د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۳۱

"د انتخاباتي بحران اوږدېدل به د افغانستان ستونزې زیاتې کړي"


وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د روان کړکېچ د حل لپاره امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري د هڅو په اړه یو مطلب خپور کړی.

د مطلب په یوه برخه کې راغلي چې ښاغلي کري د دریو اونیو په اوږدو کې دوه ځلې افغانستان ته سفر وکړ. په لومړي سفر کې یې هڅه وکړه د کاندیدانو ترمینځ په موافقه کې منځګړتوب وکړي؛ چې هدف یې دا و، چې دواړه د انتخاباتو نتایج ومني او افغانستان ژر تر ژره یو ولسمشر ولري؛ خو وال سټریټ ژورنال زیاتوي، هغه توافق چې د ښاغلي کري په لومړي سفر کې ترلاسه شو نازک و؛ خو دا ځل دا موافقه پیاوړې او غښتلې ده.

ورځپاڼه زیاتوي د کري منځګړتوب بې نتیجې نه و؛ خو پوښتنه دا ده چې آیا د افغانستان نوی ولسمشر به په ټاکلي نېټه پر دنده پیل وکړي؛ کنه ځکه د دې بحران اوږدېدل به د افغانستان ستونزې زیاتې کړي.

وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکې چې؛ په افغانستان کې د انتخاباتو هدف دا و، چې د افغانستان سیاسي راتلونکې ډاډمنه او په دې هېواد کې ثبات ټینګ شي، خو برعکس بې باوریو او مخالفتونو په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې دي افغانستان له یوه نوي بحران سره مخامخ کړ.

د ورځپاڼې په وینا له دې ټولو ستونزو سره سره لویدیځ ډيپلوماتان لاهم هیله لري چې؛ نوی افغان ولسمشر به په راروانه سپټمبر میاشت کې د ناټو له هغې غونډې مخکې لوړه وکړي چې؛ په افغانستان کې د ناټو د پوځي ځواکونو د حضور د دوام مساله په کې مطرح کېږي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي؛ که چېرته د امریکا د بهرنیوچارو د وزیر هڅې مطلوبه نتیجه ورنه کړي؛ ښايي افغانستان له زیاتو ستونزو سره مخامخ شي.

ورځپاڼه لیکي، په لومړي ګام کې له افغانستان سره د امریکا او ناټو د پوځي مرستو او د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو دوام تر ډېره حده د افغانستان د انتخاباتو د روان بحران له چټک حل سره تړلی دی او په دوهم ګام کې ولسمشرحامدکرزي له امریکا سره امنیتي تړون نه دی لاسلیک کړی او امریکا او ناټو تمه لري چې د افغانستان نوی ولسمشر به ډېرژر په کار پیل وکړي څو دا تړون لاسلیک کړي او دوی په افغانستان کې خپل راتلونکی ماموریت، حتی که ډېر محدود هم وي وټاکي.

واشنګټن پوسټ د امریکايي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي یاد شوي لیکي چې واييؤ د افغانستان د انتخاباتو د بحران حل په حقیقت کې د ولسمشرۍ د کاندیدانو له نیت او غوښتنو سره تړلی او دواړه کاندیدان باید په دې برخه کې په ښه نیت سره ګام واخلي.

د ورځپاڼې په وینا امریکا او ناټو اندېښنه لري چې ښايي کاندیدان د قدرت د وېش پرسر موافقې ته ونه رسېږي او په افغانستان کې به داسې یوه سیاسي تشه رامینځ ته شي چې د رایو د تفتیش بهیر به بې ګټې کړي او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په مرستو کې به د بدلون باعث شي، نو ځکه واشنګټن پوسټ د مطلب په پای کې لیکي چې د افغانستان د انتخاباتو د بحران دوام د نړیوالې ټولنې د صبر کاسه نوره نو نسکوره کړې ده.

XS
SM
MD
LG