د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۰۱

افغانستان

پر کونړ د ډیورند کرښې له هغې غاړې ۹۵ توغندي توغول شوي

د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وايې، چې له تیرې شپې څخه د نن ترلسو بجو پورې د ډیورند کرښې له هغې غاړې څخه ۹۵ توغندي په دې ولایت توغول شوي دي.

د دې ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډیوته وویل، چې دغه توغندي په دانګام او شیګل ولسوالیو کې لګیدلي خو مرګ ژوبله نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د پاکستاني ځواکونو د لاسوهنو په اړه د افغان حکومت اندیښنې زیاتې شوي او روانه اونۍ د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ملګرو ملتونو د نقدو پیسو پنځمه کڅوړ؛ ۳۲ ملیونه ډالر افغانستان ته ورسېدل

ډالر

د بشری مرستو په دوام، ۳۲ میلیونه ډالر نقدی پیسې افغانستان ته انتقال شوې.

د افغانستان بانک له لوري په دې اړه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام، پرون دوشنبه ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر کابل ته انتقال او د افغانستان نړیوال بانک «AIB» ته وسپارل شوې.

د افغانستان بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، یاد بانک د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لامل کېږي.

له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام دا د نقدو پیسو د مرستی پنځمه کڅوړه ده چې د عقرب میاشتی له وروستۍ اوونۍ راپدېخوا هره اوونۍ افغانستان ته انتقال او د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل کېږی.

که څه ملګرو ملتونو ویلي و چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره به له دې وروسته او د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتۍ، هره اوونۍ نږدې ۲۰ ملیونه امریکایی ډالر افغانستان ته انتقالوي خو په تېرو دوو اوونیو کې دغه پیسې افغانستان ته نه وې سپارل شوې چې اوس دا دی ویل شوي ۳۲ ملیونه ډالر یوځای وسپارل شوې.

د سوداګرۍ خونه د طالبانو له حکومته غواړي چې د سوداګرو بانکي ستونزې حل کړي

بانک ته د خلکو ولاړ کتارونه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د طالبانو له حکومته غواړي چې د افغان سوداګرو بانکي ستونزې هوارې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې خونې مرستیال محمد یونس مهمند او ګڼو سوداګرو یاده غوښتنه د افغانستان بانک له رئیس سره په لېدنه کې کړې.

په خبر پاڼه کې د ښاغلی مهمند له خولې ویل شوي چې افغان سوداګر د بانکي ستونزو له امله په منظم او عادي ډول سوداګري نه شي کولي.

د افغانستان بانک رئیس له سوداګرو سره ژمنه کړې چې هڅه به وکړي ترڅو ډېر ژر د سوداګرو بانکي ستونزې هوارې کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راورسته په ټول افغانستان کې د بانکونو فعالیته له ستونزو سره مخ شوي او دې چارې د عامو افغانانو ترڅنګ، سوداګر او پانګه وال هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

مسؤلین: د سالنګ پر لار د پېښو په وړاندې د اقدام لپاره ۱۳ مرکزونه جوړ شوي   

د سالنګ لویه لار

د طالبانو حکومت د ټول­ګټو وزارت وايي، د سالنګ پر لویه لار د پېښو په وړاندې د اقدام لپاره ۱۳ مرکزونه جوړ شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد اشرف حق­شناس پرون په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:"د ژغورنې دغه محلات یا د اضطرار اتاقونه په ژمنیو تجهیزاتو مجهز دي. ګران هېوادوال کولای شي د لویې لارې د تړل کېدو، توفان او واورې ښویېدو په صورت کې، زموږ دغسې یوه مرکز ته ځان ورسوي."

هرکال د ژمي پر مهال پر سالنګ درنه واوره اوري چې زیات وخت د دې لار د تړل کېدو سبب کېږي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې پرون وویل چې دغه لار د ۳۰ ساعتونو له تړل کېدو وروسته د سورلیو د موټرو پرمخ پرانیستل شوه.

نن په اوسلو کې د طالبانو په ګډون د ناستو دویمه ورځ ده

طالب پلاوی

نن د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د طالبانو په ګډون د ناستو دویمه ورځ ده.

طالبانو ویلي چې پرون یې له یو شمېر بهر مېشتو افغان فعالانو سره رغنده خبرې وکړې.

اخوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ او د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له خپلو همکارانو سره اوسلو کې دي.

دوی او اروپايي استازي به نن او سبا له طالبانو سره غونډې ولري.

طالبان وایي له امریکايي او اروپايي ډیپلوماټانو سره به د کنګل شویو پیسو د خلاصون او مرستو په اړه وغږیږي.

د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پرون ویلي چې له طالبانو سره به د خپلو اندېښنو او د با ثباته، ټولشموله او د حقونو احترام لرونکي افغانستان په اړه د پرانېستو سترګو ډیپلوماسي مخته وړي.

هېدر بار: د ښځو د حقونو دوه فعالانې باید ژر تر ژره خوشې شي

هېدر بار

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشره وايي چې د ښځو د حقونو دوه فعالانې پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني باید ژر تر ژره خوشې شي.

هیدر بار بېګا په خپل ټوېټر باندې دا خبره لیکلې ده.

هغې ویلي:" له چهارشنبې راهیسې دا دوه افغانې فعالانې ترۍ تمې دي طالبان که څه هم دا ردوي چې هغوی ورسره دي خو د ځای د معلومولو لپاره یې هم هېڅ پلان نه ورکوي."

هیدر بار د امریکا د خاص استازي توماس وېسټ په وروستي بیان هم انتقاد کړی چې ویلي یې دي ،له طالبانو سره د پرانیستو سترګو ډیپلوماسي کوو.

بار نیوکه کړې چې ولې د پرانیستو سترګو په دې ډیپلوماسي کې د ښځینه معترضینو د یرغمل نېونې په تړاو غږ نه پورته کېږي.

طالبان د ښځو د حقونو د دوو فعالانو پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني په بندیانولو باندې تورن شوي.

د طالبانو ویاندویانو بیا دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دا ښځې دوی نه دي بندیانې کړي.

داعش په هرات کې د وروستي مرګوني برید مسؤلیت ومانه

هرات کې وروستۍ چاودنه

داعش یا اسلامي دولت ډلې په هرات کې د یوې مرګونې حملې مسؤلیت منلی دی.

برید د شنبې په ورځ شوی وو او داعش یې پرون مسؤلیت ومانه.

رویټرز راپور ورکړ چې داعش ډلې پرون ناوخته په خپل ټلګرام پاڼه کې د دې برید مسؤلیت ومانه.

د شنبې په ورځ د هرات په حاجي عباس ښارګوټي کې چې عمدتاً شیعه ګان په کې اوسي په یوه موټر باندې د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه.

د هرات د چارواکو په خبره په دې برید کې شپږ کسان وژل شوي.

په وژل شویو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

د طالبانو حکومت: د وروستیو طبیعي پېښو قربانیانو ته مو مرستې رسولي

په بادغیس کې وروستۍ زلزله

د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د وروستیو اورښتونو او نورو طبیعي پېښو قربانیانو ته یې مرستې رسولي.

د دې وزارت چارواکي وايي چې د بهرنیو ملاتړو پر همکارۍ د وروستیو طبیعي پېښو قربانیانو ته د نقدي پېسو تر څنګ خوراکي توکي هم رسولي.

ددې وزارت مالي او ادارې مرستیال عنایت الله شجاع وایي:" د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر د هدایت پر بنسټ د طبیعي پېښو له امله د هر شهید کورنۍ سره ۵۰ زره افغانۍ، زخمي سره ۲۵۰ زره افغانۍ او هغه کسان چې کورونه یې وران شوي ۳۰ زره افغانۍ نقدو پېسو مرستې شوې دي، دغه وزارت د همکارو موسسو په همکارۍ شااوخوا ۱۵ زره کورنیو سره چې د طبیعي پېښو زیانمن شوي مرستې کړي. "

د نوموړي په خبره، هغه کسان چې په وروستیو پېښو کې ګیر پاتې وو د ژغورنې لپاره یې د دفاع وزارت له هلیکوپټرو هم کار اخیستل شوی او دا چاره به راتلونکي کې هم دوام ولري.

د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې وروستیو طبیعي پېښو د جدي میاشتې له ۱۳ مې نېټې راپدېخوا ۴۲ کسان وژلي او ۷۶ نور یې ټپیان کړي دي، او دغه شان یې شااوخوا ۲۰۸۴ کورونه ويجاړ کړي دي.

