د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

ګارډین: د انتخاباتو پروسې افغانستان له حرکته غورځولی


ګاردین او ډیلي تیلیګراف ورځپاڼو د افغانستان پرحالاتو مطالب خپاره کړي دي.

ګارډین تردې عنوان لاندې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو پروسې دا هېواد له حرکت غورځولی، یوه مقاله خبره کړې ده.

ګارډین لیکي:

د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ویلي چې؛ د انتخاباتو نتیجه چې د هر یوه په ګټه وي ورته د منلو ده.

خو د ورځپاڼې په خبره د نړېوالو څارونکو په حضور کې د څه د پاسه اته میلیونو رایو تفتیش به ښايي نور وخت هم ونیسي.

ګارډین ورځپاڼه زیاتوي، د انتخاباتو د پروسې اوږدوالي د افغانستان دولتي ادارې له کاره غورځولي او حکومتي چارې څرنګه چې لازمې دي هغه شان پر مخ نه ځي.

ورځپاڼې ته د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال حکیم مجاهد ویلي دوي او وسله وال طالبان د افغانستان نوي مشرتابه ته منتظر دي.

د افغانستان د اقتصاد وزیرعبد الهادي ارغندیوال ګارډین ته ویلي، له کله نه چې د انتخاباتو شخړه پورته شوې د دوی په وزارت کې هم کارونه په لازمه توګه پرمخ نه ځي.

ورځپاڼې د رایو د تفتیش د پروسې په اړه لیکلي، د هره یوه کاندید ناظراو ملاتړی هڅه کوي چې د خپل سیال رای بې اعتباره او باطلې ثابتې کړي.

خو ګارډین وايي، نړېواله ټولنه هیله منده ده چې د رایو د تفتیش بهیر به د روانې اګست میاشت تراخره پورې بشپړ شي او افغانستان به د ناټو تړون د راتلونکې سرمشریزه تر پیل دمخه نوي ولسمشر ولري.

د افغانستان د کارپوهانو د شبکې غړي فبریزیو فوشچیني بیا ګارډین ته ویلي:

دی د دې مهالویش په اړه خوشبین دی خو په عین وخت کې ورته د شک په سترګه ګوري.

نوموړي ګارډین ته ویلي که داسې وګڼو چې ځنډول، بن بستونه او موانع جوړول له دې پروسې سره مل وو نو له دې څخه په صرف نظر چې ګټونکی به څوک وي، دا امکان شته چې همدا ستونزې په سیاسي مذاکراتو او د نوي حکومت په تشکیل کې هم رامنځته شي.

د فوشچیني په وینا که داسې وشول نو دا به د افغانانانو لپاره یو ډیر بد کال وي.

ډیلي تیلیګراف ورځپاڼې د برتانې د پوځ د مشر دا څرګندونې راخستې چې وايي که څه هم د افغانستان ماموریت پای ته رسیدلی خو د بیا اړتیا په صورت برتانوي سرتیري باید چمتو اووسي .

د بریتانې د پوځ لوی درستیز جنرال سر پیتر وال د بریتانې د پوځ د سلطنتي اکاډمۍ هغو تازه دمو سرتیرو چې لاافغانستان او عراق ته نه دي استول شوي، په وینا کې وویل هرکله چې پرې غږ وشي دوي باید چتو وي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې د یوې بې ثباته او مخ په زیاتیدونکی ډول غیر یقیني نړۍ په اړه خبرداری ورکړ.

د ډیلي تیلیګراف ورځپاڼې په خبره په افغانستان او عراق کې د برتانېې د پوځي ماموریتونو پر مهال ددې هیواد د پوځ ۵۰ افسران وژل شوي دي.

د برتانې د پوځ د سلطنتي اکاډمس مشر تورن جنرال سټورټ سکیټس ډیلی تیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي ددوي په اکاډمۍ کې باید له هغو ګواښونو څخه د زیاتو خطرونو په اړه روزنه ورکړل شي چې افغانستان پورې محدود دي.

د نوموړي په وینا په رونیزو پرګرامونو کې لا دمخه بدلون راغلی او اوس د روزنې دایره د افغانستان د سیاسي پس منظر او کلتور په اړه له پوهاي اخوا نورو نړیوالو مسلو ته غزیدلي دي.

XS
SM
MD
LG