د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۳۸

تحصن کوونکي: د لوګر ښاروال باید له دندې ګوښه شي


د لوګر ولایت په لسګونو اوسیدونکو او د مدني ټولنو ځینوغړیو د یکشنبې په ورځ تحصن کړی.

له یوې ورځې مظاهرې وروسته، د یکشنبې په ورځ د لوګر ولایت په لسګونو اوسیدونکو او مدني فعالانو د دغه ولایت د ښاروالۍ مخې ته خیمې وهلي او د ښاروال او والي په ضد یې اعتراض کړی دی.

دوی د لوګر پر والي او ښاروال تورلګوي چې د سیمې ځیني شنې ساحې یې په غیرقانوني توګه یوشمطر خلکو ته ورکړي چې؛ لوړپوړې ودانۍ په کې جوړې کړي.

ځینو اعتراض کوونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې؛ د لوګر والي او ښاروال دې له دندو لیرې او پر یادو دولتي ځمکو دې د لوړپوړو ودانیو د جوړولو کار ودروي.

عبدالباقي او امیرحق راشد ازادي راډیو ته وویل:

"۱- ښاروال غواړي چې د لوګر ولایت د شنې سیمې ساحه تبدیل کړي او بلند منزل په کې جوړ کړي. موږ غواړو چې قضایي ارګانونه دې فیصله وکړي؛ ترڅو فیصله شوی نه وي، موږ ورته د ابادولو اجازه نه ورکوو.

۲- یواعتراض مو په شنې ساحه دي؛ بل اعتراض پرښاروال دی چې باید له دندې ګوښه شي."

اعتراض کوونکو دا هم ویل، کومه ځمکه چې ښاروال یې په تجارتي ساحه کې شاملوي؛ د افغانستان د پخواني جمهورريیس محمد داوود په واکمنۍ کې

شنې سیمې ته ځانګړې شوې وه.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي اکبر ستانکزي هم تاییدوي؛ چې د دې ځمکې په مساله کې درغلۍ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې، همدې اعتراض کوونکو تېره ورځ د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د والي او ښاروال پرضد مظاهره هم کړې وه.

بلخوا د لوګر والي او ښاروال ازادي راډیو ته وویل؛ دا ادعا بې بنیاده ده او ځینې خلکو د دوی پرضد توطئه جوړه کړې ده.

د لوګر والي نیازمحمد امیري وویل، د ولسي جرګې غړی اکبر ستانکزی د خپلو شخصي ګټو په خاطر د ده پرضد یوشمېر خلک لمسولي دي:

"دا د ولسي جرګې د غړي اکبر ستانکزي توطیه ده او زه داسې اسناد لرم چې ثابتولی یې شم."

امیري وویل، هغه ځمکه چې اعتراض کوونکي یې شنه ساحه بولي اوس له پلان سره سمه د اوسیدو پرسیمه اوښتې ده.

په عین وخت کې د لوګر ښاروال خان محمد الفت هم پرځان لګیدلي تورونه بې بنیاده ګڼي:

"اکبرستانکزی غواړي بلند منزل جوړ کړي؛ ځمکې غواړي، خو کله چې موږ د هغه غیرقانوني کارونه نه کوو. خلک تحریکوي."

په همدې حال کې د ملی شورا د دواړو جرګو یوشمیر غړیو او د لوګر ولایت ځینو اوسیدونکو په یوې ناسته کې د والي څرګندونې پرځای بللي دي.

په افغانستان کې د ځمکو پرسر د حکومت او خلکو ترمنځ لانجه څه نوې خبره نه ده؛ بلکې له دې وړاندې په یوشمیر نورو سیمو کې هم د خلکو له خوا ورته اعتراضونه شوي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG