د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

عمران خان د پاکستان له پارلمان او ايالتي اسامبلو استعفا ورکوي


په پاکستان کې سياسي شخړې لا هم دوام لري او د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند اعلان وکړ؛ چې ګوند يې د پاکستان له ملي پارلمان او د پنجاب، بلوچستان او سند له ايالتي اسامبلو څخه د استعفا پرېکړه کړې ده.

د ٢٠١٣م کال په عمومي انتخاباتو کې د پاکستان په ملي پارلمان کې ٣٤ او په خيبر پښتونخوا کې د نورو ګوندونو په پرتله ډېرې څوکۍ وګټلې او د جماعت اسلامي په ملتيا يې ايتلافي حکومت جوړ کړ.

د تحريک انصاف ګوند يوه جګپوړي چارواکي شاه محمود قريشي د سه شنبې په شپه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې د وينا پر مهال له پارلمان او د درېو ايالتونو له اسامبلو څخه د استعفا ورکولو اعلان وکړ او ويې ويل، چې په تېرو انتخاباتو کې د نواز شريف مسلم ليک "ن" ګوند پراخه درغلي کړې؛ موږ دا جعلي حکومت او اسامبلې نه منو:

"موږ د پاکستان له ملي پارلمان او د سند، بلوچستان او پنجاب ايالت له ايالتي اسامبلو څخه د استعفا ورکولو پرېکړه کړې ده. موږ تر ډېر غور او فکر وروسته دې نتيجې ته ورسېدو، چې د يو نوي پاکستان او ريښتيني جمهوريت لپاره بايد استعفاوې ورکړو."

قريشي زياته کړه، چې د خيبر پښتونخوا له ايالتي اسامبلې څخه د استفعا په اړه يې له خپلو اتحادي ګوندونو سره صلاح مشورې روانې دي؛ چې ډېر ژر به يوې پرېکړې ته سره ورسېږي.

د ګوند مشر عمران خان د سه شنبې په شپه د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې خپلو پلويانو ته د وينا؛ پر مهال يو ځل بيا پر نواز شريف غږ وکړ؛ چې له خپلې دندې دې ګوښه شي او د يو نوي پاکستان د جوړولو لپاره دې نوي ټاکنې ترسره شي.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د پاکستان عوامي تحريک ګوندونو د دې مياشتې له ١٤مې نېټې راهيسې په پايتخت اسلام اباد کې د نواز شريف د حکومت پرضد پراخ لاريونونه پيل کړي؛ چې دا مهال دواړو ګوندونو زرګونه پلويان د دې ښار په بېلابېلو سيمو کې د اعتراض په ډول ناست دي.

عمران خان دا اعلان هم وکړ، چې که چيرې نواز شريف تر سبا ماښامه پورې استعفا ورنه کړي؛ نو د ده پلویان به د لاریون له ځایه د اسلام آباد حساسې سيمې (ریډ زون) پر لور وخوځېږي او د مرکزي پارلمان او د صدراعظم د دفتر مخې ته به احتجاج وکړي.

هغه په ټول پاکستان کې پر خپلو پلويانو غږ وکړ؛ چې د سه شنبې په ورځ اسلام اباد ته راشي او د نوي پاکستان په جوړولو کې برخه واخلي.

عمران خان د پاکستان پر پارلمان او د صدراعظم د دفتر پر لور د لاريون کولو اعلان په داسې حال کې کړى؛ چې د پاکستان د ملي ټلويزيون د راپور له مخې؛ حکومت له عمران خان او طاهر القادري سره د خبرو اترو لپاره دوه کومېټې ټاکلي؛ څو له دواړو سره مخامخ وکړي او د روانې شخړې سوله ييز حل راوباسي.

بلخوا د عوامي تحريک ګوند مشر طاهر القادري هم په اسلام اباد کې خپلو پلويانو ته د وينا؛ پر مهال ګواښ وکړ، چې که چيرې نواز شريف يې د استعفا غوښتنه له پامه وغورځوي؛ نو خپل احتجاجي لاريونونه بۀ د پاکستان نورو ښارونو ته هم وغځوي.

ياده دې وي، چې د پاکستان کورنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې کلک امنيتي تدابير نيولي دي او د هر ډول ناوړه پېښې د مخنيوي لپاره يې په دې ښار کې د پوځيانو؛ پوليسو او نيمه پوځيانو شاوخوا ٣٥ زره سرتېري ځاى پرځاى کړي دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG