د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۱۳

محسني: کریم خلیلي او ضیالحق امرخیل ته د منسوب شوو غږونو څیړنه دې وشي


د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، له حکومتي ادارونه یې د ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي او د انتخاباتو کمیسیون د دارلانشا پخواني مشر ضیاالحق امرخېل ته د منسوبو ثبت شوو غږونو د څیړنو غوښتنه کړې.

د دې کمېسیون ویاند نادرمحسني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، ښاغلي خلیلي او ضیالحق امرخیل له دوی سره په دې اړه رسمي شکایتونه ثبت کړي دي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم کریم خلیلي او ضیاالحق امرخېل ته منسوب داسې غږونه خپاره کړل، چې د دوی په وینا په انتخاباتو کې یې یوه مشخص کاندید ته کار کاوه.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي، د یادو غږونو د پلټنې او څیړنې په هدف یې د سې شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست او لویې څارنوالۍ ته رسمي مکتوبونو لیږلي دي.

د دې کمېسیون ویاند نادرمحسني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې له اړوندو ارګانونو څخه یې د غږونو د پلتڼې په برخو کې د تخنیکي، مسلکي او حقوقي مرستې غوښتنه کړې:

″پرون مو د ملي امنیت ریاست، لویې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت او همدا رز د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم ته رسمي مکتوبونه ولېږل، په یادو مکتوبونو کې مو د موضوع د کره والي او همدارنګه د هغه موضوعاتو په اړه چې په قضیه کې مطرح شوې، له اړوندو ادارو د ځانګړو معلوماتو غوښتنه کړې.″

ښاغلي محسني زیاته کړه، کمېسیون ژمن دی چې ثبت شوي شکایتونه وڅیړي، خو زیاته یې کړه ترهغه چې اړوندې ادارې لازمه همکاري او بشپړ معلومات له کمیسیون سره شریک نه کړي، دوی یې په اړه تصمیم نه شي نیولای.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم له انتخاباتو وروسته کریم خلیلي او ضیاالحق امرخېل ته منسوب داسې غږونه له رسنیو سره شریک کړل، چې د دوی په خبره په انتخاباتو کې یې د اشراف غني احمدزي په ګټه کار کاوه.

د ولسمشردویم مرستیال کریم خلیلي او د انتخاباتو کمېسیون د دارالانشا پخواني رییس ضیاالحق امرخېل دوی ته منسوب غږونه جعلي بللي او د خپل شخصیت د اعادې غوښتنه یې کړه.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د شکایتونو د غږونو د پلټنې په برخه کې په افغانسان کې د ملګرو ملتونو له سیاسي نماینده ګۍ یوناما څخه د تخنیکي اومسلکي پلټنې غوښتنه کړې وه.

خو د دې کمېسیون چارواکي وايي، یوناما په دې برخه کې له همکارۍ ډډه وکړه.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ادارې او د لویې څارنوالۍ نظرونه را واخلو، خو د ټولو ادارو مطبوعاتي مسولین له ژمنو سره سره خبرې کولو ته حاضر نه شول.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG