د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

چین: په شینجین کې اوږد ږیري کسان او حجاب اغوستونکي بس ته نه پریښودل کیږي


د چین د نارامه ولایت شینجین په یوه ښارکې بسونو ته د هغو کسانو په ختو بندیز لګیدلی چې اوږده.ږیره لري، حجاب يې اغوستی وي او یا يې څادر په سرکړی وي.

چینايي مقامات وايي، دا بندیزپه سیمه کې د امنیت د ټینګښت د پالیسې یوه برخه ده.خو د بشري حقونو ډلو او د شینجین جلا وطنه ایغور مسلمانانو د چین د حکومت پردې ګام انتقاد کړی دی.

د چین لویدیځ ولایت شینجین چې اوسیدونکي اویغور مسلمانان دي او په ترکي ژبو خبرې کوي له کلونو راهیسې د ناکرارۍ شاهد دی.

د چین حکومت د دې سیمې خلک د نارامیو مسول ګڼي.

اوس حکومت د نوی امنیتي تدابیرو په لړکې د شینجین د یوه ښار پر اوسیدونکو پینځه ډوله نور بندیزونه اعلان کړي دي.

د شینجین د کارامی ښار چارواکي وايي، هغه کسان چې اوږده ږیره لري، حجاب يې اغوستی وي، څادريې په سر وي، حجاب يې په تن وي او یا يې پر جامو د سپوږمۍ او یا ستورو نښه وي، بسونو ته د ختلو اجازه نه لري.

د دې سربیره چې میاشت او ستوري د یو شمېراسلامي هېوادونو د بیرغ برخه ګڼل کیږي د چین یو شمېر بیلتون غوښتونکي ډلې يې چې د یوه خپلواکه ختیځ ترکستان غوښتونکي دي، د خپلې نښې په توګه هم کاروي.

د چین واکمن کمونست ګوند وايي، په کرامۍ ښارکې دا بندیزونه د روانې اګست میاشت په شلمه دغلته د ورزشي مسابقو د امنیت په لړکې لګیدلي او امنیتي ټیمونو له خوا به پرخلکو عملي کیږي.

رویترز خبري اژانس وايي، تر دې مخکې چینايي چارواکو په جولايي میاشت کې بسونو ته د هغو کسانو پر ختولو هم بندیز اعلان کړ چې ماسته،اوبه او یا سګرټ لایټر ورسره وي.

د شینجین جلا وطنه اویغوریان او د بشری حقونو ډلې وايي د چین دا ډول تګلاره چې د مسلمانانو کنټرولول هم په کې شامل دي په سیمه کې د نارامۍ سبب کیږي.

په واشنګټن کې د اویغوریانو او امریکایانو د اتحاديي مشر علیم سیتوف رویترز ته ویلي د شینجین د کارامۍ ښار چارواکي په ښکاره ډوله له تبعض او نژاد پالنې ډکه پالیسې پر مخ بیايي.

که څه هم اویغور میرمنې او نجونه د نورو چینایانو په څیر جامې اغوندي خو یو شمیر يې د حجاب په کولو او یا هغو جامو په اغوستو پیل کړی چې په پاکستان او افغانستان کې يې ښځې اغوندي.

په شینجین کې په تیر یو نیم کال کې د پولیسو او سمیه آیزو خلکو ترمنځ په ناکرارۍ کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

خو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د کلک کنترول له امله خبریالان نشي کولی چې د تاوتریخوالي او مرګژوبلې په اړه په خپلواکه توګه دقیق معلومات ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG