د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

"په تېرو ۵ کلونو کې ۱۱سوه افغانان د نړېوالو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي"


د بښنې نړیوال سازمان وايي چې د دوی څیړنې ښيي چې په تېرو پنځو کې په یوشمېر ولایتونو کې امریکايي او ناټوځواکونو د عملیاتو پر مهال له ملکي افغانانو سره ناوړه چلند کړی دی.

دې سازمان د دوشنبې په ورځ په کابل کې یو راپور خپور کړ او مسوولینو یې وویل، چې په تیرو څو کلونو کې یوولس سوه ملکي افغانان د امریکایي او ناټو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

دوی وایي، په تیرو پنځو کلونو کې یې یوازې د نړیوالو ځواکونه لس عملیاته څیړلي؛ چې په هغو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۰ بې ګناه افغانان وژل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د اسیا پسفیک برخې رییسې د "ریچارډ بنټ" وویل، چې د دوی د راپور تمرکز هم په دې دی، چې د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي کسان له عدالته لرې پاته دي:

"زموږ راپور په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عملیاتو له امله د ملکیانو د وژنې په برخه کې پر کمې حساب ورکوونې تمرکز کوي؛ موږ درک کړې، چې دغه پیښې د پیچلو شرایطو او حالاتو له امله شوي دي، زموږ تمرکز د هغو افغان قربانیانو په اړه دی؛ چې په تیارو کې له معلوماتو او عدالت نه لرې پریښودل شوي؛ موږ دا راپور اوس ځکه خپور کړ، چې بهرني ځواکونه له افغانستانه د وتو په درشل کې دي، موږغواړو، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته باید د حساب ورکوونې او عدالت کومه موضوع پاته نه شي."

یاد سازمان افغان حکومت ته سپارښتنه کوي؛ چې له ۲۰۱۴ کال وروسته دې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته لازم تدابیر ونیسي.

ولسمشر حامد کرزي هم د بښنې نړیوال سازمان د دې راپور هر کلی کړی دی.

د راپور د خپرېدو پر مهال د هغو کورنیو غړي هم حاضر وو؛ چې خپل خپلوان یې د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

"زما د ورور نوم نواب و. په ۱۳۹۱کال کې د ځانګړیو امریکايي ځواکونو له کوره وویست؛ نه ورسره ټوپک و، نه ورسره کومه وسله وه، یواځې کالي یې په تن وو، له پنځو میاشتو وروسته مو یواځې د هغه د لمنې یوه ټوټه پیدا کړه او همدارنګه مو د خپل ورور هډوکي پیداکړل."

آیساف بیا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي؛ دوی به د ملکیانو د وژنې د هر هغه معتبر راپور په اړه څیړنه وکړي؛ چې تخنیکي شرایط اجازه ورکړي.

آیساف ویلي، په تیره یوه کال کې د نړیوالو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملکیانو وژنه ۷۷ فیصده کمه شوې او دوی هڅه کوي؛ چې د عملیاتو پر مهال د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG