د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۰۱

نور: د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د رایو د تفتیش له پروسې سره یوځای شو


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د اصلاحاتو او همپالنې ټیم له یوناما سره تر ډېرو بحثونو وروسته نن سهار یو ځل بیا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د تفتیش له پروسې سره یوځای شو.

د دغه کمیسیون ویاند نور محمدنور په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د رایو د تفتیش پروسه د دواړو کاندیدانو د استازو او د نړېوالو او کورنیو څارونکو په حضورکې پر مخ ځي.

د انتخاباتو کمیسیون وايي، په دوو اختلافي برخو کې د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم سره موافقه شوې او د تصویب شوي طرزالعمل له مخې د رایو تفتیش پرمخ وړل کیږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو د رایو د تفتیش د دریدلې پروسې له پیل نه د یوې ورځې په تېرېدو سره بلاخره د دوشنبې په سهار د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ددې پروسې د څار لپاره خپل څارونکي د انتخاباتو کمیسیو ته ولیږل.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نورپه یوه خبري کنفرانس کې وویل، له دې وروسته به د رایو د تفتیش په پروسه کې جدي ستونزه نه رامنځته کیږي ځکه چې کاري طرزالعمل یې وروستی شوی دی.

نور وویل، د عبدالله عبدالله د انتخاباتي څارونکو په بیا راتګ سره دا پروسه د دوشنبې په ورځ په دوو کاري شفټونو کې د دوه سوه ټیمونو له خوا پرمخ ځي.

ښاغلي نور وویل، د یکشنبې ورځې له ماسپيښین نه چې د رایو د تفتیش پروسه بېرته پیل شوی د څلور سوو صندقونو رایې بیا شمېرل شوي دي:

″نن له نیکه مرغه د تفتیش له پروسې سره د اصلاحاتو او همپالنې ټیم هم یوځای شو.

د دواړو کاندیدانو د څارونکو، نړېوالو او کورنیو ناظرینو او د ملګرو ملتونو او انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د استازو په حضور کې د رایو د تفتیش پروسه په نورمال ډول مخته ځي.″

ښاغلی نور زیاتوي چې تراوسه پورې د دوه ویشت زره او اته سوه او نه ویشت صندوقونو له ډلې یوویشت زره او نهه سوه او نهه صندقونه ددغه کمیسیون مرکز ته ور انتقال شوي چې د ټولو رایو دوه نوي اعشاریه څلور فیصده برخه جوړوي.

دی وايي، تردوو نورو ورځو پورې به د انتخاباتو کمیسیون مرکز ته د حساسو انتخاباتي موادو د انتقال بهیر بشپړ شي.

که څه هم د یکشنبې په ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د انتخاباتو د رایو د تفتیش د څلورم ځل دریدلې پروسې په بیا پیل غبرګون وښود خو د دوشنبې په ورځ ددغه ټیم څارونکي د تفتیش د پروسې د څار لپاره د انتخاباتو کمیسیون ته ورغلل.

ددغه ټیم د څارونکې ډلې مسوول جنرال امرالله امان له رسنیو سره په خبرو کې وویل د تفتیش د پروسیجر په دولسمې او شپاړسمې مادې کې د دوی د وړاندیزونو له منل کیدو وروسته د اصلاحاتو او همپالنې ټیم بېرته د تفتیش له پروسې سره یوځای شوی دی:

″دولسمه ماده یې دا وه کوم رایې چې باطلیږي او یا کومې رایې چې یو شان ټکمارک شوي وي د باطلیدو معیارونه یې څو وي چې له هغې وروسته د محلونو صندوقونه بیا شمیرنې ته ورځي. شپاړسمه ماده یې هم دا وه کاندیدانو په اول دور کې څومره رایې وړي او په دویم دور کې یې په لنډ واټن کې څومره تفاوتونه کړي دي.

موږ پرون د مازدیګر په شپږو بجو له یوناما او انتخاباتو کمیسون سره خبرې کامیابې شوې او په دې دوو دولسمې او شپاړسمې مادې یې موافقه وکړه.″

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي په پروسیجر کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم له خوا د ښه تطبیق وړاندیز شوی و چې دغه کمیسیون یې عملي کیدو ته ژمن دی.

له بلې خوا د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم هم د رایو د تفتیش له پروسې سره د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم له یوځاي کیدو هرکلی وکړ.

ددغه ټیم یوه غړي حلیم فدايي خبریالانو ته وویل د جمهوري ریاست دواړه انتخاباتي ټیمونه باید د انتخاباتو د بهیر د پرمختګ او د تفتیش پروسې د پای ته رسیدو لپاره ژمن پاتې شي.

صفي الله ستانکزی ازادي راډیو کابل

XS
SM
MD
LG