د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

ایساف: افغانستان او پاکستان باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي


په افغانستان کې میشت آیساف ځواکونه وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې باید د درې اړخیزو خبرو له لارې هوارې شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي؛ چې په دې وروستیو کې افغانستان او پاکستان یو بل د تروریزم په ملاتړ تورن کړل.

په کابل کې د آیساف د عمومي قومندانۍ مرستیال کارسټین جکوبسن وایي؛ افغانستان او پاکستان له دې وړاندې هم یو بل د تروریستانو په ملاتړ تورن کړي.

جکوبسن د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې دوی په درې اړخیزو غونډو کې تل پاکستاني چارواکو ته ویلي؛ چې د تروریزم ملاتړ د هیچا په ګټه نه دی.

"تل افغان حکومت د پاکستان او پاکستان د افغان حکومت پر ضد ځینې ادعاوې کړي دي؛ خو مهمه دا ده، چې په درې اړخیز چوکاټ کې باید خبرې دوام وکړي؛ موږ پاکستانیانو ته ویلي، چې تروریزم د یوه زهرجن مار په څیر دی او مار هرې خواته زیان رسوي، هیڅوک باید د تروریستي فعالیتونو ملاتړ ونه کړي."

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې څو ورځې وړاندې د افغان حکومت یوې امنیتي سرچینې له خبریالانو سره داسې ویډیو شریکه کړه؛ چې د سنګین په جګړه کې د طالبانو په ملاتړ د پاکستاني ملیشو حضور په ډاګه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم په خپله وروستۍ غونډه کې وویل؛ چې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې د پاکستاني جنګیالیو او سلاکارانو موجودیت د اندیښنې وړ دی.

دغه اندیښنې په داسې حال کې ښودل کیږي؛ چې په دې وروستیوکې په هلمند، ارزګان او ننګرهار ولایتونو کې سلګونه طالبانو په امنیتي پوستو حملې وکړې.

آیساف وایي، دا حملې د طالبانو د فعالیتونو د زیاتیدو په معنی نه دي؛ بلکې په خبره یې طالبان غواړي، چې په افغان ځواکونو حملې ډیرې کړي او دا ځواکونه کمزوري وښیي.

خو په ورته وخت کې د آیساف د قومندانۍ مرستیال کارسټین جکوبسن ډاډ څرګندوي؛ چې دوی په داسې حال کې له افغانستانه وځي؛ چې تر شا پیاوړي افغان ځواکونه پریږدي.

"موږ د مجبوریت له مخې له افغانستان نه وځو؛ بلکې د دې لپاره وځو، چې زموږ وتو ته زمینه برابره شوې؛ هغه دا چې افغان ځواکونه چمتو شوي دي؛ همدا لامل دی، چې موږ خپل ځواکونه او وړتیاوې کموو، دا هغه پرمختګ دی، چې د افغان ځواکونو د بریالیتوب په وسیله ترلاسه شوی دی."

د طالبانو وروستیو ډله ییزو حملو ته په کتو په دې وروستیو کې داسې اندیښنې وښودل شوې؛ چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته ممکن د وسله والو مخالفینو فعالیتونه ډیر او ځینې سیمې بیرته ونیسي.

خو آیساف وایي، افغان ځواکونه د هر ډول ګواښونو د دفعې وړتیا لري او د دوی له وتو وروسته به امنیتي خلا رامنځ ته نه شي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG