د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۱۴

کاندیدان وايي پر ګډې اعلامیې یې عملي کار پیل کړی دی


د جمهوري ریاست د انتخاباتي ټیمونو مسوولین وايي؛ د شنبې په ورځ به د دواړو کاندیدانو له خوا د خپرې شوې سیاسي توافقنامې د جزیاتو د چوکاټ په اړه یو ګډه کمېټه په خپل کارپیل وکړي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو اوهمپالنې انتخاباتي ټیم غړي وايي؛ یاده کمېټه به په لومړي سر کې د ملي وحدت حکومت د رامنځته کېدو په جزیاتو خبرې وکړي.

د دې ټیم یوه غړي فضل الرحمان اوریا د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ دغه کمېټه به ډیرژر د سیاسي توافق په چوکاټ کې یوه مسوده هم ترتیب کړي.

"یوه ګډه کمېټه جوړه شوې، یاده کمېټه د سیاسي توافقنامې د اجزاوو په چارچوپ باندې کار کوي؛ دوی به ډېر ژر د سیاسي توافق په اډانه کې یوه مسوده تنظیم او برابره کړي، چې اصلي هسته به یې د ملي حکومت جوړېدا او د سیاسي توافقنامې په نورو اجزاو باندې کار کول وي؛ کله چې د مسودې اجزا وې بشپړې شي؛ نو بیا به خلکو ته اعلان شي."

ښاغلي اوریا وویل چې، د دې کمېټې ټول غړي به افغانان وي، خو په تخنیکي برخه کې به یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نماینده ګۍ او د دواړه انتخاباتي ټیمونو غړي همکاري کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست کاندیدانو اشراف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په منځګړیتوب د جمعې په ورځ په یوې درې مادیزې سیاسي توافقنامې لاسلیک وکړ.

دواړو کاندیدانو د جمعې په ورځ وویل؛ د همدې اعلامیې له مخې دواړه انتخاباتي ټیمونو به په ګډه د رایو د تفتیش کارونو پر مخ وړي.

د اشراف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او دوام انتخاباتي ټیم غړی وايي؛ د رایو د تفتیش له بشپړېدو سره سم به یاد ه کمېټه یوه ګډه سیاسي اعلامیه هم خپره کړي.

د تحول او دوام د انتخاباتي ټیم غړي طاهر زهیر وايي؛ د دې اعلامیې په اساس به دواړه ټیمونه د هېواد ملي ګټو لپاره کارو کړي:

"دغه ګډ ټیم به په لومړي سر کې د سیاسي توافق د جزیاتو په اړه خبرې وکړي؛ یعنې د موافقتنامې په سیاسي بعد به کار وکړي؛ یو شمېر نور مسایل هم شته چې دغه مسایل زیاتو خبرو او بحثو ته اړتیا لري."

له دې وړاندې هم د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب د ملي وحدت حکومت پر جوړېدا موافقه کړې وه.

عام خلک او کار پوهان په دې نظر دي چې؛ دواړه کاندیدان دې کوښښ وکړي، هر څومره چې ژر کېدای شي رایو تفتیش دې بشپړه کړي؛ تر څو د هېواد سیاسي سرنوشت معلوم شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG