د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۰۱

افغانستان د ګاونډيوانو ترمخامخ یرغل لاندې دی


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ بیاهم په انتخاباتي لانجې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په کابل کې د پاکستان سفیرد احضارولو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپانې د سرمقالې عنوان دی افغانستان د ګاونډيوانو ترمخامخ یرغل لاندې دی.

ورځپاڼې لیکلي چې دی ته په کتو سره که افغانستان د امریکا په څير له سترو قدرت لرونکو هېوادونو سره تړونونه ونه لري، نو د ګاونډيو یرغلونه به پر افغانستان تر دې هم سخت وي.

په پای کې بلې دولتي ورځپاڼې انیس په سرمقاله کې راغلي د هېواد امنیتي ځواکونه په عصري وسلو سره تجهیز کول د بهرنیو د پوځي مداخلې د مخنیوي تر ټولو غوره لار ده.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د افغان ولسمشرد ویاند له خولې لیکلي، کریم خلیلي ته د منسوب غږ ثبت کوونکي باید محاکمه شي.

وړاندې په دې مطلب کې راغلي د دې غږ د ریښتینوالي په اړه ادعا په شخصي حریم تیری او د هېواد عامه امنیت ته یو ګواښ دی.

بلې خپلواکې ورځپاڼې محور لیکلي چې؛ د عبدالله عبدالله پلویان په ناقانونه توګه غږونه ثبتوي.

د ورځپاڼې په مطلب کې ویل شوي، د کره معلوماتو پر بنسټ د عبدالله پلویانو یوې تخنیکي ډلې داسې یوه دستګاه لګولې چې پرمټ يې ټیلیفوني مکالمې اوري او په افغانستان کې تبادله کېدوونکي اېمیلونه څاري.

د سرنوشت په سرمقاله کې راغلي انتخاباتي لانجه به حل شي، خو د کاندیدانو او په ځانګړي ډول د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د دریځ له امله افغانانو درانه، اوږدمهاله او نه جبرانېدونکي زیانونه ولیدل.

د ملي ارمان ورځپانې د سرمقالې عنوان دی د رايې د پروسې له تفتیش سره سم د ناپاکو رایو باطلول هم اعلان شي.

کابل چاپ نورو ورځپاڼو بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په کابل کې د پاکستان د سفیر احضارولو په اړه لیکلي او تبصرې کړې دي.

سرنوشت ورځپاڼې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند شکیب مستغني له خولې لیکلي تر دې وروسته به د پاکستان حملې بې ځوابه نه پریږدو.

یاده ورځپاڼه وړاندې لیکي، که له نورو لارو دا ستونزه حل نه شوه، د پوځي حملې انتخاب هم شته.

د محور ورځپاڼې د سرمقالي لیکوال وړاندیزکوي د پاکستان د حملو د مخنیوي پر وړاندې نړېواله ټولنه او په ځانګړې توګه ملګري ملتونو باید مداخله وکړي.

ترتیب کوونکې: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG