د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۰۷

د افغانستان د بېلابېلو مسالو په اړه نړېوال مطالب او مقالې


لویدیځو ورځپاڼو او خپرونو په خپلو وروستیو ګڼوکې د افغانستان د مختلفو مسالو په اړه مطالب او مقالې خپرې کړي دي.

انډیپنډینټ ورځپاڼې په افغانستان د ملکي وګړو د وژل کیدو په اړه په یوه مطلب لیکلي دي:

د متحده ایالاتو د پوځ عدلي سیسټم د هغو امریکايي سرتیرو په محاکمه کې پاتې راغلی چې؛ په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن شوي دي.

ورځپاڼه د بخښنې د نړېوال سازمان په حواله وايي، په افغانستان کې د ملکیانو د وژل کیدو ادعاوې څرنګه چې په کاردي، هغه شان نه دي څیړل شوي.

انډیپنډنټ وايي، د بخښنې نړېوال سازمان یا امنیستي انترنشل د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو په موده کې د امریکايي ځواکونو د هغو لسو عملیاتو په اړه څیړنه کړې چې ۱۴۰ ملکي افغانان په کې وژل شوي دي.

ورځپاڼه وايي، سره له دې چې د دغو وژنو په اړه شواهد هم موجود و، خو د یوې پیښې په اړه هم تحقیقات نه دي شوي.

امنسټي انټرنېشل انډیپنډینټ ورځپاڼه ته ویلي، له ۲۰۰۹میلادي کال راپدیخوا یوازې د ۶ امریکايي سرتیرو چې د ملکي افغانانو په وژلو تورن شوي، محاکمه شوې ده.

ورځپاڼه د بخښنې د نړېوال سازمان څخه په نکل وايي، د نړېوالو قوانینو له مخې د ملکیانو وژنه نه یوازې دا چې غیرقانوني عمل دی بلکه په جګړه کې په عمدي توګه د ملکیانو د وژل کیدو په صورت کې يې باید په اړه په بشپړه توګه او بې پرې تحقیقات ترسره شي.

خو د امریکا د دفاع د وزارت یوه ویاند ډیریک فروسټ انډیپنډنټ ته ویلي، امریکايي ځواکونو تراخري حده هڅه کوي چې ملکیانو ته مرګ ژوبله ونه رسیږي.

د نوموړي په وینا د دفاع وزارت د ملکي مرګ ژوبلې په باب ټول با اعتباره راپورنه جدي نیسي.

فارن پالیسي خپرونې د افغانستان د ملي یووالي د راتلونکې حکومت پر وړاندې د شته چیلنجونو او فرصتونو موضوع پورته کړې ده.

خپرونه وايي، د راتلونکې حکومت پر وړاندې ستونزې هم شته او دا فرصت هم لري چې خودکفا حکومتداري وکړي او اقتصاد ته وده ورکړي.

فارن پالیسي زیاتوي، اوس وخت رسیدلی چې هرافغان مشرله ګوندي اختلافاتو او شخصي ګټو تیرشي او د جمهوري له دواړو کاندیدانو سره لاس یو کړي.

د مطلب د لیکوال په خبره په دې باید تمرکز وشي چې د رایو له تفتیش وروسته کوم اړین کارونه وشي او د هېواد راتلونکې په پام کې ونیول شي.

فارن پالیسي لیکي، یوه موضوع چې د افغانستان راتلونکې ولسمشر باید پرې تمرکز وکړي هغه داده چې نوی حکومت باید د نوي نسل ځوانانو اقتصادي فرصتونه برابرکړي.

د خپرونې په وینا په فوري توګه دې دا ډاډ هم ترلاسه شي چې ټولې حکومتي ادارې له قانون سره سم فعالیت وکړي.

فارن پالیسي وايي، د راتلونکې حکومت په لومړیتوبونو کې باید د یوه اغیزمن ځواک جوړول، د حساب ورکونې د سیستم په چوکات کې ټولو ته په مساوي توګه د مالي منابعو برابرول او یوه با اعتباره او له نړیوال معیارونو سره برابر عادله قضايي سیستم چې وکولي شي په وخت سره شخړې هواره کړي ،جوړول شامل وي.

XS
SM
MD
LG