د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۴۲

ایوا: د انتخاباتو کمیسیون په ځینو مواردو کې تېروتنې کړي


د انتخاباتو د څار موسسه وايي، د رایو د تفتیش د ځنډ مسوولین په خپله د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي دي.

د دې موسسې مشرتابه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، کاري مهالویش ته نه ژمنتیا، د انظباطي مقررو نه وضع کول او په ځینو حالاتو کې طرف واقع کېدل د کمیسیون هغه تېروتنې دي چې له امله یې پروسه ځنډنۍ شوې ده.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو د څارموسسې ایوا دا څرګندونې بې اساسه وبللې او ویې ویل، چې د داسې رپوټونو په خپرولو سره دې خلکو ته اندیښنې نه راولاړوي.

د افغانستان د انتخاباتو د څار موسسه ایوا چې؛ د نورو کورنیو څارونکو بنسټونو په څېرد انتخاباتو روان حالات څاري په خپل تازه راپورکې د انتخاباتو کمیسیون ګرم وباله چې په ځینو مواردو کې یې تېروتنې کړې دي.

د دې موسسې مشرتابه پلاوي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د کمیسیون له خوا ناسم مدیریت، کاري مهالویش ته نه ژمنتیا، د بې نظمیو د مخنیوي لپاره د انظباتي مقررو نه وضع کېدل او ځینې نورې ستونزې هغه څه دي چې د رایو د تفتیش پروسه یې ځنډنۍ کړې ده.

حکمت صافی چې د ایوا موسسې یو غړی دی د رپوټ د لوستلو پرمهال د دې ادارې له خوا ځیني سپارښتنې هم وکړې چې په کې له کمیسیونه غوښتل شوي و چې په سمه توګه خپل کارمخته یوسي او روانو لانجو ته د پای ټکې کېږدي:

″د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یا د دې پروسې په مدیریت کې عمده ستونزې شته.

دا ستونزې د دې لامل شوي چې دا پروسه ټکنی پرمخ ولاړه شي. پروسه له پیله تراوسه پورې په ټاکلي وخت نه ده پیل شوې.

دویمه داده چې د پروسې له پیله د بې نظمیو د مخنیوي لپاره انظباطي مقررات نه دي وضع شوي.

دریمه داده که هغه د کمیسیون کارکونکې دي که هغه د دواړو انتخاباتي ټیمونو غړي دي متاسفانه چې بشپړ پوهاوی نه لري.

متاسفانه په ځینو میزونو کې لیدل کېږي چې د کمیسیون کارکونکي بشپړه بې طرفي نه حفظ کوي.″

دې موسسې همدا راز د انتخاباتو پرسرد څارونکو کم پوهاوی د لانجو د راپورته کېدو یو لامل وباله او ویې ویل، چې د دې لانجو د هواري لپاره لازمه ده څو د نړېوالو څارونکو په شمېرکې زیاتوالی راشي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکې وايي، دا چې ځیني څارونکې بنسټونه ورته رپوټونه خپروي په حقیقت کې خلکو ته اندیښنې پیدا کوي.

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمدنورد ازادي راډيو د پوښتنې په ځواب کې چې د ایوا د تازه راپورپه اړه څه عکس العمل ښکاره کوي وویل، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د طرزالعملونو او قانونونو له مخې خپل کارمخته وړي:

″هربنسټ هرکس چې داسې ادعا کوي چې ګواکې د انتخاباتو کمیسیون طرف واقع شوی دا خبره رښتیا نه ده له حقیقت لیرې ده.

باید یوځل خپله راشي بهیرله نږدې وګوري چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دواړو کاندیدانو، ملي او نړېوالو څارونکو د لاښه اعتماد د جلبولو په خاطرډېروغوښتل چې په دې پروسه کې هم د کاندیدانو استازي او هم ملي او نړېوال څارونکي دخیل و اوسي.″

نورهغه ادعاوې چې ګواکې د کمیسیون کارکونکې بې طرفه نه دي رد کړې خو ویې ویل، چې د ځینو ملي ګټو لپاره په ځینوحالاتو کې کمیسیون لږڅه نرمښت ښکاره کوي.

د ایوا په نوم د دې څارونکې ادارې له خوا په داسې حال کې د انتخاباتو کمیسیون د رایو د تفتیش پروسې د ځنډنۍ کولو تورونو لګول کېږي چې څه موده وړاندې ځینو نورو ټولنو هم د انتخاباتو د اوږدې پروسې په اړه اندیښنه ښکاره کړه.

خو کاندیدان، ملګري ملتونه، نړېواله ټولنه او امریکا متحده ایالتونو په وار وار د رایو د تفتیش پروسې په ژر پای ته رسیدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې؛ نوی ولسمشرباید د سنبلې تر دویمې اوونۍ خپل کارپیل کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG