د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۳۱

په هلمند کې له طالبانو سره د سولې هڅې روانې دي


د هلمند په ولایت کې د طالبانو او افغان چارواکو تر منځ د روغې جوړې خبرې روانې دي. د افغان چارواکو په وینا، د دې خبرو هدف هلته له نژدې دوو میاشتو راهیسې د پیل شویو پراخو جګړو مخنیول دي.

د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې د ځانګړیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال اسداله شیرزاد ازادي راډيو ته وویل چې؛ دغه خبرې ده په خپله د هلمند د ولایت مقام؛ د سولې د عالي شورا، د ولایتي شورا او په ولسي جرګه کې د دې ولایت د استازیو په مشوره کړې دي:

"موږ دې توافق ته ورسیدو چې، سپین ږیري، مشران او علما د هغه بل لورې له قوماندانانو او مسوولانو سره خبرې وکړي؛ تر څو جګړه ختمه شي، الحمد لله دا څو ورځې امنیت ښه دی. هیله ده چې، د دغو سپین ږیرو مخورو په واسطه د هلمند په ولایت کې مخالفان دې ته وهڅول شي چې؛ د افغانستان د اسلامي بیرغ تر سیورې لاندې د افغانستان د اسلامي اساسي قانون په رڼا کې ژوند وکړي او خپلې وسلې کیږدي."

د جون د میاشتې په وروستیو کې په هلمند کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړې پیل شوې او په دې جګړو کې تر اوسه په لسګونو افغان ځواکونه، طالبان او ملکیان وژل شوي دي.

جنرال شیرزاد چې په هلمند کې د میشتو افغان ځواکونو د همږغۍ مشر هم دی؛ وایي، د اوس لپاره د روغې جوړې د خبرو تمرکز پر سنګین دی او په نورو ولسوالیو کې هم د روغې جوړې خبرې شوي دي.

د جنرال شیرزاد په وینا د طالبانو یو شمیر قوماندانانو د سولې د خبرو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې، دوی له جګړو او شخړو ستړې شوې دي.

جنرال شیرزاد زیاته کړه چې؛ د سولې خبرو د هلمند په سنګین او نورو ولسوالیو کې ډیر مثبت تاثیر کړی دی؛ خو د وضعیت د عادي کېدو لپاره نورو هڅو ته اړتیا شته.

مخکې افغان چارواکو تور پورې کړی و چې؛ د هلمند په جګړو کې بهرني وسله وال جنګیږي، جنرال شیرزاد د بهرنیانو له موجودیته انکار نه کوي او وایي، داسې وخت به راشي چې، همدغه طالبان چې د بهرنیو تر څنګ له خپلو افغانانو سره جګړه کوي؛ د ټوپک خوله د بهرنیو وسله والو لور ته ورواړوي.

تر اوسه طالبانو په هلمند کې د روغې جوړې د خبرو په اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي.

XS
SM
MD
LG