ملګري ملتونه: په کابل کې سخت ژمي د ګڼو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړی

ارشیف؛ بې وزله ماشوم

په داسې حال کې چې په ناروې کې د افغانستان پر بشري وضعیت بحث کېږي، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا «UNFPA» وايي په کابل کې د بې وزلۍ او سخت ژمي له کبله د ګڼو کسانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

دغې ادارې نن په ټویټر کې لیکلي د خلکو د نفوس زیاتوالی، بې وزلي، د خلکو بې ځایه کېدل او د هوا سوړوالی زیات شوی چې ورسره د خلکو زیان ګالل او روغتیايي ستونزې هم زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، دوی په افغانستان کې مېندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او ځوانانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ملاتړ کوي.

تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو نورو ادارو د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې بشري مرستو ته د ملیونونو افغانانو د اړ کېدو په باب څرګندونې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د ناروې پلازمېنه اوسلو نن د هغې درې ورځنۍ غونډې کوربنه ده چې د طالبانو استازي په کې له اروپايي، امریکايي او نورو سازمانونو له استازو سره خبرې کوي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې غونډه کې به د نورو موضوعاتو ترڅنګ افغانستان کې د بشري وضعیت څېړل او پرتو ستونزو ته د حل لارو په اړه خبرې او بحثونه وشي.

د روغتیا سازمان: په افغانستان کې مو د 'کووېډ-۱۹' په برخه کې هڅې پراخې کړي

د افغان جاپان روغتون

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اروپايي ټولنې په مرسته یې په افغانستان کې له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د افغانانو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې پراخې کړي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان یا «WHO» څانګې نن په ټویټر کې لیکلي چې دوی په ۳۴ ولایتونو کې له'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د خلکو د خوندیتوب لپاره خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

د دې سازمان په خبره دوی د څارنې، تشخیص، د ولایتي روغتونونو د تقویې او د ناروغیو د کنټرول مرکزونو ته د اسانتیاوو برابرولو هڅه کوي.

رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د کرونا وبا له پیله د کرونا ویروس یو لک او شپېته زره مثبتې پېښې او په دې ویروس د ۷۳۹۰ کسانو مړینه ثبت شوې ده، خو متخصصان وايي واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

د کندهار سوداګرۍ خونه: د تېر کال پرتله د انځرو صادرات دوه برابره شوي

انځر

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې ۲۳۴۶۶ ټنه انځر له هېواده بهر صادر شوي دي.

د دې خونې عامل رئیس عبدالباقي نن یکشنبې( د سلواغې په ۳مه) ازادي راډيو ته وویل، د سږکال په تېرو ۹ میاشتو کې د وچو انځرو صادرات د تېر کال د ورته وخت پرتله دوه برابر ډېر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلومات پر بنسټ د تېر کال په ۹ میاشتو کې ۱۰۷۱۹ ټنه انځر صادر شوي وو.

ښاغلي عبدالباقي وویل، له انارو او انګورو وروسته انځر د کندهار درېیمه مېوه ده چې تر ډېره د پاکستان له لارې هند ته صادریږي.

کندهار، هرات، هلمند، فاریاب او بلخ هغه ولایتونه دي چې د انځرو حاصلات په کې ډېر دي.

 د اقینې بندر له لارې صادرات او واردات ۴۰ سلنه کم شوي 

د اقینې بندر

د فاریاب د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په تېرو ۵ میاشتو کې د اقینې بندر له لارې صادرات او واردات د تېر کال د لومړیو میاشتو پرتله ۴۰ سلنه کم شوي دي.

د دې خونې مرستیال عبدالرشید غیاثي نن یکشنبې( د سلواغې په ۳مه) ازادي راډیو ته وویل، د یاد ولایت د سوداګرو واردات لکه اوړه، غوړي، تېل، ګاز او نور الکترونیکي وسایل دي او شیرین بویه، ممیز، پیاز او کچالو د اقینې بندر له لارې صادرېږي.

د ښاغلي غیاثي په وینا، ترکمنستان، ترکيې او ځینو نورو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته د اقینې بندر له لارې صادارات او واردات کېږي.

