د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

د امریکا دفاع وزیر وایي، له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ یوو


د امریکا دفاع وزیر دا وړاندیزونه رد کړل چې؛ له افغانستانه دې د امریکایي ځواکونو د وتلو پرمهالویش له سره غور وشي.

چک هیګل پرون د جرمني په شتوتګارت کې د امریکا- اروپا په مرکزي قومانداني کې له یو شمېر پوځي چارواکو سره وکتل او ویې ویل، چې امریکایي پوځیان باید له افغانستانه په ۲۰۱۶ کې د وتلو پر پروګرام بیا فکر وکړي او پریږدي چې قوماندانان د افغانستان له شرایطو سره سم پریکړه وکړي.

هیګل وویل، ولسمشراوباما پریکړه کړې ده چې په افغانستان کې د پوځیانو شمیر د ۲۰۱۵ کال تر اخره ۵۰۰۰ زرو ته راښکته کړي او د ۲۰۱۶ کال په پای کې یوازې زر عسکر د امریکایي ادارو د ساتنې لپاره پریږدي.

د امریکا دفاع وزیر کانګرس ته تیره میاشت هم ویلي وو چې قوماندانان دا غوښتنه لري چې له افغانستانه دې د پوځیانو د وتلو لپاره ځانګړې نیټه نه ټاکل کیږي چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه به امریکایي عسکر وځي. قوماندانان غواړي چې د سیمې له حالاتو سره سم دې بیا پر دغو پریکړو غور وشي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزیف ډانفورډ مخکې ویلي و چې د یاغیانو ګواښونه او د افغان ځواکونو ظرفیتونو ته باید وکتل شي او بیا پریکړه وشي.

چک هیګل د چهارشنبې په ورځ په جرمني کې وویل، قوماندانان هر وخت د شرایطو خبره کوي او د همدې لپاره موږ هم پر دغه اساس مخته تللي یوو او له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پریکړه شوې ده.

د امریکا دفاع وزیر په خپلو خبرو کې په کابل کې د سې شنبې د ورځې پیښې ته اشاره وکړه چې پکې یو امریکایي جنرال ووژل شو، ده وویل چې داسې پیښې به امریکا ونه ویروي څو له هغو ژمنو په شا شي چې له افغانستان سره یې کړې دي.

د سې شنبې په ورځ یو افغان عسکر په پوځي اکاډیمي کې پر بهرنیو پوځیانو ډزې وکړې چې په کې امریکایی جنرال هارلډ ګریني ووژل شو.

په دې پیښه کې یو جرمني او یو افغان جنرال ټپیان شول او یو شمیر نور بهرني پوځیان هم ژوبل شول.

هیګل وویل، ما د متوفی جنرال کورنۍ ته د خواخوږۍ یاداښت ولیکه او کله چې تاسو څوک له لاسه ورکوئ هغه اسانه نه وي.

تر پیښې وروسته په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي یوه پخواني مرستیال مارک جاکوبسن چې اوس د امنیت په برخه کې د یوې خصوصي پروژې جګپوړی سلاکار دی، وویل چې د افغان سرتیرې له لورې پر امریکایي همکارانو بریدونه د جدي اندیښنې وړ دي.

خو د امریکا دفاع وزیر وویل، دغه پیښه به زموږ پرهغې پریکړې اغیز ونه کړي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم په افغانستان کې پوځیان ولرو.

XS
SM
MD
LG