د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

د پاکستاني حکومت او سياسي مخالفو ګوندونو ترمنځ خبرې بې نتيجې پاى ته ورسېدې


د عوامي تحريک ګوند مشر طاهر القادري
د عوامي تحريک ګوند مشر طاهر القادري

د نواز شريف په مشرۍ د پاکستاني حکومت او د عمران خان او طاهرالقادري په مشرۍ د حکومت د سياسي مخالفو ګوندونو ترمنځ د خبرو اترو دويم دور هم بې نتيجې پاى ته ورسېد.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريک ګوندونو له تېرو لسو ورځو راهيسې په پايتخت اسلام اباد کې د حکومت ضد پراخ لاريونونه او مظاهرې پيل کړي او دا مهال پاکستان د پارلمان مخې ته راغونډ دي او د نواز شريف د استعفا او د پارلمان د منحلولو غوښتنه کوي.

دوى پر اوسني حکومت تور لګوي، چې د تېر کال په عمومي ټاکنو کې يې پراخې درغلۍ کړي دي.

د دواړو ګوندونو استازيو د شنبې په شپه ناوخته په پايتخت اسلام اباد کې د حکومت له مذاکراتي ټيمونو سره وکتل او د رامنځته شويو سياسي شخړو د اواري په اړه سره وغږېدل.

تر غونډې وروسته د پاکستان تحريک انصاف ګوند د مذاکراتي تيم غړي شاه محمود قريشي له رسنيو سره په خبرو کې وويل؛ چې د حکومت استازيو ته يې خپلې شپږ غوښنې وړاندې کړې، چې لومړۍ يې د نواز شريف استعفا او د نويو انتخاباتو غوښتنه ده:

"کومې غوښتنې چې دوى له موږ کړي، موږ به پر دې فکر وکړو او کومې غوښتنې چې موږ له هغوى کړي، دوى به پرې فکر وکړي او تر ژور غور و فکر وروسته به موږ د مذاکراتو دريم دور پيل کړو."

بلخوا د حکومتي ټيم غړي احسن اقبال له رسنيو سره په خبرو کې وويل؛ چې د دواړو خواوو د خبرو اترو لړۍ د غځولو پرېکړه کړې؛ چې دا يو مثبت ګام دى:

"دواړو خواو پريکړه وکړه چې د خبرو اترو لړۍ به دوامداره ساتي او دواړو خواوو يو بل ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې، چې ځينې ملاحظات لري او تر صلا مشورو وروسته به پرې اوږد بحث وکړو."

بلخوا د طاهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريک ګوند غړيو هم د شنبې په شپه د حکومت له استازيو سره وکتل؛ په دې کتنه کې طاهر القادري يو ځل بيا خپلې زړې غوښتنې تکرار کړې ، د نواز او شهباز شريف د استعفا ترڅنګ يې د پارلمان د منحلولو او د يو قامي حکومت د جوړولو غوښتنه هم وکړه.

تر دې مخکې د دواړو ګوندونو مشرانو خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل، چې له خپلو غوښتنو به لاس وانخلي او ترڅو چې نواز شريف له صدراعظمۍ استعفا نه وي ورکړې، له حکومت سره به خبرې اترې بې ګټې وي.

دا لاريونونه، چې د روانې مياشت په ١٤مه نېټۀ د پنجاب ايالت په لاهور ښار کې پيل چې بيا وروسته د پايتخت اسلام اباد پر لور وخوځېدل.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان صدراعظم ددې هېواد د اپوزيسيون په ګډون د ټولو سياسي ګوندونو له مشرانو سره اړيکي نيولي، څو پر مخالفو ګوندونو زور راوړي، چې رامنځته شوې سياسي شخړې د خبرو اترو له لارې اواري کړي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG