د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

اوباما غواړي د یوه داسې ولسمشر په توګه وپیژندل شي چې دوه جګړې یې پای ته رسولي


یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو له وتلو سره د خطرونو او د پنتاګون له خوا په دې هېواد کې د وسایلو د له منځه وړلو او خرڅلاو په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې غواړي د یوه داسې ولسمشر په توګه وپیژندل شي چې دوه جګړې یې پای ته رسولي، مخکې له دې چې د جمهوري ریاست دوره یې پای ته ورسیږي، په ۲۰۱۶ م کال کې وروستي امریکایي محارب سرتیري له افغانستانه باسي.

د ورځپاڼې په وینا هر دلیل چې اوباما یې د جګړو د پای ته رسیدو لپاره لري د هغه دا پالیسي به نه د هغه ځای ناستی او نه هم د هېواد لپاره دومره محبوبه وي. ځکه امریکایي ځواکونه په بیړه له عراقه ووتل او جګړه یې ختمه اعلان کړه خو په بشپړ ډول په جګړه کې د امریکا رول پای ته ونه رسید. په ورته شکل له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به هم دغه جګړه پای ته ونه رسیږي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، له افغانستانه د وتلو د ستراتیژي پرځای امریکا ته پکار ده چې له دې هېواد سره یو اوږدمهاله شراکت رامنځ ته کړي.

د ورځپاڼې په وینا په دې اړه بحثونه چې له ۲۰۱۶ کال وروسته دې څه شمېر عسکر په افغانستان کې پاتې شي، دا په دې پورې تړلې دي چې هغه مهال افغان امنیتي ځواکونه په مشخص ډول د امریکا څه ډول مرستې ته اړتیا لري.

والسټریټ ژورنال لیکي، امریکا باید په افغانستان په تیره بیا د تروریزم په وړاندې د جګړې لپاره خپل پوځي حضور وساتي.

تر اوسه دې هېواد ته د القاعده، د حقاني شبکې او ښایي هم د لشکرطیبه د ډلې له خوا چې په ۲۰۰۸ کال کې د هند پر ممبیي یې حمله کړې وه، جدي خطرونه متوجه وي.

د ورځپاڼې په وینا له افغانستانه د ټولو محارب ځواکونو په وتلو سره به د امریکا او د هغې د متحدینو لپاره د بې پیلوټه الوتکو او د ځانګړو ځواکونو د اډو په ګډون مهم انتخابونه له منځه یووړل شي.

د والسټریټ ژورنال په وینا د دغسې یوې پالیسۍ په نتیجه کې به د ا مریکا ملي امنیت له ګواښ سره مخامخ شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په افغانستان کې د امریکا د جګړې پر یوه بل اړخ د پنتاګون له خوا د وسایلو او تجهیزاتو د خرڅلاو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي.

۳۱ کلن بریدمن جو مانور د کندهار په پساب اډه کې د هغه جزوتام غړی دی چې دنده لري ټول هغه وسایل او تجهیزات چې له افغانستانه نه ایستل کېږي، راټول کړي، یایې پرافغان سوداګرو په ارزانه بیه وپلوري اویایې له منځه یوسي.

مانور واشنګټن پوست ته ویلي، د دیارلس کلنې جګړې په نتیجه کې هرلوري ته ډیرشیان پراته دي. له زړو کمپیټرونو نه نیولې تر ټیلفوني مزو او خیمو پورې وسایل باید راټول شي.

د ورځپاڼې په وینا پنتاګون غواړی ټول هغه وسایل چې د جګړې د وخت د تشکېلاتو لپاره برابرشوي، له منځه یوسي. له تیرکال راهیسې پنتاګون له هغو ماشینونو کاراخلي چې پکې موټر، جنراتورونه، له کانتینرونو جوړې خونې، میزاو څوکۍ او نوروسایل ټوټې ټوټې کېږي.

د واشنګټن پوست په وینا پنتاګون دغه رازځیني وسایل او تجهیزات پرافغان سوداګرو هم په ارزانه بیه پلوري اودې کارته یې وروسته له هغې مخه کړې چې ورباندې انتقادونه شوي وچې د دې پرځای چې وسایل له منځه یووړل شي، نورې ښې لارې هم شته.

XS
SM
MD
LG