د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۱۱

په افغانستان کې د اوسني ناارامه وضعیت لامل څه دی؟


د افغانستان یوه امنیتي منبع وایي، په دې هېواد کې اوسني سیاسي وضعیت د دې سبب شوی چې مخالفین خپل فعالیتونه زیات کړي.

دا منبع چې د نوم له ښودلو ډډه کوي وایې چې د هېواد د اوسني ناارامه وضعیت لامل، انتخاباتي جنجالونه دي.

په عین حال کې افغان کارپوهان هم تاییدوي چې انتخابات د ټولو ناکراریو لامل دی.

که څه هم افغان حکومت دا نه مني چې وسله وال مخالفین د افغان ځواکونو پر وړاندې د پخوا په نسبت قوي شوي خو یوه امنیتي منبع وایې چې مخالفین هڅې کوي چې د هېواد له اوسني سیاسي وضعیت څخه ډیره ګټه پورته کړی.

دا منبع چې د ځان له ښودلو ډډه کوي ازادۍ رادیو ته وویل، چې په هېواد کې د روانو ناامنیو عمده علت، انتخاباتي جنجالونه دي.

د سیاسي او پوځي چارو ځیني افغان پوهان وایې، د هېواد د ناامنیو مسئولیت د موجوده حکومت او د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو پرغاړه دی.

د پوځي چارو څیړونکي جنرال عتیق اله امرخیل د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادۍ رادیو ته وویل:

″اوس چې د کاندیدانو ترمنځ کړکېج روان دی، جمهور رییس شته، قانون نه پلي کېږي، ملامتي واضح ده.

دواړه کاندید که قانون ته غاړه نه ږدي، قضا،څارنوالۍ باید مراجعه ورته وشي.

زورچلول خو هرومرو پر وضعیت منفي اثر کوي.″

ویل کېږي چې د انتخاباتو د پروسې غځیدلو او په هېواد کې یو

ناڅرګند وضعیت، ګاونډیو هېوادونو او په تیره ایران او پاکستان ته دا موقع ورکړې چې په خلاص مټ د هېواد په چارو کې مداخله وکړي.

یوې افغان امنیتي منبع ویلي چې؛ له وسله والو طالبانو څخه د پاکستان ملاتړ د پخوا په نسبت زیات شوی دی.

دا منبع زیاتوي چې که انتخاباتي جنجالونه، نه وای او کاندیدان له ځانځانیو تیر شوی وای، د هېواد امنیتي وضعیت به دومره اندیښمن شوی نه وای.

په عین حال کې د سیاسي چارو ځیني پوهان خبرداری ورکوي چې که د هېواد وضعیت له دی هم خراب شی، مسئولیت به یې د موجوده حکومت او د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو پرغاړه وي.

د دې کارپوهانو له جملې، د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی وایې:

″د هېواد په اوسنی امنیتي شرايطو کې چې خلک وژل کېږي، درجه اول مسئول یې موجوده حکومت او دوه کاندیدان دي. کاندیدان دې هره ورځ نوې نوې لانجې نه جوړوي.″

ځیني کارپوهان دا هم وایې چې په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو د حملو د زیاتوالي علت، د منځني ختیځ لانجو ته د نړېوالې ټولنې مخه کول دي.

دوی دا هم وایې ممکن له دوه زره پنځه لسم میلادي کال وروسته نړېواله ټولنه افغانستان ته زیاته توجه ونه کړي.

دوی له افغان حکومت او د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو غواړي چې د ځانځانیو پرځای دې د هېواد وضعیت او ملي یووالي ته پام وکړي.

راپور: خان محمد ″سنید″

XS
SM
MD
LG