د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۱۳

د ناټو عمومي منشي راسموسن نن کییف ته ځي


د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ناټوعمومي منشي اندرس فوګ راسموسن به نن کییف ته راشي.

دا سفر په داسې وخت کې کیږي چې مسکو د اوکراین له سرحدونو سره خپل ځواکونه زیاتوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل، د راسموسن سفر د اوکراین د ولسمشرپیترو پوروشینکو په بلنه ترسره کیږي او هدف یې د ناټو او اوکراین د همکارۍ د جوړیدونکې غونډې څیړل دي.

پرون ناټو خبر ورکړ، چې د اوکراین له پولو سره د روسیي پوځيانو شمېر شاوخوا شل زرو ته زیات شوی دی.

د ناټو ویاندې اونا لانګیسکو وویل، چې مسکو ښایي د بشري مرستو یا د سوله ساتنې د ماموریت پلمه وکړي چې دغه ځواکونه یې د اوکراین لور ته راوستې دي.

پرون د پولنډ صدراعظم ډونالډ ټسک هم اندیښنه څرګنده کړه، ده په وارسا کې خبریالانو ته وویل:

″موږ داسې دلایل لرو چې اټکل کولای شو او موږ په تیرو څو ساعتونو کې داسې اطلاعات ترلاسه کوو، چې د روسیي پوځیانو له لوري پر اوکراین د مستقیمې حملې خطر د تیرو څو ورځو په پرتله په یقین سره زیات شوی دی.″

مسکو د دوشنبې په ورځ د روسیې په مرکزي او لویدیځو سیمو کې د پوځي تمریناتو د ترسره کولو اعلان وکړ، چې په دې کې له اوکراین سره ټولې سرحدي سیمې هم شاملې دي.

په دې تمریناتو کې ترسلو ډیرو جنګي الوتکو او جنګي هیلیکوپترو هم برخه اخیستې ده.

د ناټو ویانده لانګیسکو وایي، موږ دا اټکل نه شو کولی چې د روسانو په ذهنونو کې څه تیریږي خو موږ وینو چې روسیه په سیمه کې څه کوي او دې ته ډیره اندیښنه شته چې نژدې شل زره پوځیان یې د اوکراین پولې ته راوستې دي.

روسیي پلوه بیلتون غوښتونکي کمزوري شوې دي.اوکرایني الوتکو د دونیتسک پر ښار پرون هم هوایي بریدونه وکړل، دا د روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو مرکز دی.

له تیرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې چې اوکرایني ځواکونو د روسیي پلوه بیلون غوښتونکو ځپلو ته دوام ورکړی دی ډيرې سیمې یې ترې نیولې دي.

XS
SM
MD
LG