د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

په ننګرهار کې د سولې راوستو په اړه د اردني او افغاني علماو ګډه غونډه


د ننګرهار د سولې ولایتي دفتر ددې ولایت د حج اوقاف ریاست په مرسته د دوشنبې په ورځ په هيواد کې د سولې راوستو په خاطر د ختیځې سیمې او د اردون هيواد ديني علماو ګډه ناسته ترسره کړه.

د ننګرهار والي مولوی عطالله لودین په خپلو خبرو کې وویل،چې په سوله کې د علماو رول مهم دی او باید خلک سولې او یوالي ته راوبولي:

"علما به د فساد خبرې نه خوروي، د اختلاف خبرې به نه خپروي، خلک به په دين منسجم ساتي، په حقایقو باندې به يې منسجم ساتي، او د خیر، فلاح او صلحې خواته به د دوی دعوت اوسې دا د علماوو مسووليت دی"

مولوی زاهدالله په نامه یوه ديني عالم ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل،چې دواړو خواوو ته د سولې پیغام رسول د علماو په واک کې خبره ده او دا د دوی مسولیت دی،چې خلک یوالی ته وهڅوي:

"علمای کرام په ښه توګه کولای شي چې د امن لپاره او د سوکالۍ لپاره پیغامونه ورکړي، ځکه چې علمای کرام د ټولو عوام الناسو او د دې ټول ملک لارښوونکي دي، نو دوی کولای شي چې دې ټول ملک ته يوه سمه لار وښيي، نو په هغه وخت کې به امن راشي انشاالله"

اردني علماو هم په خپلو خبرو کې د سولې پیغام خپرول د علماو مسولیت وباله او په خبره يې که چېرې علما وغواړي په ټولنه کې کولای شي،چې ښکیلې خواووې د سولې په ټغر سره راټولې کړي.
ننګرهارـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG