د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۱۷

خلک د ترافیکو په ریاست کې له کمشنکارانو سر ټکوي


یو شمېرموټر لرونکي شکایت کوي، چې کمیشن کارانو د ترافیکو په عمومي ریاست کې رشوت او اداري فساد ته زمینه برابره کړې ده.

دغه کسان وایي، د ترافیکو په ریاست کې موجوده وضعیت د دوی د کارونو په وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

په همدې حال کې د ترافیکو د عمومي ریاست مسولین هم په دې ریاست کې ځیني ستونزې مني، خو وایي، چې د پخوا په پرتله یې مراجعینو ته ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د ترافیکو عمومي ریاست یو شمېر مراجعین وايي، چې ځینو کمیشن کارانو په دغه ریاست کې اداري فساد ته زمینه برابره کړې چې له امله یې د خلکو کارونه له خنډ سره مخ شوي دي.

دوی وايي چې؛ د موټر د اسنادو او لایسنس جوړولو پر مهال د یادو کمیشن کارانو له خوا په ناقانونه توګه ورڅخه پیسې اخستل کېږي.

دوه تنه مراجعین چې د ترافیکوعمومي ریاست ته د خپلو کارونو د تر سره کولو په هدف راغلي وو، ازادۍ راډیو ته وویل، چې کمیشن کارانو د دې ریاست د ځینو مامورینو سره په همغږۍ رشوت اخستلو ته موقع برابره کړې ده:

″که چېرې کمیشن کارنه وي موږ نه شو کولای خپل کارونه په اسانۍ سره خلاص کړو، د ترافیکو په ریاست کې ډیرکمیشن کاران فعالیت کوي.

کمیشن کاران د کارونو د خنډ لامل ګرځي او بیخي ډيرې پيسې اخلي، زه له دولته غوښتنه کوم چې د خلکو ستونزو ته توجه وکړي.″

دوی وايي، مجبوره دې چې د یوه ډیرکوچني کارد ترسره کولو لپاره هم کمیشن کارانو ته ډیرې پيسې ورکړي.

کمیشن کاران هم په دې ریاست کې خپل موجودیت مني او وایي، چې شمېریې سلګونو ته رسیږي.

دوی وایي، د پیسو په بدل کې د هغو کسانو کارونه خلاصوي، چې د اسنادو د نوی کېدو لپاره وخت نه لري.

دوی وايي، چې د ترافیکو ریاست یو شمېرمامورین هم له دوی پیسې غواړي او دوی هم مجبوره دي چې له مراجعینو پیسې واخلي.

د ترافیکو په عمومي ریاست کې یو کمیشین کار وايي، چې د کاري زمینې د نشتوالي له امله یې دغه کارته مخه کړې.ده په دې اړه داسې وویل:

"د لایسنس د اخیستلو کار یوه اونۍ وخت نیسي، موږ د شعبې مدیر ته اسناد ورکوو او ان پولیس زمونږه پیسې اخلي"

"موږ قانوني او غیرقانوني کارونه مخ ته وړو د ټرافیکو په ریاست کې له درې زرو زیات کمیشن کاران دي."

که څه هم د ټرافیکو دعمومي ریاست چارواکي تریوه حده په دغه ریاست کې ستونزې تاییدوي خو وايي، چې د تیروکلونو په پرتله کارونه اسانه شوي او له کومې ستونزې پرته سرته رسیږي.

د کابل د ټرافیکو مدیرجنرالله اسدالله ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دغه ادعاوې چې ګواکې د ترافیکو په عمومي ریاست کې سلګونه کمیشن کاران موجود دي رد کړې.

نوموړی وايي، د کمیشن کارپه نامه څوک زموږ سره رسمیت نه لري او فعالیت یې هم غیرقانوني دی:

"موږ ته کمیشین کار معلوم نه دی موږ د کمیشن په نامه څوک نه پيژنو او نه مو چاته اسناد ورکړي، اداره ډيره منظم جوړه شوې.

که چېرې د ترافیکو مسوولان په دې مساله کې دخیل ووسي، باید ځواب ووايي او څارنوالۍ ته وپيژندل شي."

کارپوهان وايي، چې د ټرافیکو په عمومي ریاست او ځینو نور حکومتي ادارو کې کې د کمیشن کارانو فعالیت بډې اخیستلو او ادارې فساد ته زمینه برابره وي.

د دوی په وینا د ټرافیکو په ریاست او نورو ادارو کې باید کاري بهیر آسانه شي ترڅو د خلکو وخت ضایع نه شي او همدارنګه اداري فساد ته هم زمینه برابره نه شي.

XS
SM
MD
LG