نوموړي زیاته کړه، که له بانکونو د افغان سوداګرو د پیسو ترلاسه کولو ستونزه حل شي، سوداګري به د پخوا په څېر بېرته ښه شي.

په افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په دغه هېواد کې د بانکونو فعالېتونه غیرعادي شوي دی چې خلک او سوداګر یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

د سالنګ مسؤلین: دا لویه لار له ۳۰ ساعته بندېدو وروسته پرانیستل شوه

د سالنګ لویه لار

د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې مسؤلان وايي، دا لویه لار له ۳۰ ساعته بندېدو وروسته اوس د سپرلیو موټرو ته پرانیستل شوې ده.

د دې ادارې رئیس عبدالله عبید نن سهار ازادي راډیو ته وویل:" دا لویه لار د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه، د اوس لپاره کومه ستونزه نه شته، له ټیلري موټرو پرته لاره ټولو مسافروړونکو او باري وسایطو ته پرانیستې ده."

د سالنګ لویه لار د شدیدې واورې او توپان له کبله دوه شپې وړاندې بنده شوې وه خو په تېرو ۳۰ ساعتونو کې د واورې د پاکولو د عملیاتو او د هوا د بدلېدو له کبله بېرته پرانیستل شوې ده.

تر نن سهاره په جنوبي سالنګ کې باد چلېده خو په دواړو سالنګونو کې اسمان شین دی.

مسؤلین: په وروستیو دوو اوونیو کې ۳۸ تنه په طبیعي پېښو کې مړه شوي

ارشیف؛ سالنګ

د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د دولت وزارت وايي چې په وروستیو دوو اوونیو کې ۳۸ تنه په طبیعي پېښو کې مړه شوي او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

دغه وزارت پرون شنبې وویل چې دا کسان لږترلږه په ۱۰ ولایتونو کې د زلزلې، باران او د واورو د ښویدو په پایله کې مړه شوي یا ټپیان شوي دي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د دولت وزارت همداراز ویلي چې د وروستیو طبیعي پېښو له کبله شاوخوا ۸ زره کورونه ویجاړ شوي دي.

د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په بادغیس کې دوو زلزلو شاوخوا ۳۰ تنه مړه او لسګونه نور ژوبل کړل.

مسؤلین: د هرات-بادغیس پر لار هغه مسافر ژغورل شوي چې واوره کې ایسار وو

ارشیف؛ د سالنګ لویه لار

د طالبانو چارواکي وایي چې د هرات-بادغیس پر لویه لار هغه مسافر ژغورل شوي چې واوره کې ایسار پاته وو.

د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د سبزک کوتل په سیمه کې بند دغه کسان د دوی د اړوندو مسؤلینو او د خلکو په مرسته ژغورل شوي او لار هم د تګ را تګ لپاره خلاصه شوې ده.

د دغو مسافرو شمېر ۲۰ تنه ښودل شوی و چې پرون یې موټر د واورو په توپانونو کې بند شوي وو.

طالبان لا هم وایي چې د ښځینه فعالانو د نېول کېدو په اړه خبر نه دي

د ښځو د حقونو فعالانې

په داسې حال کې چې په کابل کې د دوو ښځینه فعالانو په توقیفېدو نړیوالې ټولنې اندېښنې ښودلي، خو طالبان لا هم وایي چې پر دې پېښې خبر نه دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون فرانس پرېس اژانس ته ویلي:" موږ هم کابل کې د ځينو ښځو د توقيفېدو خبر اورېدلی او له ټولو امنیتي ارګانونو سره په تماس کې شوي یو، خو هېڅ ښځه توقیف شوې نه ده، ځیني وخت متاسفانه یو شمېر ښځې د دې لپاره داسې اوازې خپروي چې لوېدیځو هېوادونو کې پناه واخلي."

ښاغلي مجاهد بیا فرانس پرېس ته ویلي، دوی د هغو معترضانو د ځپلو او زنداني کولو حق لري چې قانون تر پښو لاندې کوي.

د بښنې نړیوال سازمان وړمه ورځ له طالبانو وغوښتل چې د ښځینه زندان د یوې لوړپوړې ښځینه کارکوونکې د توقیف په اړه څېړنه وکړي او که له دوی سره وي، خوشې دې کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG