د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

جمعیت اصلاح په هېواد کې د فساد پرضد کمپاین پیل کړ


په افغانستان کې د جمعیت اصلاح په نوم یو بنسټ وايي چې؛ په هیواد کې اخلاقي، اداري، مالي، سیاسي او ټولنیز فساد اوج ته رسیدلی؛ خو دولت یې په وړاندې هیڅ ګټور اقدام ندی کړی.

د دې ټولنې لسګونه غړیو او د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو چې د شنبې په ورځ د کابل ښار د زرنګار پارک په سیمه کې راټول شوي وو؛ ژمنه وکړه چې، دوی به د فساد په وړاندې پراخ کمپاینونه او مدني مبارزه پیل کړي.

د جمعیت اصلاح ټولنې مشر او د کابل پوهنتون استاد عبدالصبور فخري په دې اعتراضیه غونډه کې وویل؛ په هیواد کې د شته فساد د مخنیوي لپاره دوی دا اونۍ د فساد ضد په نوم نوموي او له دې وروسته به د فساد په وړاندې مبارزه کوي.

نوموړي د دولت لوړپوړي چارواکي او د فساد په وړاندې د مبارزې ادارې په فساد کې ښکیلې وبللې او ویې ویل که د دې پديدې سره په لوړه کچه مبارزه ونه شي؛ نو ټولنه به د لا ډيرو نورو ستونزو سره مخ شي:

"مونږ د ژوند په ټولو برخو کې د فساد نښې لکه د لمر په شان وینو او هغه کسان چې د دې ټولنې ‎په فساد کې لوی لاس لري او لوړپوړي چارواکي دي په امنیت کې دي.

د دې کار د مخنیوی لپاره باید هغه ادارې چې د فساد د مخنوی لپاره کار کوي؛ لومړی قدم واخلي خو په ډيرې خواشینې سره باید ووایو چې د فساد د مخنیوي ادارې په فساد کې غرقې دي."

ښاغلي فخري له امنیتي ځواکونو هم غوښتنه وکړه چې؛ د امنیت د راوستلو په څير د فساد په ضد مبارزه هم په پام کې ونیسي او په دې سره د هیواد پرمختګ ممکن کړي.

نوموړي وویل چې، د جمعیت اصلاح ټولنه به د کال په اوږدو کې د راډیویي او ټلویزیوني پیغامونو سربیره د جوماتونو او قومي مشرانو له لارې هم هڅه وکړي؛ چې خلک او دولتي مامورین دفساد په بدو عواقبو وپوهوي.

په ورته وخت کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي ادارې چارواکي وايي؛ چې دوی تل د فساد په وړاندې قانوني چلند کړی؛ خو ټینګار کوي چې، د فساد د له منځه وړلو لپاره اوږد مهاله مبارزې ته ضرورت دی.

د دې ادارې مرستیال محمد امین خرمجي ازادی راډیو ته وویل؛ هغه ادعاوې بې بنسټه دي، چې ویل کیږي، له فساد سره هیڅ مبارزه نه ده شوې:

"د هغه څه په اړه چې په موږ پورې اړه لري زه د دې بنسټ ادعا ردوم او دلیل یې دا دی چې، موږ د هغو قوانینو له مخې چې دې ادارې ته جوړ شوي؛ عمل کوو او تل مو خپل کارونه مخ ته وړي دي. موږ تل خپل راپور د قانون سره سم لویې څارنوالی ته لیږلي چې څيړنه او تحقیق د لویې څارونوالی کار دی."

د چارو یو شمیر کارپوهان هم په دې باور دي چې؛ په هیواد کې پراخ فساد په تیره بیا اداري فساد د دې سبب شوی چې دا هېواد دې د نړیوالو مرستو سمه استفاده ونشي کړای.

دغه راز د شفافیت نړیوال سازمان په راپور کې چې؛ څو میاشتې وړاندې خپور شو افغانستان په فساد کې ښکیل دریم هیواد معرفي شو.

XS
SM
MD
LG