د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۵۱

ایکانومسټ د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په هکله لیکنه خپره کړې


ایکانومسټ مجلې په افغانستان کې د ولسي تلفاتو په هکله یوه لیکنه خپره کړې.

مجلې د ولسي خلکو د هغې یوې پیښې په هکله لیکلي؛ چې درې کاله پخوا ګردیز ته نژدې وشوه او په کې د ښځو په شمول د یوې کورنۍ څو غړي ووژل شول.

ایکانومسټ د دغې پیښې په تفصیل کې لیکي؛ حاجي شراب الدین وروسته له دې اندیښمن شو چې؛ دشپې له خوا یې د کور د کوټو په کړکیو د لاسي څراغ رڼا ولویده.

هغه فکر وکړ چې، وسله والو طالبانو یې په کور حمله کړې. د شراب الدین یو زوی چې غوښتل یې؛ د مهاجمانو مخه ونیسي، د وسله والو کسانو له خوا چې د بام په سر یې مورچې نیولې وې؛ د حویلي په مینځ کې په ډزو ووژل شو.

د حاجي شراب الدین د لور او نګور په شمول چې؛ دواړه حاملې وې؛ د دغې کورنۍ څلور نور غړي هم په دغې پیښه کې ووژل شول.

خو وروسته څرګنده شوه چې؛ وسله وال کسان امریکایي عسکر وو چې؛ د یوه ناسم خبر په اساس یې دغه عملیات کړي وو.

ایکانومسټ مجله لیکي، عسکرو په خپل لومړني رپوټ کې دغه وژنه د ناموس څخه د دفاع معمولي قتل ګڼلی و. خو څو میاشتې وروسته د ناټو چارواکي دغې کورنۍ ته ورغلل او بښنه یې ترې وغوښته.

ایکانومسټ مجله له دغه د استانه وروسته د عفوې نړیوال سازمان د یوې کارکوونکې حوریې مصدق له قوله لیکي چې؛ د ولسي خلکو غیرقانوني برمته نیولو؛ شکنجې او وژنو د هغه جنګ مشروعیت زیانمن کړ چې؛ د امریکا پخواني جمهور رییس جورج بوش افغانستان ته راوړ. میرمن مصدق زیاتوي چې، دا پېښې پخوا هم شوي بلکه زه حیرانه دې ته یم چې؛ د اوباما په دوران کې یې هم دوام کړی.

ایکانومسټ مجله د عفوې نړیوال سازمان د رپوټ په استناد چې د تیرې دوشنبې په ورځ یې خپور کړ؛ لیکي چې، نړېوالو ځواکونو د ۲۰۰۹ کاله راهیسې تر ۲۰۱۳ کال پورې لږترلږه ۱۸۰۰ ولسي بیګناه خلک وژلي او په دغو پنځو کلونو کې یواځي د شپږو مواردو تحقیقات شوي.

مجله لیکي، که د انصاف خبره وشي، نو د جمهور رییس اوباما په دوران کې په افغانستان کې ولسي تلفات کم شوي؛ خو په هکله یې تحقیقات زیات شوي نه دي.

په داسې حال کې چې ایکانومسټ مجلې په افغانستان کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په هکله لیکنه خپره کړې؛ ګارډین ورځپاڼې د سږکال په پیل کې په کابل کې په لبناني رسټورانټ باندې د برید یوڅه تفصیلات خپاره کړي او وايي چې، په دغه برید کې د بریتانیې د کاریګر ګوند یو وتلی غړی چې؛ تېرکال د اروپا انتخاباتو ته کاندید و؛ وژل شوی.

ګارډین لیکي چې، وروستي تحقیقات څرګندوي چې، د کارګر ګوند غړی "دهرمیندر سینګ فانګورها" د تروریستانو په دغه برید کې وژل شوی.

ورځپاڼه لیکي، د بشري مرستو دغه کارپوه چې په "دل" مشهور و؛ د دې لپاره چې مستحقو ادارو او خلکو ته د مرستو له رسېدو ډاډمن شوی وي؛ هغه مهال په کابل کې وو.

ګارډین د دغه برتانوي یو عکس چې مسکا یې په شونډو ده او ښکاري چې هندي ریښې لري هم خپور کړی.

ورځپاڼه د عدلي طب د یوه ډاکټر له قوله لیکي چې؛ دل د افغانستان له خکو او حکومت سره د مرستې لپاره هلته تللی و او لوی غم دا دی چې په دې لاره کې یې سر ورکړ.

XS
SM
MD
LG