د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د افغانستان ورکه شوې سیاسي اراده


امریکا چاپ فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې: د افغانستان ورکه شوې سیاسي اراده – ترسرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او لیکوال یي د پیل په کرښو کې لیکي:

د ۲۰۱۴ م کال مې میاشت کې چې کله ما د افغانستان په شمال کې د سیلاوځپلو خلکو لپاره د عاجلو مرستو په درې کسیزه ډله کې سفر کاوه، د پولیسو یوه سیمه ییز قوماندان چې زموږ د حفاظت لپاره له موږ سره ملګری و، د خپل کارپه اړه یي موږ ته معلومات راکړل او موږ یي حیران کړلو.

د پولیسو قوماندان وویل، له دې مخکې یي په فاریاب ولایت کې کار کاوه او د څو تنو وسله والو له وژلو وروسته له هغه ځایه تبدیل شو.

د فارین پالیسي خپرونې د مضمون لیکوال زیاتوي، کله چې له یوې کوچنۍ ناامني سیمې څخه چې شاوخوا زر تنه اوسیدونکې یي درلودل، تیریدلو د پولیسو قوماندان راته وویل، مساله دا نه ده چې موږ وسله وال نه شو ماتولای، بلکه په کابل کې ناست کسان موږ ته د دې کار اجازه نه راکوي، وسله وال د جمهور رئیس کرزي وروڼه دي.

فارین پالیسي خپرونه زیاتوي، که څه هم چې داسې کوم شواهد نشته چې وښیې افغان حکومت د طالبانو ټینګ ملاتړ کوي، خو دا خبره پوره یقیني ده چې د طالبانو پرضد جګړه کې سیاسي اراده نشته او یوازې پرپوځي روحیې پرمخ ځي.

خپرونه لیکي:

په ۲۰۰۱ کال کې چې کله امریکایي عسکرو د لومړي ځل لپاره د افغانستان په خاوره کې د شمالي ایتلاف په ملاتړد طالبانو پرضد عملیات پیل کړل، د دریو میاشتو موده کې یي طالبان لري کړل او په هیواد کې امنیت ټینګ شو. خو کله چې په ۲۰۰۶ م کال کې جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا د ستراتیژۍ مخالفتونه پیل کړل او د آيساف په حملو کې د ملکې خلکو په وژنو یي اعتراضونه وکړل، د طالبانو پوځې قوت او د خلکو په نظر کې د هغوي مشروعیت زیات شو او قوت یي هم مخ په زیاتیدو شو.

فارین پالیسي د تحلیل په وروستیو کرښو کې لیکي:

دا چې د روان عیسوي کال په وروستیو کې به بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، د دې هېواد برخلیک په اصطلاح په هوا کې دی.

په دې کې هیڅ شک نشته چې سوله به د راتلونکې حکومت په لومړیتوبونو کې وي، خو د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله، د حامدکرزي د یوې لسیزې تجربې ته په کتنې باید دا خبره په یاد ولري چې افغانستان بې سنجشه او ګونګو خبرو ته د طالبانو د هڅولو پرځای، یوې قوې سیاسي ارادې ته اړتیا لري چې طالب وسله وال د افغانستان د قوانینو پراساس، د قوې په واسطه مات کړي او بیا سر راپورته نه کړای شي.

وال سټریټ ژورنال:

امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم د افغانستان د روان سیاسي حالت او له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ثبات او بیا رغاونې په اړه یو اوږد تحلیلي مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکي:

دا چې د روان کال په پای کې به بهرني ځواکونه له افغانستانه کډې بار کړې، د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما باید د عراق اشتباه په دې هېواد کې تکرار نه کړي او دا هېواد یوازې پرې نږدي. په افغانستان کې په تیروڅو کلونو کې زیات پرمختګونه شوي دي.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، په واشنګټن او نورو ځایونو کې ممکن زیات شمېرخلک په دې باور وي چې دوي په افغانستان کې کافي ویني توي او پیسې یي مصرف کړي او دې هېواد ته د بهرنیانو مرستې له دوهم نړېوال جنګ وروسته د اروپا د بیارغاونې له مارشال پلانه هم زیاتې شوي دي.

د ورځپاڼې په باور، افغانستان دا مهال په سم لوري روان دی، خو له څو لسیزو جګړو وروسته د بیا رغاونې او ابادۍ چارې یي نه دي ختمې شوي.

راتلونکې میاشت په ویلس Wales کې د ناټو په مشريزې غونډه کې به د لویدیځو هېوادونو مشرانو ته دا فرصت برابر شي چې د افغانستان د ثبات او ډموکراټیکې راتلونکې لپاره مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG