د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۱۷

امریکا او ایران د عراق د نوي صدراعظم د ټاکل کېدو هرکلی وکړ


د ایران اسلامي جمهوریت چې د عراق د اوسني صدراعظم نوري المالکي یو نژدې پلوی دی؛ د هغه هیواد د نوي صدراعظم په توګه د ډاکټر حیدر العبادي د ټاکل کیدو هرکلی کړی دی.

د ایران د عالي ملي شورا د دارالانشا رییس علي شمخاني پرون وویل چې د عراق اساسي قانون دا اجازه ورکوي چې؛ د دغه هېواد نوی صدراعظم په پارلمان کې د اکثریت ډلې له خوا نتخاب شي.

مالکي د ایران د شیعه دولت له ملاتړه برخمن و؛ خو ایراني چارواکي وایې ددوی په نظر مالکی نور نشي کولی خپل هیواد یو موټی وساتي. شمخاني له ټولو عراقي ډلو وغوښتل چې د خپلو ملي ګټو دفاع وکړي او له بهرنیو ګواښونو سره د مقابلې اړتیاوې په پام کې ونیسي.

سعودي عربستان او ترکیې هم د عراق د نوي حکومت څخه ملاتړ اعلان کړ.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي وو چې؛ د عراق د اساسي قانون له مخې د نوي حکومت تر جوړېدو دمخه دا یو مهم ګام دی او کولی شي د عراق بیلابیلې فرقي سره یو موټی کړي.

د ولسمشر اوباما په خبره دده مرستیال جو بایډن د عراق له نوي صدراعظم سره ټیلیفوني خبري کړي او تر مبارکۍ وروسته یې ورته ویلي چې؛ ډیر ژر نوې کابینه جوړه کړي، داسې کابینه چې د ولسمشر اوباما په خبره د ټولو عراقیانو استازیتوب وکړي.

په همدې حال کې اوباما دا هم وویل چې؛ د عراق د نوي صدراعظم کار به آسانه نه وي.

"دغه نوی مشر یوه سخته دنده په مخ کې لري. دغه مشر باید د یوه داسې حکومت په جوړولو سره چې ټولې خواوې په کې شاملي وي او د خپلو ژمنو د ثابتولو لپاره په مهمو ګامونو سره د خلکو باور ترلاسه کړي."

د عراق نوی صدراعظم دیرش ورځې وخت لري چې؛ خپله کابینه د باور رایو تر لاسه کولو لپاره د دغه هیواد پارلمان ته معرفي کړي.

نوري المالکي له ۲۰۰۶ کال راهیسي د عراق صدراعظم وو او د روان کال د اپریل میاشتې ترانتخاباتو وروسته د سرپرست په توګه پر خپله دنده پاته وو؛ ځکه هغه ونه توانید داسې حکومت جوړ کړي چې؛ د عراق ټولې خواوې برخه په کې ولري. هغه په دې هم تورن دی چې د افراطیانو په وړاندې جګړه کې یې ډیرو فرقه یې تاوتریخوالي ته لمن وهلې ده.

XS
SM
MD
LG