د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

"د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو لپاره ټاکل شوی هدف نه دی ترلاسه شوی"


د افغانستان د نشه یي موادو پرضد د مبارزې وزارت چارواکي وايي؛ سږکال په ټول هېواد کې په څه باندې دوو لکه هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

د دې وزارت مرستیال محمد ابراهیم ازهر د شنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل؛ دوی غوښتل، چې روان کال په یوویشت زره هکتاره ځمکه کې کرل شوي کوکنار تخریب او له منځه یوسي.

ښاغلي ازهر زیاته کړه، چې په هېواد کې دوه پړاوه انتخابات او له دې امله رامنځ ته شوې سیاسي ستونزې د دې لامل شوي؛ چې دوی د ټاکل شوي هدف درېیمه برخه کوکنار هم له منځه وې نه وړل.

"د ولایتي شورا او جمهوري ریاست انتخاباتو امنیت پولیس مصروف کړي وو؛ د مخدره موادو په لمنځه وړلو باندې یې بده اغېزه درلودله، په ځانګړې توګه د کوکنارو په لمنځه وړلو کې موږ سږکال پلان درلود، چې یوویشت زره هکتاره ځمکه تخریب کړو، خو پولیس د انتخاباتو د امنیت په ټنګولو مصروف وو او موږ ټاکلی هدف ترلاسه نه کړای شو."

هغه زیاتوي د کوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې د نړیوالو په مالي اوتخنیکي مرستو کې هیڅ ډول کموالی نه دی راغلی.

د نشه یی موادو پرضد د مبارزې وزارت وايي؛ دا مهال په هغو ولایتونو کې چې د کوکنارو کښت په کې صفر ته راښکته شوی؛ نږدې دوه سوه بېلابېلې پروژې تر لاس لاندې دي؛ چې د امریکا په ګډون یې بریتانیا او یوشمېر نورهېوادونو تمویلوي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي موادو په وړاندې د مبارزې معینت چارواکي مني؛ چې پولیس د لومړیتوب په اساس تر ډېره د انتخاباتو د امنیت په ټینګولو مصروف وو.

د دې ادارې ویاند مهدي کاظمي وايي؛ له دې وروسته په ولایتونو کې پولیس چمتو دي چې د نشه یي موادو په وړاندې د مبارزې وزارت له چارواکو سره د کوکنارو د کښت په لمنځه وړلو کې پوره مرسته وکړي:

"سږکال د مخدره موادو پرضد د پولیسو په ګډون اکثره پولیس د انتخاباتو د لومړي او دوهم دور د امنیت په ټینګولو مصروف وو؛ موږ په ولایتونو کې پولیس لرو چې؛ د کوکنارو په لمنځه وړلو کې له یاد وزارت سره مرسته وکړي؛ موږ نه شو کولای، له مرکز نه نور ځواکونو د کوکنارو د تخریب لپاره ولیږو."

د وروستیو نړیوالو احصایو له مخې اوس هم د نړۍ اویا په سلو کې کوکنار په افغانستان کې کرل کیږي؛ چې هرکال ورنه نږدې اوویا ملیارده ډالره عواید ترلاسه کیږي.

له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي چې؛ یوازې له دې عوایدو څخه یو اعشاریه دوه ملیاره ډالره افغان بزګرانو ته په لاس ورځي.

یاد وزارت وايي چې، د کوکنارو د کښت له عوایدو څخه څلورسوه پنځوس میلیونه ډالره طالبانو اوپاتې نور یې نړیوالو قاچاق وړونکو او د مافیایي کړیو لاس ته ورځي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG