د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۵۶

قادري د نوازشريف حکومت ته ٤٨ ساعته ضرب الاجل وټاکه


د پاکستان د عوامي تحريک ګوند مشر ډاکټر طاهر القادري د پاکستان صدراعظم نواز شريف ته د استعفا ورکولو او د اسامبلو د منحلولو لپاره ٤٨ ساعته ضرب الاجل وټاکه.

طاهر القادري، چې له خپلو زرګونو پلويانو سره يې د پنجشنبې راهيسې د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د حکومت پرضد په پراخو لاريونونو لاس پورې کړى، د يکشنبې په ورځ خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال، پر صدراعظم نواز شريف غږ وکړ، چې په راروانو ٤٨ ساعتونو کې دې استعفا ورکړي ا اسامبلې دې منحل کړي او ګواښ يې وکړ، که چيرې غوښتنه يې ونه منل شي، نو بيا به پرېکړه ولس او د عوامي تحريک پلويان کوي.

د طاهر القادري په مشرۍ د پاکستان عوامي تحريک او د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوندونه، په تېر ٢٠١٣م کال کې د پراخو درغليو په ضد په اسلام اباد کې د نواز شريف د حکومت پر ضد لاريونونه پيل کړي او دا مهال د دواړو ګوندونو زرګونه پلويان د اسلام په ابپاره او فيض اباد سيمه کې د اعتراض په ډول ناست دي.

طاهر القادري ته د وينا پر مهال د نواز شريف حکومت ته د استعفا ورکولو او د اسامبلو د منحلولو لپاره ٤٨ ساعته وخت ورکړ، او ويې ويل:

" نواز او شهباز شريف ته ٤٨ ساعته وخت ورکوم، چې له خپلو دندو ګوښه شي، اسامبلۍ منحل کړي او ځان د قانوني منګولو ته وسپاري، که چيرې داسې ونه کړل، نو بيا به پريکړه د پاکستان ولس او زما د ګوند پلويان کوي."

قادري زياتوي، د نواز شريف او شهباز شريف په ګډون دې د هغه د ټولې کابينې نومونه په ممنوع الخروج لېست کې واچول شي، څو هغوى له هېواده بهر ونه تښتي.

د عمران خان او طاهر القادري تور لګوي، چې د نواز شريف مسلم ليګ ن ګوند په تېرو انتخابات کې پراخه درغلي کړې او دا ټاکنې جعلي بولي.

که څه هم د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان تراوسه د قادري او عمران د غوښتنو په اړه خپل رسمي دريځ نه دى څرګند کړى، خو ددې حکومت وياند او د اطلاعاتو و کلتور وزير پرويز رشيد له يوه شخصي تلويزيون سره په خبرو کې وويل، چې د عمران خان ډېرى غوښتنې يې منلي، خو د صدراعظم د استعفا غوښتنه د اساسي قانون او د جمهوريت ضد ده:

" اوس زموږ د حکومت خبره نه ده، بلکې اوس خبره د جمهوري او غېر جمهوري قوتونو د سيالۍ ده. غېر جمهوري قوتونو د پاکستان د ټول ولس رايې ته سپکه وکتل او اوس غواړي، چې له غېر قانوني له لارې پر جمهوريت يرغل وکړي او د ولس ټاکل شوي استازي له مخه لرې کړي."

رشيد زياتوي، د تېرو ټاکنو د شفافيت څېړلو او د رايو د تفتيش لپاره يې د عمران خان تر ټولو غټه غوښتنه منلې او د سترې محکمې تر څارنې لاندې يې يو خپلواک عدالتي کميسيون جوړ کړى، څو بې پرې څېړنه وکړي.

هغه وويل، د عمران خان ددې غوښتنې تر منلو وروسته د لاريون او احتجاج جواز نه پاتې کېږي.

که څه هم عمران خان او طاهرالقادري د حکومت ړنګېدا خلاف د یو میلیوني مارش ژمنه کړې وه، خو د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د پروني لاریون د ګډونوالو شمېر شاوخوا پنځه دېرش زره کسانو ته رسېده.

بلخوا د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په پلازمېنه اسلام اباد کې د ناوړې پېښې د مخنوي لپاره کلک امنيتي تدابير نيولي او شاوخوا ٣٥ زره امنيتي ځواکونه يې ځاى پرځاى کړي دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG