د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

شپیګل انلاین: د کابل په ننۍ حمله کې یو امریکایي جنرال ووژل شو


د افغانستان د دفاع وزارت تایده کړه، چې د کابل د قرغې په سیمه کې د مارشال محمد قسیم فهیم په دفاعي پوهنتون کې یوه ترهګر، چې د ملي اردو یونیفورم یې اغوستی وو، د ملي اردو په منسوبینو او بهرنیو ځواکونو ډزې کړي دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي دغه حملې غندلې او په دې اړه د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې د دفاع وزارت په حواله ویل شوي ،چې په پیښه کې یو بهرنی عسکر وژل شوی او څو نور ټپیان دي.

اسوشیتید پریس خبري آژانس د یوه امریکایي چارواکي له قوله، چې نوم یې نه دی اخیستی راپور ورکړی، چې په دې حمله کې یو بهرنی عسکر وژل شوی او لس نور ټپیان دي.

دغه آژانس د جرمني د پوځ په حواله ویلي، چې په دې ډزو کې د ناټو یو عسکر وژل شوی او پنځلس نور ټپيان دي.

جرمنی شپیګل انلاین خپرونی ویلي، چې په دې حمله کې د امریکا یو لوړپوړی جنرال وژل شوی، که چیرې دا خبر تایید شي، دا به د امریکا تر ټولو لوړپوړی پوځي جنرال وي، چې د افغانستان په دیارلس کلنه جګړه کې وژل کیږي.

په روان میلادي کال کې د افغان ځواکونو له لیکو پر بهرنیو ځواکونو حملې یو څه کمې وې، خو په ۲۰۱۳ م کال کې لس داسې حملې شوي، چې په نتیجه کې یې شپاړس بهرني عسکر وژل شوي دي.

په ۲۰۱۲ م کال کې بیا د افغان ځواکونو له لیکو پر بهرنیو ځواکونو د حملو شمیر ۳۸ وو، چې ۵۳ بهرني عسکر په کې وژل شوي وو.

ددغې حملو مسولیت له دې وړاندې ترډیره وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی، خو د کابل د نننۍ حملې په اړه تراوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG