د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

پوتین د یوې داسې طرحې جوړولو امر کړی چې پر روسیې د بندیزونو ځواب ووایي


د روسیې ولسمشرولادیمیرپوتین خپل حکومت د یوې داسې طرحې جوړولو امر کړی چې پر روسیې د لویدیځو هېوادونو د بندیزونو ځواب ووایي.

دغه بندیزونه تیره اونۍ د اوکرایین په ختیځ کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو د ملاتړ له کبله د لویدیځو هېوادونو له خوا پر روسیې لګول شوي دي.

پوتین وایې، حکومت یې باید دا ډاډمنه کړي دغه انتقامي ګامونه باید روسیې ته زیان ونه رسوي.

د روسیې ولسمشر پرون وویل، چې پراقتصاد سیاسي فشار راوړل د منلو نه دي او زیاتوي چې هغوی په دې ډول ول نورمونه او مقررات له پامه غورځوي.

ده وویل، چې حکومت یې له وړاندې د لویدیځو بندیزونو په مقابل کې یو شمېر انتقامي ځوابونه پلان کړي دي.

د متحده ایالاتو او اروپایې ټولنې له خوا په وروستيو بندیزونو کې د روسیې د تیلو او دفاعي کارخانې په نښه شوې او همدا راز لویدیځو بازارونو ته د روسیې د دولتي بانکونو پر لاسرسي محدودیتونه ولګول شوه.

XS
SM
MD
LG