د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

"افغان ځواکونه د پاکستان د هر ډول حملو ځوابولو ته چمتو دي"


د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د ملي اردو ځواکونه د وزیرانو شورا د هغې سپارښتنې عملي کیدو ته چمتو دي چې؛ ورڅخه د هیواد د حریم د کلکې دفاع غوښتنه شوې ده.

په افغانستان د پاکستان راکټي حملو او د هیواد دننه د هغه هیواد د پلیو پوځي ځواکونو وروستیو فعالیتونو بلاخره د افغان حکومت د صبر کاسه ډکه کړه او د ځواب ورکولو پرېکړه یې وکړه.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې؛ افغان امنیتي ځواکونه په تیره بیا ملي اردو دې ته چمتو دي چې؛ د پاکستان د هر ډول حملو ځواب ورکړي.

د دې وزارت ویاند ظاهر عظیمي د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل؛ د دې وزارت چارواکي به ډیر ژر د کورنیو چارو وزارت سره یوه ګډه ناسته ولري؛ چې څنګه کولای شي په موقع د پاکستان حملو ته ورته ځوابونه ورکړي:

"تېره ورځ دا فیصله وشوه چې، د ملي دفاع وزارت به د کورنیو چارو له وزارت سره د سرحدي ځواکونو نقش ته په پاملرنې چې دا ځواکونه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خورا مهم رول لري؛ ګډه غونډه وکړي او د افغانستان د ټولو وسله والو قواوو د سر اعلی قوماندان د هدایاتو سره سم به تصمیم نیول کیږي.

خو هغه څه چې اوس د ویلو دي؛ موږ به د ملي اردو د ټولو ظرفیتونو څخه د امر د تطبیق او عملي کېدو لپاره استفاده وکړو."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې؛ په اخري ځل پاکستاني ځواکونو د کونړ په ناړې ولسوالۍ حمله کړې چې؛ د افغان امنیتي ځواکونو او د سیمې خلکو د قوي مقاومت له امله بیرته په شا شوي دي.

په دې غونډه کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو څخه په ټینګه غوښتل شوي؛ چې د پاکستان هر ډول تیري ته په موقع ځواب ورکړي.

له دې وړاندې جمهور رییس حامد کرزي هم د پاکستان د راکټي حملو پر وړاندې امنیتي ادارو ته د تیارسی امر کړی و او په افغانستان یې د پاکستان له خوا راکټي حملې د افغانستان په خاوره ښکاره تیری بللی و.

خو له دې وړاندې افغان چارواکو تل له پاکستان څخه د داسې حملو د بندیدو غوښتنه کړې چې؛ نه یوازې نتیجه یې نه ده ورکړې؛ بلکې بر خلاف دغه حملې ډیرې شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وزیرانو شورا د وروستی پریکړې د هرکلي سره وویل چې؛ د پاکستان د حملو د مخنیوي لپاره یې ټولې لارې چارې په پام کې نیولي دي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې؛ پاکستاني ځواکونو به له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ شي:

"که پاکستان بیا دا اراده وکړي چې؛ زموږ په خاوره کې مداخله وکړي؛ نو د افغان امنیتي ځواکونو د غاښ ماتونکي ځواب سره به مخامخ شي.

موږ ټول انتخابونه په واک کې لرو؛ نو که یواځې سرغړونه وشي ترې به استفاده وکړ."

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر هم احضار کړی و او ورڅخه یې د راکټي حملو د بندیدو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د نوي دریځ په باره کې د پاکستان حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي؛ خو د نظامي چارو یو شمیر افغان کارپوهان وايي چې؛ اسلام اباد په افغانستان کې د سیاسي اهدافو د حاصلولو لپاره هڅې کوي چې؛ د افغانستان وضعیت خراب کړي.

د نظامي چاور کارپوه عتیق الله امرخیل په دې نظر دی چې؛ افغان ځواکونه باید د دې هڅو د مخنیوي لپاره د پاکستان په هغو سیمو چریکي حملې او ورته بریدونه وکړي چېرته چې د افغانستان په خلاف حملې پلان کیږي:

"موږ هغه وخت کولای شو چې پاکستان ته ضربه وارده کړو چې؛ موږ د قوي کومانډویي ځواک په کمک بالمثل همدا شان حملات وکړو؛ د هغوی په خاوره کې هغه مهم هدفونه چې لازم دي او هغه ځایونه چې ترې راکټونه راځي باید له دې ځایه ضربه وویني؛ نو په دې صورت کې کولای شو پاکستان بې ثباته کړو."

تر اوسه معلومه نه ده چې د وزیرانو شورا پریکړه به چې د پاکستان راکټي حملو ته باید په وخت ځواب ورکړل شي؛ کومه نتیجه ورکړي او که نه خو د پوځي چارو یوشمیر کتوونکي وایي؛ ترڅو چې د افغانستان له ادارو نه د پاکستان خواخوږي لرې نه شي؛ دا سې پریکړې به نتیجه ورنه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG