پېښو ثبت شوي

پاکستاني چارواکي وايي، ډېری ناروغان د کرونا په اومېکرون بڼه اخته شوي.

پاکستان وايي، د کرونا وبا له پیله یې پرون جمعه(د سلواغې ۱) د لومړي ځل لپاره په کووېؤ-۱۹ناروغۍ د اخته کسانو تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړې ده.

د رسمي ارقامو له مخې پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې له ۷۶۰۰ د زیاتو مثبتو پېښو راپور ورکړل شو.

د روغتیايي خدماتو په چارو کې د صدراعظم ځانګړي استازي فیصل سلطان د کرونا د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه: "موږ د کرونا د وبا په پنځمه څپه کې یو. په لویو ښارونو کې د کرونا مثبت موارد په زیاتېدو دي. مثبت موارد یوازې په کراچۍ ښار کې په سلو کې ۴۰ زیات شوي. د لاهور، اسلام آباد او حیدرآباد په څېر په یو شمېر نورو ښارونو کې هم مثبت موارد په زیاتېدو دي."

پاکستاني چارواکي وايي، ډېری ناروغان د کرونا په اومېکرون بڼه اخته شوي.

په پاکستان کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق بهیر سوکه پرمخ ځي او تر اوسه د دې هېواد په سلو کې یوازې څلوېښت وګړي واکسین شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG