د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۲۹

سرنوشت: کري بیا له افغان کاندیدانو سره خبرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼوکې د نورومطالبو ترڅنګ ترډيره د انتخاباتو په اړه لیکنې کړي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې، کري بیا له افغان نوماندانو سره خبرې کړي.

په مطلب کې راغلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري وړمه ورځ د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو سره ټیلیفوني خبرې کړي او له هغوي څخه یې غوښتنه کړې چې د انتخاباتو له پروسې سره خپلوهمکاریو ته دوام ورکړي.

ویسا غیردولتي ورځپاڼې بیا په ورته مطلب کې د جان کري خبرې داسې نقل کړي، چې افغانستان او نړېواله ټولنه غواړي د شوې هوکړې او چوکاټ له مخې چې پرې موافقه شوې، باید پروسه پرمخ یوړل شي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي کري په ټینګارسره له کاندیدانو غوښتي څو د رایو د بیا څیړنې او د ملي حکومت د جوړولو په اړه چې کومه هوکړه یې کړې، هغه عملي کړي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا د انتخاباتو په اړه په یوه بل مطلب کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ویاند نورمحمد نورپه حواله لیکلي، چې د رایو د تفتیش په پروسه کې به نورځنډ رانه شي.

ورځپاڼه د مطلب په دوام کې د نوموړي خبرې داسې نقل کوي، چې وایې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هڅه کوي چې دغه بهیرډيرژربشپړکړي او له دې وروسته د افغانستان خلک په انتظارکې پرې نه ږدي.

ویسا غیردولتي ورځپاڼې هم په یوه ورته مطلب کې د ښاغلي نورخبرې راخیستې چې وایې، کمیسیون نه شي کولای د رایو تفتیش له دې نورهم ځنډنی کړي او دا بهیر د کاندید عبدالله عبدالله د څارونکو پرته پيل شو.

ورځپاڼه د نوموړي د خبرو په دوام کې لیکي چې، د رایو تفتیش به د سلګونو نړېوالو ناظرینو په موجودیت کې له بشپړ اعتبار نه برخمن وي.

محور ورځپاڼې بیا په خپلې نننۍ ګڼې کې په هرات کې د هغو وژنو په اړه یو مطلب لیکلې چې ایران پکې لاس لري.

ورځپاڼه د هرات د امنیه قومندان سمیع الله قطره په حواله لیکي چې وایې، ایران د عبدالله او حاجې وزیر په نامه دوه سیمه ییز طالب قومندانان تمویل او تجهیزوي او دا کسان په یاد ولایت کې په وژنو کې لاس لري.

ورځپاڼه د مطلب په دوام په هرات کې د دوو فنلنډي میرمنو وژنو ته هم اشاره کوي چې په توریې دوه کسان نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG