د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۲۳

د ۶زره ځانګړو صندقونو د تفتیش اوبیا شمېرلو بهیر پیل شو


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي؛ د شپږزرو صندوقونو د رایو تفتیش او بیا شمېرل ځکه مهم دي چې؛ د ټولو رایو په نتایجو باندې اغیز کوي.

د دې کمېسیون ویاند نورمحمد نورد شنبې په ورځ خبریالانوته وویل چې؛ له دغو صندقو څخه درې زره د یوه انتخاباتي ټیم او درې زره نور یې د بل ټیم له خوا مشخص شوي دي:

"ځانګړی تفتیش او بیا شمېرنه له عادي تفتیش سره کوم ځانګړی توپیر نه لري؛ یواځې توپیر یې په دې کې دی چې؛ د چک لسټ شپارلسمه ماده ډېر ورباندې تمرکز کوي؛ ترڅو د حمل د شپارلسمې نېټې انتخابات د جوزا میاشتې له څلوریشتمې نېټې انتخاباتو سره پرتله شي."

هغه زیاته کړه، په لومړۍ ورځ دغه تفتیش او بیا شمېرل د څلورویشتو ټیمونو له خوا پرمخ ځي او په څو ورځو کې به د دې کاري ډلو شمیر پنځوسو ته لوړ کړي.

که څه هم ښاغلي نور ونه ویل چې؛ د ځانګړو صندقونو شمېرل به کله پای ته ورسیږي؛ خو د تحول تداوم انتخاباتي ټیم وايي چې؛ امکان لري د دغو صندقونو تفتیش او بیا شمېرل پنځه شپږ ورځې وخت ونیسي.

بل خوا په افغانستان کې د انتخاباتو څارونکي بنسټونه وايي؛ امکان لري د دغو صندقونو تفیش او بیا شمېرل د رایو د تفتیش پروسه وغځوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ ویاند فهیم نعیمي د انتخاباتو له کمېسیونه غواړي چې؛ د شپږ زره صندوقونو د تفتیش او بیا شمېرلو په اړه خلکو او د انتخاباتو څارونکو بنسټونو ته معلومات ورکړي:

"موږ هیله مند یو چې د توافق په اساس ټول صندوقونو تفتیش شي؛ ترڅو شفافیت رامنځ ته شي، خو که د پروسې په منځ کې فرمایشونه ورکول کیږي؛ امکان لري د رایو د تفتیش پروسه اوږده کړي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ د رایو تفیش په عادي ډول پر مخ روان دی چې؛ دا مهال ټول ۹۳۷۸ صندوقونه تفتیش شوي چې؛ د ټولو رایو یوڅلویښت فیصده جوړه وي.
د دې کمېسیون چارواکي وايي چې، د رایو د تفتیش پروسه په دواړو وختونو کې د ۲۶۰ ټیمونو له خوا پرمخ وړل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې، ولسمشر حامد کرزي او د جمهوري ریاست کاندید اشرف غني احمدزي ویلي؛ چې د روانې میلادي میاشتې ترپایه باید د انتخاباتو نتیجه معلومه شي.

خو څارونکي د رایو د تفتیش ټکني بهیر او په دې بهیر کې لفظي او فزیکي شخړو ته په کتو؛ وایي، فکر نه کوي، چې تر راتلونکو پنځلسو ورځو دې د انتخاباتو نتیجه معلومه شي.

راپور:رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG