د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۴۵

غربي هېوادونو د روسیې وروستی اقدام پر اوکراین تېری بللی


د اوکراین حکومت پر روسیه تور ولګاوو چې؛ په زغرده یې د دوی خاوره اشغال کړې ده.

اوکرایني چارواکو ویلي چې، د روسيې د بشري مرستو کاروان د پنجشنبې په ورځ د دوی له اجازې پرته پر پوله وراوښتی دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین ویلي چې؛ دا کار يې ځکه وکړ چې، د مرستو په رسولو کې نور ځنډ د منلو نه و.

د روسیې د مرستو څه باندې دوه نیم سوه لارۍ چې له یوې اونۍ راهیسې د اوکراین پولې ته نږدې ولاړې وې؛ د جمعې په ورځ د اوکراین پر پوله ورواوښتې.

اوکرایني چارواکو په دې اړه شک درلود او کاروان یې د دې لپاره ځنډولی و؛ چې د سره صلیب نړیواله ټولنه په کاروان کې ټولې لارۍ تلاشي کړي.

د اوکراین ولسمشر پټرو پروشینکو پرون (جمعه) وویل چې؛ دا کار پر نړیوالو قوانینو شدید تیری دی.

د مسکو له خوا د مرستې مواد د اوکراین ختیځ ته چې د روسیې د پلويانو بیلتون غوښتونکو په لاس کې دی؛ استول شوي دي.

د امریکا متحدو ایالاتو د روسيې دا کار پر نړیوالو قوانینو تیری ګڼلی دی.

د ملي امنیت په چارو کې د سپنې ماڼۍ د سلاکار مرستیال "بن روډيس" پرون (جمعه) په واشنګټن کې په دې اړه خبریالانو ته وویل:

"موږ د روسیې دې کار ته د اوکراین د خاورې د بشپړتیا د تر پښو لاندې کولو د بې شرمانه هڅو د لړۍ او د دې هیواد د خاورې د مستقیم اشغال په توګه ګورو. هغوي په پوله کې د پوځي ځواکونو حضور پراخ کړی چې ښايي د اوکراین خاورې ته د ننوتلو په صورت کې لا زیات شي."

په ملګرو ملتو کې د روسیې سفیر "ویتالي چورکين" پرون په نیویارک کې خبري کنفرانس ته وویل چې؛ اوکراین ته یوازې خوراکي او روغتیايي مواد، د څښاک پاکې اوبه او د بریښنا جنراتورونه استول شوي دي:

"موږ هیله لرو چې، د سره صلیب نړیواله کمیټه به په لوهانسک کې د دې مرستو په ویشلو کې برخه واخلي. هغوی راته ویلي چې، دا کار ښايي وکړي ځکه د [ای. سي. ار. سي] یو شمیر مامورین هلته شته. د روسیې د سره صلیب ټولنه هم د ګډون پلان لري."

ویتالي چورکین وویل، چې د دوی کاروان په پوله کې زیات وخت انتظار وکړ او بلاخره یې پریکړه وکړه چې؛ د کییف له اجازې پرته د اوکراین خاورې ته ننوځي.

خو د اروپا د بهرنۍ او امنیت د پالیسي ادارې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له بدرګې او د اوکراین د حکومت له اجازې پرته، د روسیې دا کار په شدت غندلی دی.

د دې ادارې ویاند "سبستیان باربنت" پرون په بروکسل کې وویل:

"د نړیوالو بشري قوانینو د درناوي د اصولو د ساتلو په خاطر باید دا کاروان د سره صلیب ادارې په بدرګه اوکراین ته تیر شوی واي. موږ د اوکراین حکومت د زغم او د خبرو د دوام لپاره د تیاري څرګندولو په خاطر ستاییو. د اوکراین خپلواکي، د خاورې بشپړتیا او یو والي ته باید درناوي وشي."

سبستین باربنت زیاته کړې چې، د روسيې دا کار د اوکراین پر پوله څرګند تیری دی او پر روسیه یې ږغ کړی چې؛ خپلې پریکړه بیرته واخلي.

XS
SM
MD
LG