د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

نتنیاهو: حماس به پر اسراییل د بریدونو د دوام ګرانه بیه ورکړي


د اسرایلو صدراعظم په خپله یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي چې ددغه هیواد ځواکونه به د اړتیا تر وخته پورې په غزې کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د اسرایلو صدراعظم بینامین نتنیاهو وايي؛ موږ له لومړي سره ژمنه کړې وه چې؛ زموږ هدف خپلو خلکو ته د آرامتیا او امنیت راوستل دي او دغه هدف ته تر رسېدو پورې به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوو.

نوموړي پرون په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل؛ که حماس پر اسراییلو خپل بریدونه ونه دروي؛ نو ډیره ګرانه بیه به ورکوي.

په همدې حال کې اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې؛ د اسراییلو د پولې او غزې تر منځ ۳۱ تونلونه له منځه وړل شوي دي او په وینا یې د اسراییلو ماموریت ختمېدو ته نژدې شوی دی.

راپورونه وايي، د اسراییلو ځینې ټانکونه له سرحدي سیمو څخه بېرته ګرځیدلي دي.

دغه رازد اسراییلو پوځ د غزې په شمال کې د بیت الاهیا ښار هغو فلسطینیانو ته چې د جګړو له ویرې له خپلو سیمو وتلي وو؛ ویلي چې، بېرته خپلو کورونو ته ورشي. له دې څخه دا جوتیږي چې په دغه سیمه کې د اسراییلو عملیات ختم شوي دي.

اسراییلي ځواکونو د شنبه د ورځې په لومړیو کې د خپل یوه سرتیري د لټون سره هممهاله د غزې تړانګې پر "رفح" ښار بمباري کړې ده. دغه اسراییلي سرتیری د جمعې په ورځ د حماس ډلې په هغه برید کې اسیر شوی و؛ چې د اسراییلو او حماس تر منځ ۷۲ ساعته اوربند یې مات کړ.

پر رفح ښار د اسرایلو د توپونو په برید کې ۳۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

اسراییل وايي، وروسته له هغه چې د جمعې په ورځ د حماس له لوري د نړېوالو په منځګړیتوب اوربند مات شو؛ د دوی یو سرتیری تښتول شوی دی، خو حماس بیا د دغه سرتیري د نیولو خبره نه مني.

حماس وايي، له هغو وسله والو سره چې له اسرایلي ځواکونو سره یې نښته وشوه؛ خپلې اړیکط له لاسه ورکړي دي.

حماس زیاتوي دغه سرتیری او فلسطیني ځواکونه یو ځای وژل شوي وي.

اسراییلي الوتکو پرون د غزې پر اسلامي پوهنتو ن برید کړی او ودانۍ ته یې ډیر زیان رسولی دی.

د اسراییلو پوځ ادعا کوي چې، په دغه پوهنتون کې دننه د وسلو جوړولو یو مرکز و. د غزې په جنوب کې د خان یونس ښار یو اوسیدونکی خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:

"هغوی د اف ۱۶ الوتکې یو توغندی وویشت چې؛ ټوله سیمه یې ویجاړه کړه. د فلسطینیانو کورونه ټول له منځه ولاړل."

په همدې حال کې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پرون ویلي؛ هغه طرحه چې مصر د اسراییلو او حماس ډلې تر منځ د اوربند لپاره وړاندې کړې، د دواړو لورو تر منځ د جګړې د ختمولو فرصت برابرولی شي؛ خو دا خبرداری یې هم ورکړ چې؛ د وخت په تېرېدو سره هرڅه پیچلي کیږي.

ټاکل شوې وه یوفلسطینی پلاوی چې د حماس ډلې استازي هم په کې شامل وو؛ پرون د خبرو لپاره قاهرې ته ورسیږي؛ خو یوه اسراییلي چارواکي ویلي چې؛ دغه هېواد خپل استازي قاهرې ته نه لیږي. هغه پر حماس تور ولګاوه چې؛ نړیوالو منځګړو سره دوه مخي کوي.

د اسراییلو او حماس تر منځ په جګړه کې چې له څه باندې درېیو اونیو راهیسي پیل شوې؛ تر ۱۵۰۰ ډیر فلسطینیان وژل شوي چې؛ ډیری یې ملکي وګړي دي. دغه راز ۶۳ اسراییلي سرتیري او درې ملکي اسراییلیان هم په دغو پیښو کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG